Connect with us

تازه خبرونه

حکومت او طالبانو ته امریکا د انتقالي حکومت طرحه سپارلې

خپور شوی

د

Last Updated on: کب ۱۸, ۱۳۹۹

طالبانو منلې، چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ورته د سولې انتقالي  حکومت د رامنځته کېدو طرحه سپارلې ده.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم آریانا نیوز ته څرګنده کړې، چې دغه طرحه د طالب مشرتابه تر څېړنې لاندې ده او پدې اړه کومه وروستۍ پرېکړه نده شوې.

محمد نعیم دا هم منلې، چې طالبانو ته په ورسپارل شوې طرحه کې د انتقالي حکومت طرحه، د انقرې ناسته او اوربند شامل دي؛ خو هغه ویلي، چې طالبانو تر دې دمه دې طرحې څرګند دریځ ندی نیولی.

دغه راز د افغانستان حکومت هم له طالبانو سره د ټولګډونه حکومت طرحه او د امریکا لخوا د یوې پراخې نړیوالې غونډې د جوړېدو وړاندیز ترلاسه کړی دی.

د افغانستان د جمهوریت پلوي مرکچي پلاوي غړی نادر نادري وايي؛ د افغان سولې لپاره د جوبایډن د ادارې په کړنلاره کې داسې ټکي ځای پر ځای شوي، چې جدي څېړنو ته اړتیا لري.

نادري وايي، چې د افغان سولې خبرې د سیمې د هېوادونو د سیاسي لوبو له کبله بې پایلې شوې دي.

د افغانستان د جګړې د پای ته رسولو لپاره د امریکا  نوې کړنلار په درې برخو کې جوړه شوې، چې د افغانستان د راتلونکي لپاره د اصولو لارښود، انتقالي حکومت او دایمي اوربند دی.

د کړنلارې ځينې برخې، چې رسنیو خپرې کړي په کې راغلي؛ د انتقالي حکومت له پای ته رسېدو سره سم به د افغانستان راتلونکی زعیم یا رهبر د ټاکنو له لارې ټاکل کیږي. په کړنلاره کې د افغانستان رسمي دین اسلام لیکل شوی او د افغانستان ټول وګړي مصوون بللي او افغانستان یې د ټولو قومونو او مذهبونو ګډ کور یاد کړی دی.

د کړنلارې له مخې د افغانستان انتقالي حکومت به درې برخې ولري:

۱- اجرائیه: په رهبرۍ کې به یې د دولت مشر وي، کابینه او خپلواک ریاستونه به لري.

۲- ملي شوری: ولسي جرګه او مشرانو جرګه د ملي شورا برخې بلل شوي. په ملي شوری کې د طالبانو استازیو ته هم ځای ورکول کیږي.

۳- قضائیه قوه: د اسلامي فقهې خپلواکه عالي شوری او د نوي اساسي قانون د جوړولو کمیسیون د قضائيه قوې برخې دي. دا عالی شوری به پېنځلس غړي ولري، اووه غړي به یې طالبان ټاکي، اووه به د افغانستان حکومت او یو به د دولت د مشر لخوا ټاکل کیږي.

دغه شورا دنده لري، چې په ټولنیزو ، کلتوري او نورو برخو کې اسلامي لارښوونې وکړي.

د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب وایي: هغه طرحه، چې امریکایانو ټولو ته ورکړی ویل شوي؛ دا د حکومت رسمي طرحه نده  او مونږ د دې په اړه فکر وکړ، چې د سولې بهیر ګړندۍ  او پر دې راوڅرخو، چې څنګه مونږ وکولی شو شته امنیتي ستونزې حل او واک شریک کړو. مونږ ګورو، چې که طالبان هم پدې فکر وي بیا؛ نو افغان حکومت تل سولې ته چمتووالی درلود او زمونږ هڅه هم داده، چې تل پاتې سوله رامنځته شي.

د افغانستان د ملي امنیت شوری سلاکار وايي، چې دوی د واک له وېش سره مخالفت نلري؛ خو ځينې نور مسایل لکه د طالبانو امارتي نظام  او له پاکستان سره د طالبانو اړیکې جدي بحث ته اړتیا لري.

“مونږ فکر کوو، چې پایلې ته د رسېدو لپاره نورې مسلې هم شته؛ یوازې د حکومت جوړښت ندی، مونږ د جمهوري ریاست په کچه د نورو پالیسیو په اړه هم نظرونه لرو، طالبان له پاکستان سره اړیکې لري او تاوتریخوالی روان دی.

په افغانستان کې د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي په ترکیه کې د افغان سیاستوالو او طالبانو تر منځ هم د یوې پراخې غونډې غوښتنه کړې، چې د راتلونکي حکومت په اړه بحث وکړي.

د طرحې له مخې؛ روان تاوتریخوالی باید تر ۹۰ ورځو کم شي.

د افغانستان دفاع او کورنیو چارو وزارتونو چارواکي وايي، چې طالبان جګړې ته چمتووالی نیسي او افغان اردو هم جګړې ته چمتو ده.

د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي ویلي: د تر لاسه شویو معلوماتو له مخې؛ طالبان د برید پلان لري او هڅه کوي، چې ګومارنې او اکمالات تر سره او جګړه پیل کړي.

دفاع وزارت مرستیال شاه محمود میاخېل څرګنده کړې؛ زمونږ امنیتي او دفاعي ځواکونه جګړې او سولې دواړو ته چمتو دي. که طالبان ناسمه محاسبه وکړي؛ لکه تېر کال یې، چې لاسته راوړنه نه درلوده  سږکال به یې هم ونلري.

د یادونې ده، چې د زلمي خلیلزاد لخوا د وړاندې شوې طرحې له مخې به ملګري ملتونه د افغانستان د سولې په بهیر کې د پام وړ منځګړیتوب تر سره کړي.

تازه خبرونه

په کندهار کې د جهادي آثارو د ساتنې موزیم پرانیستل شو

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د جهادي آثارو د ساتنې عمومي رییس محمد طاهر احمد، د جهادي آثارو او سندونو د ثبت رییس احمدالله سعید خوستي او ورسره مل پلاوي کندهار ته د سفر پر مهال د دې موزیم د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.

Published

on

د کندهار په اطلاعاتو او کلتور ریاست کې د جهادي آثارو د ساتنې موزیم د رسمې مراسمو پر مهال ً پرانیستل شو.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د جهادي آثارو د ساتنې عمومي رییس محمد طاهر احمد، د جهادي آثارو او سندونو د ثبت رییس احمدالله سعید خوستي او ورسره مل پلاوي کندهار ته د سفر پر مهال د دې موزیم د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.

په دغو مراسمو کې د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رییس انعام‌الله سمنګاني او د امارتي ادارو یو شمېر رییسانو هم ګډون کړی و.

د کندهار د جهادي آثارو د ساتنې مسوول ویلي، تر اوسه له بېلابېلو ځایونو څخه له سلو ډېر جهادي آثار راټول شوي دي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په موزیم کې د انګلیسي، روسي او امریکايي ځواکونو له‌خوا د تېر شل کلن اشغال پر مهال پرېښودل شوې او غنیمت شوې وسلې او د بېلابېلو شهیدانو پاتې آثار ساتل کیږي.

هغه زیاته کړې، چې د موزیم د بډاینې لپاره د جهادي ٍثارو د راټولولو لړۍ به روانه وي او اوس‌مهال لیدونکي کولی شي له دې موزیم څخه لیدنه وکړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

پر کندهار، پکتیا او خوست د پاکستان په هوايي بریدونو کې څلور ملکي وګړي «شهیدان» شول – اسلامي امارت

مجاهد دغه بریدونه کلک غندلي او څرګندوي، چې د پاکستان د پوځ اقدامات د ټولو اصولو خلاف، ښکاره تېری او جنایت دی.

Published

on

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ويلي، پاکستاني پوځ تېره شپه(د تلې دوه‌یمه) یو ځل بیا پر کندهار، پکتیا او خوست ولایتونو هوايي بریدونه کړي، چې په کې څلور ملکي وګړي «شهیدان» شوي دي.

مجاهد دغه بریدونه کلک غندلي او څرګندوي، چې د پاکستان د پوځ اقدامات د ټولو اصولو خلاف، ښکاره تېری او جنایت دی.

د اسلامي امارت ویاند د دغو بریدونو په غبرګون کې ویلي، چې د پاکستان د پوځ پر وړاندې به «پرېکنده دریځ» ونیول شي او مناسب ځواب به ورکړ شي.

نوموړي زیاته کړې؛ پاکستاني پوځي کړیو د دغو بریدونو د توجیه لپاره ادعا کړې، چې له افغانستان څخه د پاکستان لوري ته بې‌پیلوټه الوتکې اوښتې دي.

د مجاهد وتایي؛ پاکستان یو ځل بیا د خپلو کورنیو ستونزو د توجیه لپاره پر افغان خاوره هوايي برید کړی او دغه ډول اقدامات د افغان ولس غصه راپاروي.

نوموړي خبرداری ورکړی، چې د پاکستان د پوځ دا ډول اقدامات به ورته ناوړه پایلې ولري.

Continue Reading

تازه خبرونه

پاکستان په کندهار او خوست کې هوايي بریدونه کړي

د یوې سرچینې په خبره، په کندهار ښار کې د برید هدف مرکزي سیمې وې؛ خو په دغو بریدونو کې چاته ځاني زیان نه‌دی اوښتی.

Published

on

نن پنجشنبه( د تلې دوه‌یمه) سهار وختي پاکستاني پوځي الوتکو د کندهار ښار او د خوست ولایت په ځینو سیمو کې هوايي بریدونه کړي دي.

د یوې سرچینې په خبره، په کندهار ښار کې د برید هدف مرکزي سیمې وې؛ خو په دغو بریدونو کې چاته ځاني زیان نه‌دی اوښتی.

د سرچینې د څرګندونو له مخې، پاکستاني الوتکو د خوست په مرکز کې هم پر ځینو سیمو بریدونه کړي دي؛ خو د دغو بریدونو د دقیقو هدفونو او د احتمالي زیانونو په اړه لا ډېر جزئیات خپاره شوي نه‌دي.

د تازه بریدونو احتمالي زیانونو په اړه جزئیات به وروسته خپاره شي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!