تازه خبرونه

حکومت د بې کیفیته تېلو پر واردولو بنديز ولګاوه

Published

on

(Last Updated On: زمری ۳۱, ۱۴۰۱)

د هرات ګمرک چارواکو له تېرو څو میاشتو راپدیخوا په اسلام کلا بندر کې له ټيټ کیفیته د برخمنو تېلو لسګونه ټانکر درولي دي.
د دغه ګمرک چارواکي وايي، چې په دې وروستيو کې له ټيټ کیفیته د برخمنو تېلو پر وارداتو په بشپړه توګه بنديز لګول شوى او هره ورځ د نفتي توکو لېږدونکي ټانکرونه د اسلام کلا په بندر کې د کيفيت له اړخه ازمايل کېږي او بيا د هېواد بازار ته د ننوتو اجازه تر لاسه کوي.
د هرات ولایت د اسلام کلا ګمرک مرستیال شفیق الله صمیم ویلي: هغه ټانکرونه، چې له ايران څخه هېواد ته راننوځي؛ د نورم او ستندرد رياست لخوا کتل کېږي او د هغو آسانتياوو او وسايلو له مخې، چې په دوى کې شته، په بشپړه توګه ازمايل کېږي؛ نو که د ازموينې پايلې منفي وي، ټانکرونو ته د ننوتو اجازه نه ورکول کیږي.
تېره اوونۍ هم د تېلو اته سوه ټانکرونه رارسېدلي؛ خو مونږ به يې تر هغې بازار ته نه پرېږدو، چې مرکز اجازه ورنکړي.
د هرات د امنيه قومندانۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مديريت په دې وروستيو کې له ټيټ کیفیته د برخمنو تېلو د واردولو موضوع جدي نيولې او په تېرو مياشتو کې له ۱۰ څخه ډېرهغه ټانکرونه بېرته ګرځول شوي، چې له ټيټ کیفیته برخمن تېل یې افغانستان ته را لېږدول.
د هرات د درندو جرمونو او اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د مدیریت کارکوونکی قاري عبدالباسط سعید وایي: مونږ پر ټولو اقتصادي منابعو لکه بندرونو، ګمرکونو او هوايي ډګرونو عمومي نظارت لرو او د رشوت، اختلاس او بدې ګټې اخیستنې اړوند مسایل تعقیبوو او د مجرمینو دوسیې له پوره ارزونې وروسته عدلي او قضايي مرکزونو ته سپارو.
دغه راز د هرات یو شمېر اوسیدونکیو د دغه ولایت د سیمه ییزو چارواکو له دې پرېکړې هرکلی کړی او وايي، چې د چاپېریال د ښه والي او د هوا د ککړتیا د مخنیوي لپاره له ټيټ کیفیته د برخمنو تېلو د واردولو مخنیوی اړین دي.
د هرات اوسیدونکی عزیزالله صدیقي وایي: د هېواد بازارونو ته بې کيفيته تېل راوړل کېږي، چې له بده مرغه چاپېريال خرابوي او د موټرو او موټرسايکلونو چلوونکیو ته زيان رسوي.
د هرات ښار یو بل اوسېدونکي ضمیراحمد ویلي: حکومت باید د بې کیفیته او ناقانونه تېلو مخنیوي ته پام راواړوي، هېواد ته رادننه نشي. دا ډېره مهمه ده، چې په ګمرکونو کې څارنه ولري.
له دې مخکې د هرات له درندو جرمونو او اداري فساد سره د مبارزې مدیریت په ښار کې له ټيټ کیفیت برخمن سلګونه ټنه تېل کشف او ضبط کړي او د تېلو د تصفیې د یوې کارخونې دروازه یې هم تړلې ده.

Trending

Exit mobile version