تازه خبرونه
حکومت د طالبانو پاتې ۴۰۰ ناندریز بندیان خوشې کوي
د سولې مشورتي لویې جرګې غړیو د یکشنبې پر ورځ د زمري ۱۹ د طالبانو د پاتې ۴۰۰ بندیانو خوشې کول تائید کړل.
ولسمشرغني د سولې مشورتي لویې جرګې په پای کې په ډاګه کړه، چې د پاتې ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشې کولو حکم به نن لاسلیک کړي.
ولسمشر غني طالبانو ته په خپلو خبرو کې په ډاګه کړه؛ انتخاب د طالبانودی. نن باید طالبان وښیي، چې د سرتاسري اوربنده نه وېریږي او د اوربند لپاره د لویې جرګې غوښتنه پلې کوي.
ولسمشر غني د حکومت د هغو بندیانو د خوشې کولو غږ هم پورته کړ، چې په دنده کې د بې پروایۍ له کبله نیول شوي وه.
د ملي پخلاینې عالی شورا مشر ویلي، چې جرګې خنډونه لیرې کړل؛ نور، نو د خبرو د پیل لپاره کوم خنډ نشته او مونږ د خبرو د پیل په درشل کې یو.
پخواني ولسمشر حامد کرزي ویلي: د ۴۰۰ طالب بندیانو له خوشې کیدو وروسته، چې هیله من یو ولسمشر یې پلی کوی او مرکچي پلاوی مو د معصوم ستانکزي په مشرۍ خبرې پیلوي. خبرې حوصله غواړي؛ وخت او تدبیر غواړي، چې اوس ټول چمتو شوي دي.
په کابل کې د سولې مشورتي لویې جرګې د ۳۴۰۰ استازیو په ګډون له درې ورځو خبرو او بحث وروسته خپل پېنځه ویشت ماده ییز پرېکړه لیک اعلان کړ، چې په کې د افغانستان دولت، وسلوالو طالبانو او نړیوالې ټولنې ته د ټینګار وړ سپارښتنې او وړاندیزونه شوي دي.
په پرېکړه لیک کې راغلي:
۱ . د مشورتي لويې جرګې غړي تلپاتې او با عزتې سولې ته د رسویدو په خاطر د سوولې له بهیر څخه، چې په هېواد کې د امنیت او ثبات لامل ګرځي؛ هرکلی او ملاتړ کوي.
۲. جرګه د سولې مذاکراتو د پیل په وړاندې د شته خنډونو د لیرې کولو، د وينوله تويدلو څخه د مخنیوي او همداراز د وګړیو د مصلحت او خیر لپاره، د طالبانو ۴۰۰ بنديانو د خوشي کیدو نظر تائیدوي.
۳. که د بنديانو په منځ کې بهرني اتباع وي، د بهرني بنديانو له هېوادونو څخه له معتبرو ضمانتونو وروسته خپلو اړوند هېوادونو ته وسپارل شي.
۴. بايد ډاډ ترلاسه شي، چې د دغو بنديانو له خوشي کېدو سره سم؛ مستقیم مذاکرات له کومې پلمې پرته ژر تر ژره پیل کېږي.
۵. جرګه په جدي توګه په هېواد کې د دوامداره او فوري اوربند د ټینګښت غوښتونکې ده او له نړيوالې ټولنې په ځانګړې توګه د امريکا متحده ايالتونو څخه غواړي، چې د افغانستان له خلکو سره پر خپلو کړيو ژمنو عمل وکړي.
۶. د افغانستان ملت او د افغانستان اسلامي جمهوري دولت ته دې ډاډ ورکړ شي، چې له بند څخه خوشي شوي بنديان بیا ځل د جنګ ډګر ته نه ستنیږي او د دوی کړنې دې وڅارل شي.
۷. دې ته په پاملرنه د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د طالب بنديان خوشي کولو لپاره اقدام کوي، جرګه له طالبانو څخه غواړي، چې د دولت د ټولو ملکي او نظامي بنديانو په وړاندې خپل مکلفیت ادا او بنديان دې ژر تر ژره خوشي کړي.
۸. د غوښتنې په صورت کې د هغو کسانو حق العبدی دې خوندي وي، چې د خوشي شويو طالبانو لخوا متضرره شوي دي.
۹. مونږ له نړيوالې ټولنې څخه غواړو د هغو هېوادونو له لاسوهنوڅخه، چې د هېواد په بې ثباتۍ کې په مستقیمه او يا غیر مستقیمه توګه ښکېل دي او يا له تروريستي ډلو څخه ملاتړ کوي، مخنیوی وکړي.
۱۰. په داسې حال کې، چې د سولې هلې ځلې دوام لري؛ د دې جرګې غړي د افغانستان اسلامي جمهوري دولت او له طالبانو څخه غواړي، چې وسلوال تاوتريخوالی ودروي او ټول اختلافات دې د خبرو اترو له لارې حل او فصل کړي. د افغانستان ملت به د هغه لوري په وړاندې، چې د تاوتريخوالې پر روان ساتلو ټینګار کوي؛ پرېکنده پرېکړه کوي.
۱۱. د سولې په بهیر کې بايد اسلامي ارزښتونه، د عالمانو رول، د دولت اساسي بنسټونه، ولسواکي او په تېرو دوه لسیزو کې د افغانستان د خلکو لاسته راوړنې خوندي او پیاوړې شي.
۱۲. د سولې په مذاکراتو کې د ولسواکۍ او جمهوريت اصول او د اتباعو اساسي حقونه، په ځانګړي توګه د قومي، ديني او مذهبی لږکیو سیاسي موقعیت او حقونه، چې د اساسي قانون په دوم فصل او د دې قانون په نورو مواردو کې تسجیل شوي، تر پښو لاندې نشي.
۱۳. د سولې مشورتي لويې جرګې غړي ټینګار کوي، چې په هېواد کې ښځي د وګړیو د نیمې برخې په توګه له خپل حقوقي او سیاسي دریځه برخمنې وي او د سولې بهیر په ټولو پړاوونو کې رغنده رول او ونډه ولري.
۱۴. د مشورتي لويې جرګې غړي په دې عقیده دي، چې اساسي قانون يوه ملي وثیقه ده او بايد خوندي شي؛ خو د اړتیا په صورت کې اساسي قانون د همدې قانون د تعديل د میکانیزم پر بنسټ د تعديل وړ دی.
۱۵. د لويې جرګې غړي وړانديز کوي، چې د ملي پخلاینې عالي شورا په جوړښت کې د ملي مشارکت اصول رعايت او د دې شورا په ترکیب کې ملي شخصویتونه، سیاسي رهبران، ديني عالمان، قومي مشران، ښځې، ځوانان، مدني ټولنې او نور قشرونه شامل شي. د سولې بهیر د ولسي کولو په موخه د دې بهیر فعالیتونه دې د ولايتونو په کچه وغزول شي.
۱۶. جرګه د سولې بهیر پر روڼتیا ټینګار کوي او تمه لري، چې د ملي پخلاینې عالي شورا او خبرې کوونکی پلاوی د افغانستان خلکو ته د دې بهیر په اړه پر وخت معلومات وړاندې کړي.
۱۷. د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونه، چې د هېواد د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د ساتونکیو په توګه پېژندل کیږي بايد نور هم پیاوړي او ترې ډېر ملاتړ وشي. په ورته وخت کې دې د امنیتي ادارو د شهیدانو ورثه او د تروريستي پېښو قربانیانیو ته رسیدته وشي.
۱۸. جرګه ټینګار کوي؛ له طالبانو سره د مذاکراتو په لړ کې دې پر روښانه میکانیزمونو، چې د اجتماعي نظم، د تاسیساتو او بېخبناوو د امنیت او ثبات باعث ګرځي؛ همغږي رامنځته شي، چې د خلکو اندېښنې له منځه ولاړې شي.
۱۹. د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو ته، چې د افغانستان د ملت وياړ دي، د درناوي په موخه دولت ته وړانديز کوو ترڅو دولت دې پرته د وطن سره د خیانت په جرم د هغو امنیتي او دفاعي منسوبینو د حبس پاتې موده وبښي، چې د جمهوري رياست د عالي مقام په صلاحیت کې وي. سربیره پر دې هغه کسان، چې له طالبانو سره د اړيکو د اتهام په جرم محکوم شوي د بښنې په فرمان کې شامل شي.
۲۰. د افغانستان اسلامي جمهوري دولت موظف دی، چې د ملي منافعو په رڼا کې ځانګړې لارښوونې وړاندې او د مذاکره کوونکي پلوي د پیاوړتیا او ښه والي لپاره لازم اقدامات ترسره کړي. د سولې د بهیر په ټولو پړاوونو کې دې د ښځو حضور تقويه شي.
۲۱. جرګه ټینګار کوي، چې د افغانستان اسلامي جمهوريت او طالبانو تر منځ دې د مذاکراتو لپاره لازم شرایط په هېواد کې دننه برابر شي؛ ځکه، چې دواړه لوري افغانان دي، کنه پرته له دې دې مذاکرات په درېيم بې پرې هېواد کې ترسره شوي. مذاکرات بايد مستمر او دوامداره وي او په هیڅ دلیل دې د دغې لړۍ مخه نه نیول کېږي.
۲۲. د جرګې غړي د نړيوالې ټولنې او بیا په ځانګړي توګه د امريکا له مرستو او ملاتړه مننه کوي. په عین وخت کې د جرګې غړي له هېوادونو او نړیوالو بنسټونو څخه غوښتنه کوي، چې پخپلو ژمنو عمل وکړي او خپل ملاتړ او مرستو ته د مذاکراتو په بهیر کې او د سولې له تړون څخه وروسته روانې وساتي.
۲۳. له اسلامي هېوادونو او د اسلامي همکاريو له سازمان، په ځانګړې توګه د افغانستان له ګاونډ هېوادونو څخه هیله لرو، چې د افغانستان له خلکو سره د تلپاتې سولې او ثبات په ټینګښت کې مرسته وکړي او خپله اسلامي وجیبه د افغانستان د مجاهد ملت د بې سارو قربانیو په وړاندې تر سره کړي.
۲۴. د مشورتي لويې جرګې غړي د سولې په بهیر کې د اړينو مشورو او همکاريو د وړاندې کولو لپاره بشپړ چمتوالی لري او دولت بايد د سولې د بحثونو د دوام لپاره، چې لومړيتوب لري د سولې د مشورتي لويې جرګې له موجوده ظرفیت څخه سمه ګټه پورته کړي.
۲۵. څرنګه، چې د جرګې غړيو په خپلو کمیتو کې په مختلفو برخو کې مشخص او تفصیلي وړانديزونه کړي، چې دولت لپاره په راتلونکې کې ګټور دي، دغه وړانديزونه دې د دې پرېکړه لیک د ضمېمې په توګه د جمهوري رياست عالي مقام ته واستول شي، چې د دغو وړانديزونو په اړه اړوند ادارو ته لازمې لارښونې وشي.
پر مقدمې سربېره دغه پرېکړه لیک ۲۵ بندونه لري، چې د ۱۳۹۹ لمريز کال د زمري پر ۱۹ د سولې مشورتي لويې جرګې د غړیو لخوا صادر شو.
د سولې مشورتي لویې جرګې غړي تمه لري، چې پرېکړه لیک به یې د سولې او مذاکراتو لپاره د لارې د نقشې په توګه ګام په ګام عملي کیږي.
تازه خبرونه
په هرات کې د سمنټو کارخونې د جوړولو چارې پیل شوې
د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان ويلي، د دې پروژې تړون له یوه کورني شرکت سره لاسلیک شو او ټاکل شوې، چې د دې کارخونې د جوړولو چارې په راتلونکو دوه کلونو کې بشپړې او وروسته د سمنټو د ډبرې استخراج او د سمنټو تولید پیل شي.
نن په هرات ولایت کې د اسلامي امارت د یو شمېر لوړپوړیو چارواکو په شتون کې د سمنټو د یوې لویې کارخونې د جوړولو چارې پیل شوې.
د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان ويلي، د دې پروژې تړون له یوه کورني شرکت سره لاسلیک شو او ټاکل شوې، چې د دې کارخونې د جوړولو چارې په راتلونکو دوه کلونو کې بشپړې او وروسته د سمنټو د ډبرې استخراج او د سمنټو تولید پیل شي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ قراردادي شرکت د دې پروژې د پلي کولو لپاره ۱۴۳ میلیون ډالره پانګونه کوي او د فعالیت له پیل وروسته به د کارخونې د تولید ورځنۍ وړتیا شاوخوا درې زره ټنو ته ورسېږي.
مسوولانو ويلي، د دې پروژې له فعالیت سره به شاوخوا پېنځه زره کسانو ته د کار زمینه برابره شي.
د پروژې د چارو د پیل په مراسمو کې د ریاستالوزراء اقتصادي او اداري مرستیالانو او د اسلامي امارت د کابینې یو شمېر وزیرانو هم ګډون کړی و.
د هرات د سمنټو پروژه د هېواد له لویو صنعتي پروژو څخه ګڼل کېږي، چې د دې ولایت خلک له کلونو راپدېخوا د هغې د استخراج او سمنټو د تولید د پیل پر تمه ول.
ویل کیږي، چې دا پروژه د هرات ښار لویدیځ ته شاوخوا ۳۰ کیلومټرۍ واټن کې د زندهجان ولسوالۍ په مربوطاتو کې موقعیت لري.
تازه خبرونه
په بلوڅستان کې د پاکستان ملاتړې ډلې له افغان پخوانیو امنیتي ځواکونو ګټه اخلي – راپور
دغه راپور، چې د اګست پر شپږمه خپور شوی؛ ادعا کوي، چې په بلوچستان کې «لشکر» نومې ډلې د پاکستان د امنیتي ادارو پر ملاتړ فعالیت کوي او د دغه هېواد له پوځ، سرحدي ځواکونو او استخباراتي ادارو سره یوځای په امنیتي او د پاڅونونو ضد عملیاتو کې ونډه لري.
د «پارسیا نیوز» د یوه څېړنیز راپور له مخې، د پاکستان امنیتي ادارې په بلوڅستان کې د حکومت د ملاتړ وړ وسلهوالې ډلې د خپلو امنیتي موخو د پرمخ وړلو او د بلوڅ وسلهوالو مخالفانو پر وړاندې د مبارزې لپاره کاروي او د افغانستان د پخوانیو امنیتي ځواکونو یو شمېر غړي هم په دغو ډلو کې جذب شوي دي.
دغه راپور، چې د اګست پر شپږمه خپور شوی؛ ادعا کوي، چې په بلوڅستان کې «لشکر» نومې ډلې د پاکستان د امنیتي ادارو پر ملاتړ فعالیت کوي او د دغه هېواد له پوځ، سرحدي ځواکونو او استخباراتي ادارو سره یوځای په امنیتي او د پاڅونونو ضد عملیاتو کې ونډه لري.
د دې څېړنې له مخې: دغه ډلې د نیابتي ځواکونو پر بڼه فعالیت کوي او پاکستان ته اجازه ورکوي؛ د امنیتي عملیاتو او پاڅونونو پر وړاندې د مبارزې یوه برخه د هغو وسلهوالو ډلو له لارې ترسره کړي، چې په رسمي ډول د دولت د جوړښت برخه نهدي.
«پارسیا نیوز» ادعا کړې: د افغانستان د پخوانیو امنیتي ځواکونو یو شمېر غړي، چې په ۲۰۲۱ز. کال کې د جمهوري حکومت له سقوط وروسته له افغانستان څخه ووتل؛ هم له دغو ډلو سره یوځای شوي دي.
د راپور له مخې، دغه کسان د پوځي روزنې، جګړهییزې تجربې او په سرحدي عملیاتو کې د بلدتیا له کبله د دغو شبکو لپاره ارزښتناک ځواک بلل کېږي.
په راپور کې راغلي، چې د افغان پخوانیو امنیتي ځواکونو کارول کولی شي د پاکستان ملاتړ وړ وسلهوالو ډلو ته دا زمینه برابره کړي، چې د دغه هېواد د امنیتي ځواکونو د شمېر له رسمي زیاتولو پرته، په خپلو عملیاتو کې له تجربهلرونکو کسانو ګټه واخلي.
دغه رسنۍ همدارنګه ادعا کړې، چې د پخوانیو افغان امنیتي ځواکونو د یوځای کېدا اصلي لامل مالي اړتیا او د ژوند د دوام لپاره د یوې لارې موندل دي؛ ځکه، چې دغه کسان د افغانستان پر وړاندې په جګړه کې له ګډون سره لېوالتیا نهلري.
تازه خبرونه
اووه خصوصي پوهنتونونه د یوه کال لپاره ځنډېدلي؛ د دوه نورو جوازونه لغوه شول
دغه وزارت ویلي، چې دا پرېکړه د ۱۴۰۵لمریز لېږدیز کال د پسرلني سمسټر پر مهال په ټول هېواد کې د خصوصي پوهنتونونو له ارزونې او څېړنې وروسته شوې ده.
-
تازه خبرونه4 days agoد افغانستان او ایرلینډ لومړۍ یوورځنۍ لوبه د باران له کبله لغوه شوه
-
سیمه ییز خبرونه1 day agoپه پاکستان کې د مالونو د سراسري لېږد درېدا؛ موټرچلوونکي اعتصاب کوي
-
ساینس او ټیکنالوژي3 days agoساینسپوهانو د لمر تر ټولو روښانه انځور ثبت کړ
-
لوبی5 days agoافغانستان له ایرلنډ سره په ۵۰آوریز لوبلړۍ کې د خپلې نړیوالې درجې د پیاوړتیا په لټه کې دی
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoکه امریکا بیا برید وکړي، د خلیج د انرژۍ تاسیسات به تر برید لاندې راشي – ایران
-
لوبی4 days agoد افغانستان کرکټ ملي لوبډله له ایرلینډ سره د بریالي پیل په لټه کې ده
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoد امریکا او ایران د جګړې د پای ته رسولو په هڅو کې پرمختګ شوی
-
تازه خبرونه3 days agoامریکا په افغانستان کې د داعش خراسان له ګواښه خبرداری ورکړ
