تازه خبرونه
حکومت د طالبانو پاتې ۴۰۰ ناندریز بندیان خوشې کوي
د سولې مشورتي لویې جرګې غړیو د یکشنبې پر ورځ د زمري ۱۹ د طالبانو د پاتې ۴۰۰ بندیانو خوشې کول تائید کړل.
ولسمشرغني د سولې مشورتي لویې جرګې په پای کې په ډاګه کړه، چې د پاتې ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشې کولو حکم به نن لاسلیک کړي.
ولسمشر غني طالبانو ته په خپلو خبرو کې په ډاګه کړه؛ انتخاب د طالبانودی. نن باید طالبان وښیي، چې د سرتاسري اوربنده نه وېریږي او د اوربند لپاره د لویې جرګې غوښتنه پلې کوي.
ولسمشر غني د حکومت د هغو بندیانو د خوشې کولو غږ هم پورته کړ، چې په دنده کې د بې پروایۍ له کبله نیول شوي وه.
د ملي پخلاینې عالی شورا مشر ویلي، چې جرګې خنډونه لیرې کړل؛ نور، نو د خبرو د پیل لپاره کوم خنډ نشته او مونږ د خبرو د پیل په درشل کې یو.
پخواني ولسمشر حامد کرزي ویلي: د ۴۰۰ طالب بندیانو له خوشې کیدو وروسته، چې هیله من یو ولسمشر یې پلی کوی او مرکچي پلاوی مو د معصوم ستانکزي په مشرۍ خبرې پیلوي. خبرې حوصله غواړي؛ وخت او تدبیر غواړي، چې اوس ټول چمتو شوي دي.
په کابل کې د سولې مشورتي لویې جرګې د ۳۴۰۰ استازیو په ګډون له درې ورځو خبرو او بحث وروسته خپل پېنځه ویشت ماده ییز پرېکړه لیک اعلان کړ، چې په کې د افغانستان دولت، وسلوالو طالبانو او نړیوالې ټولنې ته د ټینګار وړ سپارښتنې او وړاندیزونه شوي دي.
په پرېکړه لیک کې راغلي:
۱ . د مشورتي لويې جرګې غړي تلپاتې او با عزتې سولې ته د رسویدو په خاطر د سوولې له بهیر څخه، چې په هېواد کې د امنیت او ثبات لامل ګرځي؛ هرکلی او ملاتړ کوي.
۲. جرګه د سولې مذاکراتو د پیل په وړاندې د شته خنډونو د لیرې کولو، د وينوله تويدلو څخه د مخنیوي او همداراز د وګړیو د مصلحت او خیر لپاره، د طالبانو ۴۰۰ بنديانو د خوشي کیدو نظر تائیدوي.
۳. که د بنديانو په منځ کې بهرني اتباع وي، د بهرني بنديانو له هېوادونو څخه له معتبرو ضمانتونو وروسته خپلو اړوند هېوادونو ته وسپارل شي.
۴. بايد ډاډ ترلاسه شي، چې د دغو بنديانو له خوشي کېدو سره سم؛ مستقیم مذاکرات له کومې پلمې پرته ژر تر ژره پیل کېږي.
۵. جرګه په جدي توګه په هېواد کې د دوامداره او فوري اوربند د ټینګښت غوښتونکې ده او له نړيوالې ټولنې په ځانګړې توګه د امريکا متحده ايالتونو څخه غواړي، چې د افغانستان له خلکو سره پر خپلو کړيو ژمنو عمل وکړي.
۶. د افغانستان ملت او د افغانستان اسلامي جمهوري دولت ته دې ډاډ ورکړ شي، چې له بند څخه خوشي شوي بنديان بیا ځل د جنګ ډګر ته نه ستنیږي او د دوی کړنې دې وڅارل شي.
۷. دې ته په پاملرنه د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د طالب بنديان خوشي کولو لپاره اقدام کوي، جرګه له طالبانو څخه غواړي، چې د دولت د ټولو ملکي او نظامي بنديانو په وړاندې خپل مکلفیت ادا او بنديان دې ژر تر ژره خوشي کړي.
۸. د غوښتنې په صورت کې د هغو کسانو حق العبدی دې خوندي وي، چې د خوشي شويو طالبانو لخوا متضرره شوي دي.
۹. مونږ له نړيوالې ټولنې څخه غواړو د هغو هېوادونو له لاسوهنوڅخه، چې د هېواد په بې ثباتۍ کې په مستقیمه او يا غیر مستقیمه توګه ښکېل دي او يا له تروريستي ډلو څخه ملاتړ کوي، مخنیوی وکړي.
۱۰. په داسې حال کې، چې د سولې هلې ځلې دوام لري؛ د دې جرګې غړي د افغانستان اسلامي جمهوري دولت او له طالبانو څخه غواړي، چې وسلوال تاوتريخوالی ودروي او ټول اختلافات دې د خبرو اترو له لارې حل او فصل کړي. د افغانستان ملت به د هغه لوري په وړاندې، چې د تاوتريخوالې پر روان ساتلو ټینګار کوي؛ پرېکنده پرېکړه کوي.
۱۱. د سولې په بهیر کې بايد اسلامي ارزښتونه، د عالمانو رول، د دولت اساسي بنسټونه، ولسواکي او په تېرو دوه لسیزو کې د افغانستان د خلکو لاسته راوړنې خوندي او پیاوړې شي.
۱۲. د سولې په مذاکراتو کې د ولسواکۍ او جمهوريت اصول او د اتباعو اساسي حقونه، په ځانګړي توګه د قومي، ديني او مذهبی لږکیو سیاسي موقعیت او حقونه، چې د اساسي قانون په دوم فصل او د دې قانون په نورو مواردو کې تسجیل شوي، تر پښو لاندې نشي.
۱۳. د سولې مشورتي لويې جرګې غړي ټینګار کوي، چې په هېواد کې ښځي د وګړیو د نیمې برخې په توګه له خپل حقوقي او سیاسي دریځه برخمنې وي او د سولې بهیر په ټولو پړاوونو کې رغنده رول او ونډه ولري.
۱۴. د مشورتي لويې جرګې غړي په دې عقیده دي، چې اساسي قانون يوه ملي وثیقه ده او بايد خوندي شي؛ خو د اړتیا په صورت کې اساسي قانون د همدې قانون د تعديل د میکانیزم پر بنسټ د تعديل وړ دی.
۱۵. د لويې جرګې غړي وړانديز کوي، چې د ملي پخلاینې عالي شورا په جوړښت کې د ملي مشارکت اصول رعايت او د دې شورا په ترکیب کې ملي شخصویتونه، سیاسي رهبران، ديني عالمان، قومي مشران، ښځې، ځوانان، مدني ټولنې او نور قشرونه شامل شي. د سولې بهیر د ولسي کولو په موخه د دې بهیر فعالیتونه دې د ولايتونو په کچه وغزول شي.
۱۶. جرګه د سولې بهیر پر روڼتیا ټینګار کوي او تمه لري، چې د ملي پخلاینې عالي شورا او خبرې کوونکی پلاوی د افغانستان خلکو ته د دې بهیر په اړه پر وخت معلومات وړاندې کړي.
۱۷. د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونه، چې د هېواد د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د ساتونکیو په توګه پېژندل کیږي بايد نور هم پیاوړي او ترې ډېر ملاتړ وشي. په ورته وخت کې دې د امنیتي ادارو د شهیدانو ورثه او د تروريستي پېښو قربانیانیو ته رسیدته وشي.
۱۸. جرګه ټینګار کوي؛ له طالبانو سره د مذاکراتو په لړ کې دې پر روښانه میکانیزمونو، چې د اجتماعي نظم، د تاسیساتو او بېخبناوو د امنیت او ثبات باعث ګرځي؛ همغږي رامنځته شي، چې د خلکو اندېښنې له منځه ولاړې شي.
۱۹. د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو ته، چې د افغانستان د ملت وياړ دي، د درناوي په موخه دولت ته وړانديز کوو ترڅو دولت دې پرته د وطن سره د خیانت په جرم د هغو امنیتي او دفاعي منسوبینو د حبس پاتې موده وبښي، چې د جمهوري رياست د عالي مقام په صلاحیت کې وي. سربیره پر دې هغه کسان، چې له طالبانو سره د اړيکو د اتهام په جرم محکوم شوي د بښنې په فرمان کې شامل شي.
۲۰. د افغانستان اسلامي جمهوري دولت موظف دی، چې د ملي منافعو په رڼا کې ځانګړې لارښوونې وړاندې او د مذاکره کوونکي پلوي د پیاوړتیا او ښه والي لپاره لازم اقدامات ترسره کړي. د سولې د بهیر په ټولو پړاوونو کې دې د ښځو حضور تقويه شي.
۲۱. جرګه ټینګار کوي، چې د افغانستان اسلامي جمهوريت او طالبانو تر منځ دې د مذاکراتو لپاره لازم شرایط په هېواد کې دننه برابر شي؛ ځکه، چې دواړه لوري افغانان دي، کنه پرته له دې دې مذاکرات په درېيم بې پرې هېواد کې ترسره شوي. مذاکرات بايد مستمر او دوامداره وي او په هیڅ دلیل دې د دغې لړۍ مخه نه نیول کېږي.
۲۲. د جرګې غړي د نړيوالې ټولنې او بیا په ځانګړي توګه د امريکا له مرستو او ملاتړه مننه کوي. په عین وخت کې د جرګې غړي له هېوادونو او نړیوالو بنسټونو څخه غوښتنه کوي، چې پخپلو ژمنو عمل وکړي او خپل ملاتړ او مرستو ته د مذاکراتو په بهیر کې او د سولې له تړون څخه وروسته روانې وساتي.
۲۳. له اسلامي هېوادونو او د اسلامي همکاريو له سازمان، په ځانګړې توګه د افغانستان له ګاونډ هېوادونو څخه هیله لرو، چې د افغانستان له خلکو سره د تلپاتې سولې او ثبات په ټینګښت کې مرسته وکړي او خپله اسلامي وجیبه د افغانستان د مجاهد ملت د بې سارو قربانیو په وړاندې تر سره کړي.
۲۴. د مشورتي لويې جرګې غړي د سولې په بهیر کې د اړينو مشورو او همکاريو د وړاندې کولو لپاره بشپړ چمتوالی لري او دولت بايد د سولې د بحثونو د دوام لپاره، چې لومړيتوب لري د سولې د مشورتي لويې جرګې له موجوده ظرفیت څخه سمه ګټه پورته کړي.
۲۵. څرنګه، چې د جرګې غړيو په خپلو کمیتو کې په مختلفو برخو کې مشخص او تفصیلي وړانديزونه کړي، چې دولت لپاره په راتلونکې کې ګټور دي، دغه وړانديزونه دې د دې پرېکړه لیک د ضمېمې په توګه د جمهوري رياست عالي مقام ته واستول شي، چې د دغو وړانديزونو په اړه اړوند ادارو ته لازمې لارښونې وشي.
پر مقدمې سربېره دغه پرېکړه لیک ۲۵ بندونه لري، چې د ۱۳۹۹ لمريز کال د زمري پر ۱۹ د سولې مشورتي لويې جرګې د غړیو لخوا صادر شو.
د سولې مشورتي لویې جرګې غړي تمه لري، چې پرېکړه لیک به یې د سولې او مذاکراتو لپاره د لارې د نقشې په توګه ګام په ګام عملي کیږي.
تازه خبرونه
په کونړ کې د پاکستان د توغندیزو بریدونو له کبله ۱۰ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې
د کونړ ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو آمر ضیاءالرحمن سپینغر ویلي، چې په ناړې ولسوالۍ کې یو کس شهید شوی او شپږ نور ټپیان دي.
نوموړي زیاته کړې؛ په سرکاڼو ولسوالۍ کې هم یو کس شهید شوی او دوه نور ټپیان دي.
د کونړ ولایت سیمهییزو چارواکو ويلي، چې د پاکستان پوځي رژیم له تېرو ۲۴ ساعتونو راپدېخوا د دې ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د ملکي وګړو پر کورونو ۸۵ توغندي توغولي، چې له کبله یې دوه ملکي وګړي شهیدان او اته نور ټپیان شوي دي.
د کونړ ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو آمر ضیاءالرحمن سپینغر ویلي، چې په ناړې ولسوالۍ کې یو کس شهید شوی او شپږ نور ټپیان دي.
نوموړي زیاته کړې؛ په سرکاڼو ولسوالۍ کې هم یو کس شهید شوی او دوه نور ټپیان دي.
دغه راز په شلتن، مروره، اسد آباد ښار شاوخوا او نورو سیمو کې لسګونه نور توغندي هم لګیدلي؛ خو د سپین غر د څرګندونو له مخې، خلکو ته په کې ځاني زیان نهدی اوښتی.
سیمهییزو چارواکو د افغان ځواکونو لهخوا د غچ اخیستونکو بریدونو راپور هم ورکړی، چې په پایله کې یې د پاکستان د پوځي رژیم درې پوستې ویجاړې او یو پاکستانی عسکر وژل شوی دی.
تازه خبرونه
اروپايي ټولنې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کړکېچ د کمېدا غوښتنه وکړه
اروپايي ټولنې په یوه خبرپاڼه کې له ټولو خواوو وغوښتل، چې د تاوتریخوالي له زیاتېدا ډډه وکړي، د ملکي وګړو ساتنه یقیني کړي او ځمکنۍ بشپړتیا وساتي.
اروپایي ټولنې او د هغې غړو هېوادونو د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمیشنرۍ د پېنځهنویمې دایمي کمیټې په غونډه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالي د سمدستي کمولو غوښتنه کړې او د خبرو اترو او د نړیوالو قوانینو د درناوي پر اړتیا یې ټینګار وکړ.
اروپايي ټولنې په یوه خبرپاڼه کې له ټولو خواوو وغوښتل، چې د تاوتریخوالي له زیاتېدا ډډه وکړي، د ملکي وګړو ساتنه یقیني کړي او ځمکنۍ بشپړتیا وساتي.
دغه راز ټینګار کوي، چې د افغانستان خاوره باید د نورو هېوادونو د ګواښلو یا برید لپاره ونهکارول شي او د افغانستان له اسلامي امارت څخه یې وغوښتل، چې د هېواد دننه د فعالو وسلوالو ډلو پر وړاندې اغېزمنې هڅې وکړي.
اروپايي ټولنې د افغانستان د بشري وضعیت په اړه هم اندېښنه څرګنده کړې او په نړیوالو بنسټونو کې یې د ښځو کاري محدودیتونه هم روښانه کړل.
دغه راز په تېرو دوه کلونو کې بله راپورته شوې مسله له ایران او پاکستان څخه د څه نا څه څلور میلیون افغانانو راستنېدا ده، چې د افغانستان پر نازک اقتصاد او عامه خدماتو یې اضافي فشار راوړی دی.
ویل کیږي ، چې اروپايي ټولنې د جبري ایستنې په اړه هم خپله اندېښنه څرګنده کړې او د پناه غوښتنې حق او د نه شړلو اصل ته د درناوي پر اړتیا یې ټینګار وکړ.
تازه خبرونه
د افغانستان او پاکستان دیني عالمانو تر لوی اختر پورې د اوربند غځولو غوښتنه وکړه
د پاکستان حکومت اعلان کړی و، چې د ځینو سیمهییزو هېوادونو پر غوښتنه او د کوچني اختر په مناسبت به د مارچ د ۱۸ او ۱۹ له نیمې شپې څخه د مارچ د ۲۳ او ۲۴ تر نیمې شپې پورې اوربند کوي.
د افغانستان او پاکستان د دیني عالمانو یوې ډلې د دواړو هېوادونو له چارواکو وغوښتل، چې لنډمهاله اوربند، چې د کوچني اختر لپاره اعلان شوی و؛ تر لوی اختر پورې وغځوي.
د پاکستان حکومت اعلان کړی و، چې د ځینو سیمهییزو هېوادونو پر غوښتنه او د کوچني اختر په مناسبت به د مارچ د ۱۸ او ۱۹ له نیمې شپې څخه د مارچ د ۲۳ او ۲۴ تر نیمې شپې پورې اوربند کوي.
د ډان ورځپاڼې د څرګندونو له مخې؛ د پاکستان ۱۱ دیني عالمانو او د افغانستان ۱۱ دیني عالمانو په یوه ګډه خبرپاڼه کې ټینګار کړی، چې له دې نوښت څخه یې موخه د اسلامآباد او کابل ترمنځ د کړکېچ لپاره د دوامدارې او باعزته حل لارې پرمخ وړل دي.
دغو عالمانو له پاکستاني او افغان چارواکو وغوښتل؛ اوربند دې وغځوي، چې حاجیان په سولهییز چاپېریال کې حج او عبادات تر سره کړي.
دوی زیاته کړې، چې دا “د سولې نوښت” د اوربند له غوښتنې ورهاخوا د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوږدمهاله مسلو د حل لپاره پراخې ډیپلوماټیکې او ټولنیزې هڅې رانغاړي.
عالمانو هیله څرګنده کړې، چې د دوی هڅې به د ښکېلو خواوو لپاره د منلو وړ حل لارې ته لار اواره کړي او د تلپاتې ثبات او سیمهییزې سولې لپاره به د بنسټ په ایښودلو کې مرسته وکړي.
-
تازه خبرونه1 day agoبرلین د اسلامي امارت استازی د افغان سفارت د چارسمبالي په توګه نه پېژني
-
تازه خبرونه2 days agoپاکستان له افغانستان سره په روان جنګ کې د روسیې د منځګړیتوب غوښتنه وکړه
-
تازه خبرونه3 days agoد اسلامي امارت یوه غړي په برلین کې د افغانستان سفارت چارسمبالي پر غاړه اخیستې
-
نړۍ2 days agoکیم جونګ اون یو ځل بیا د شمالي کوریا د دولتي چارو رییس وټاکل شو
-
تازه خبرونه2 days agoنړۍ دې د افغانستان او پاکستان د پراخې جګړې مخه ونیسي – فایننشل ټایمز
-
تازه خبرونه1 day agoد اطلاعاتو او کلتور وزارت د شهباز شریف ادعا «لوی شرم» وباله
-
تازه خبرونه3 days agoد پاکستان پوځي رژیم یو ځل بیا اوربند مات کړ
-
نړۍ1 day agoپه کولمبیا کې د پوځي الوتکې غورځېدا له کبله ۶۶ کسان مړه شوي او ۴ نور ورک دي
