Connect with us

تازه خبرونه

حکومت د نوي مالي کال د بودجې منل پر ولسي جرګې تحمیلوي – د ولسي جرګې غړي

خپور شوی

د

د ولسي جرګې یوشمېر غړيو نن ( چارشنبه د مرغومي ۲۴) حرګنده کړې؛ حکومت هڅه کوي، چې احتیاطي کودونو ته د میلیاردونو افغانیو پر بېلولو اړوند بودجه پر جرګې تحمیل او په دې توګه حکومت غواړي د جرګې صلاحیت هم خپل کړي.

د ۱۴۰۰ لمریز مالي کال بودجه څه موده مخکې ولسي جرګې د نیمګړتیاوو او په بودجه کې د فساد لپاره د پرانیستو لارو د بندولو لپاره رد کړه.

د مالیې وزارت په بودجه کې د یو لړ سمونونو راوستل او د چارشنبې پر ورځ یې ولسي جرګې ته ولیږله.

د ولسي جرګې د تقنین کمیسیون مشر نذیراحمد حنفي ویلي؛ ولسي جرګه باید له خپلو ځانګړیو صلاحیتونو ساتنه وکړي. حکومت غواړي احتیاطي کودونو ته بېلې شوې میلیاردونه افغانۍ، چې دوی یې د لګولو پر څرنګوالي نه پوهیږي؛ ره پټو سترګو تصویب کړي.

د ولسي جرګې د ښځو چارو کمیسیون مشره ناهید فرید وایي، چې ښاغلی غني! بودجه د ملت مال دی او حق نلرئ پروژې له ملي بودجې حذف کړئ او په ۹۱ کود کې میلیاردونه افغانۍ پر مقاماتو ولګوئ.     

دغه راز ولسي جرګه د دولتي ټيټ پوړیو کارمندانو د معاشونو توازن هم شرط ګڼي او وايي، چې د ۱۴۰۰ لمریز کال په مالي بودجه کې باید دا موضوع حل شي.

د ولسي جرګې غړی حمید الله حنیف وایي؛ د معاشونو ډېرول مونږ تصویب کړي او دا بحث د افغانستان خلکو ته  له ټولو پروژو اړینه ده او باید دې موضوع ته لومړیتوب ورکړ شي.       

د ولسي جرګې مشرمیر رحمان رحماني هم وايي، چې د دولتي کارمندانو، ښوونکیو او سرتېرو په معاشونو کې توازن یې سره کرښه ده او که په بودجه کې متوازنې پرمختیا ته پام ونشي؛ دوی یې نه تصویبوي.

د مالیې وزارت ويلي، چې ولسي جرګه یوازې د بودجې د رد او یا تائید واک لري نه د مالي طرحې د جوړولو او عملي کولو واک.

د مالیې وزارت ویاند شمروزخان مسجدي وایي: پارلمان د قانون له مخې نشي کولی مالي طرحې جوړې او هغه تصویب کړي. د بودجې دوه یمه مسوده له نویو بدلونونو سره، چې کابینې تائید کړې؛ ولسي جرګې ته استول شوې ده.  

ولسي جرګه وايي؛ د قانون له مخې دوی واک لري، چې په بودجه کې تعدیل راولي او یا یې د کمولو او یا زیاتولو وړاندیز وکړي.

دا ناندرې په داسې حال کې راپورته شوي، چې د دوی د څرګندونو له مخې حکومت له احتیاطي کودونو څخه میلیاردونه افغانۍ لګولي دي.

تازه خبرونه

ګوترش اقلیمي بدلونونه د بشریت د بقا لپاره جدي ګواښ وباله

ټاکل شوې، چې دا غونډه به د لړم تر نهه‌ویشتمې / د نومبر تر شلمې روانه وي.

Published

on

د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلونونو یودېرشمه غونډه (COP31) د دوشنبې پر ورځ( د لړماته‌لسمه / د نومبر نهمه) د ترکیې په انتالیا ښار کې د بېلابېلو هېوادونو د لوړپوړیو دولتي چارواکو، پوهانو، څېړونکو، سوداګرو او مدني ټولنو د استازو پر ګډون پیل شوه.

ټاکل شوې، چې دا غونډه به د لړم تر نهه‌ویشتمې / د نومبر تر شلمې روانه وي.

د دې غونډې اصلي موخه د نړیوالې همکارۍ پیاوړتیا، د ګډ مسوولیت منلو ته هڅونه او د اقلیمي بدلونونو په اړه د هېوادونو ژمنې پر عملي او د اندازه کولو وړ اقداماتو بدلول بلل شوي دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرش اقلیمي بدلونونه د بشریت د بقا لپاره جدي ګواښ بللی او د دې کړکېچ پر وړاندې یې د بېړنیو اقداماتو او د هېوادونو د ګډې همکارۍ غوښتنه کړې ده.

ګوټرش ټینګار کړی، چې نړۍ نور د انتظار کولو وس نه‌لري او نه‌شي کولی د بې‌پایه بحثونو او پر نورو د مسوولیت اچولو له لارې د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې مبارزه وځنډوي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې، د دې نړیوال ګواښ پر وړاندې په مبارزه کې باید د انسانانو د ژوند ساتنه لومړیتوب ولري.

دغه راز د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي، چې انقره غواړي د اقلیمي بدلونونو یودېرشمه غونډه یوازې تر سیاسي اعلامیو محدوده نه‌وي، بلکې په دې برخه کې نیول شوې پرېکړې پر عملي اقداماتو بدلې شي.

اردوغان زیاته کړې، چې د دې غونډې په چوکاټ کې څه باندې ۶۰۰ پروګرامونه او غونډې په پام کې نیول شوي دي، چې د پاکې انرژۍ، د کثافاتو مدیریت، د اقلیمي چارو د مالي ملاتړ او د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د مقاومت لرونکو ښارونو د جوړولو په برخو کې به حل‌لارې وړاندې شي.

د ترکیې ولسمشر ټینګار کړی، چې د دې غونډې د بریا اصلي معیار به د ژمنو او پرېکړو عملي کول وي، نه یوازې د سیاسي اعلامیو خپرول.

دا غونډه داسې مهال ترسره کېږي، چې نړۍ د اقلیمي بدلونونو له زیاتېدونکو اغېزو سره مخ ده، چې اوږدمهاله وچکالي، ویجاړوونکي سېلابونه، د تودوخې لوړېدل او غیرمعمولي اورښتونه یې بېلګې دي.

افغانستان هم سره له دې، چې د نړۍ د شنوخونو ګازونو په تولید کې لږه ونډه لري؛ د اقلیمي بدلونونو د اغېزو پر وړاندې له زیان‌منونکو هېوادونو څخه شمېرل کېږي.

د افغانستان پلاوي ته هم په دې غونډه کې د ګډون بلنه ورکړ شوې ده.

د اقلیمي بدلونونو په یودېرشمه غونډه کې ګډون به افغانستان او نورو زیان‌منونکو هېوادونو ته فرصت برابر کړي، چې خپلې اقلیمي ستونزې مطرح او د نړیوالې ټولنې د ډېرو همکاریو او ملاتړ غوښتنه وکړي.

د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلونونو لومړنۍ غونډه په ۱۹۹۵ز.کال کې د جرمني د برلین ښار پر کوربه‌توب جوړه شوې وه او له هغه وخت راپدېخوا دا غونډې د اقلیمي تګلارو او چاپېریال ساتنې په اړه د نړیوالو پرېکړو له مهمو ناستو څخه ګرځېدلې دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې پاکې او ارزانه انرژۍ ته د افغانستان د لاسرسي هڅې وستایلې

رباب فاطمې دغه څرګندونې د« ۲۰۲۶افغانستان د انرژۍ اوونۍ» نندارتون له غرفو څخه د لیدنې پر مهال کړې دي. دغه نندارتون د «انرژۍ له لارې پراختیا» تر شعار لاندې جوړ شوی دی.

Published

on

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي( یوناما) مشره رباب فاطمه د پاکې، دوامدارې او ارزانه انرژۍ ته د لاسرسي د پراختیا په برخه کې د افغانستان هڅې ستایلي او په دې برخه کې یې د کورنیو سوداګرو، تولیدوونکو او نړیوالو همکارانو پر ونډې ټینګار کړی دی.

رباب فاطمې دغه څرګندونې د« ۲۰۲۶افغانستان د انرژۍ اوونۍ» نندارتون له غرفو څخه د لیدنې پر مهال کړې دي. دغه نندارتون د «انرژۍ له لارې پراختیا» تر شعار لاندې جوړ شوی دی.

هغې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې، د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام( یو ان ډي پي) او د ملګرو ملتونو نورو اړوند ادارو له هڅو ستاینه کړې، چې د پانګه‌والو، دولتي ادارو، مالي بنسټونو او پراختیايي همکارانو د راټولېدا زمینه یې برابره کړې ده.

د هغې د څرګندونو له مخې، دغه نندارتون د افغانستان د انرژۍ د برخې د پراختیا لپاره د عملي لارو چارو د ارزونې ښه فرصت برابر کړی دی.

رباب فاطمې په پاکه او ارزانه انرژۍ کې د افغان ښځینه سوداګرو له ګډون څخه هم هرکلی کړی او د لمریزو برښنایي تختو او زرغونو ټکنالوژیو د وېش، تولید او جوړولو په برخو کې یې د فعالو بنسټونو پراخ حضور هیله‌بښونکی بللی دی.

هغې بامیان او جلال‌آباد ته خپلو وروستیو سفرونو ته په نغوته کړې او څرګندوي؛ د لمریزې برښنا داسې هیله‌بښونکې پروژې یې لیدلې، چې د دولتي ادارو او د ملګرو ملتونو د اړوند بنسټونو له‌خوا د روغتیايي پروګرامونو، بازارونو او کرنې د ملاتړ لپاره کارول کیږي.

نوموړې د دغو نوښتونو پر پراختیا ټینګار کړی او وایي، چې د دې غونډې یو مهم هدف په افغانستان کې د بریالیو انرژۍ پروژو د پراختیا لپاره د لارو چارو موندل دي.

د یوناما مشرې ډاډ څرګند کړی، چې د افغانستان د انرژۍ اوونۍ به د خپل ډول وروستۍ غونډه نه‌وي او د پاکې او دوامدارې انرژۍ په برخه کې د افغانستان د موخو د ترلاسه کولو لپاره دوامداره همکاري بنسټیز ارزښت لري.

Continue Reading

تازه خبرونه

د اسلامي همکاریو ټولنې او یونیسف چارواکو افغانانو ته د بشري همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې

په کابل کې د اسلامي همکاریو ټولنې د استازولۍ دفتر د خبرپاڼې له مخې، دا لیدنه د ۲۰۲۶ز.کال د نومبر پر اتمه( یک‌شنبه) په کابل کې د دې ټولنې په دفتر کې ترسره شوې ده.

Published

on

په کابل کې د اسلامي همکاریو ټولنې د استازولۍ مشر محمد سعید العیاش په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق( یونیسف) له استازي تاج‌الدین اویواله سره لیدلي او د بشري او پرمختیايي همکاریو پر پراختیا یې خبرې کړې دي.

په کابل کې د اسلامي همکاریو ټولنې د استازولۍ دفتر د خبرپاڼې له مخې، دا لیدنه د ۲۰۲۶ز.کال د نومبر پر اتمه( یک‌شنبه) په کابل کې د دې ټولنې په دفتر کې ترسره شوې ده.

په دې لیدنه کې دواړو لوریو د ګډو ګټو پر موضوعاتو د نظرونو تبادله کړې او په بېلابېلو برخو کې یې د همکاریو فرصتونه ارزولي دي.

همداراز، په دې خبرو کې د افغانستان د بشري اړتیاوو او پرمختیايي لومړیتوبونو ته د رسېدنې لپاره د اسلامي همکاریو ټولنې او یونیسف ترمنځ د اړیکو پر دوام او د همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار شوی دی.

دا لیدنه داسې مهال ترسره شوې، چې په افغانستان کې د بشري او پرمختیايي چارو په برخه کې د نړیوالو بنسټونو همکاري اوس هم یوه اړینه موضوع ده.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!