تازه خبرونه

حکومت د کابل د لویدیځې څنډې ښاري ناامنیو ته پام نکوي – د شیعه عالمانو شورا

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۷, ۱۴۰۰)

د افغانستان د شیعه عالمانو شورا نن (پنجشنبه د غبرګولي ۶) په یوه ګډه ناسته کې حکومت د کابل ښار د لویدیځې څنډې په ناامنیو کې پر بې پروایۍ او بې تفاوتۍ تورن کړ.

دوی ټینګار کوي، چې حکومت باید د کابل په لویدیځ کې د امنیت خوندي کولو لپاره پراخ او هراړخیز ګامونه پورته او د سید الشهدا پر ښوونځي د برید د څرنګوالي په اړه څېړنې او څرګندونې بشپړې کړي، چې د برید تر شا د چا لاس دی.

شاوخوا درې اوونۍ مخکې د کابل په دشت برچي سیمه کې د سید الشهدا ښوونځي ته نږدې درې چاودنې وشوې، چې له کبله یې ۸۵ زدکوونکې ووژل شوې او په لسګونه نور ټپیان دي؛ خو تر دې دمه روښانه نشوه، چې دغه پېښه څنګه رامنځته شوه؟!

دغه راز په پېښه کې د شکریې ورکیدل پر زدکوونکیو برید نور هم پېچلې کوي.

د شکريې پلار عبدالله وايي، چې له پېښې څخه ۱۹ ورځې وروسته هم د هغې د مرګ او ژوند په اړه کوم خبر نلري.

هغه وایي: د حوزې، کورنیو چارو وزارت او هرچېرې، چې ځم؛ څوک یې په اړه ځواب نه راکوي.

د افغانستان د شیعه عالمانو شورا ټینګار کړی، چې حکومت باید د لویدیځ کابل د امنیت لپاره پلان جوړ کړي، په ځانګړي توګه د سید الشهدا پر ښوونځي د برید د څرنګوالي په اړه څېړنې وکړي او خلکو ته په دې اړه بشپړ ډاډ ورکړي.

ولسمشر د دوه یم مرستیال دفتر ویلي، چې سرور دانش  کابل د لویدیځې څنډې له خلکو سره په سلا مشوره اخته دی، چې یو امنیتی پلان چمتو او د ولسمشرۍ ریاست ته یې وسپاري.

Trending

Exit mobile version