1393ټاكنې

حکومت له ټاکنیزو اصلاحاتو څخه ویریږي

Published

on

(Last Updated On: )

د افغانستان د ټاکنو څارونکي بنسټونه وايي چې حکومت له ټاکنیزو اصلاحاتو څخه ویریږي.

دوی وايي چې حکومت د اصلاحاتو څخه ناسم درک لري او نه غواړي چې اصلاحات راولي.

له بلې خوا یوې سرچینې اریانانیوز ته ویلي چې ولسمشر د کمیسیون دغړیو یو احتمالي لیست اجرايي رییس ته استولی، خو اجرايي ریاست تر اوسه په دې هکله څه نه دي ويلي.

جانداد سپین غر-د ټاکنو د تحکیم لپاره د مدني بنسټونو د شبکې یا اکسین رييس:

څرنګه چې لیدل کیږي، له بده مرغه له دواړو ټیمونو سره په ټاکنیز نظام کې د سمونونو له امله ویره موجوده ده؛ هغه دا چې ګواکي داسې نه شي چې اصلاحات د یوه او یا هم بل ټیم په ګټه او د بل په زیان تمام شي.

د ولسي جرګې یو شمیر غړي وايي که حکومت د ټاکنیزو اصلاحاتو کمیسیون جوړ نه کړي، له یوې خوا به د نړیوالو ټولنې مرستې له لاسه ورکړي او له بلې خوا په حکومت د خلکو باور صفر شي.

شیرولي وردګد ولسي جرګې غړی:

“له بده مرغه د دوی داخلي ستونزې دښمن ته لاره هواروي؛ هغه دا چې نه یوازې دا چې ټاکنې به ترسره نه شي، بلکې د افغانستان له پاره یو ستر ګواښ دی.

یوسف رشید – د افغانستان د شفافو او عادلانه ټاکنو د بنسټ اجرايي رييس:

نښې نښانې دا څرګندوي چې حکومت د هرې ورځې په تېرېدو، په ټاکنیزو بنسټونو کې د اصلاحاتو له عملي بحثونو څخه واټن اخلي. په تېرو نهو میاشتو کې ټولې ژمني تکراري وې، هغه دا چې دا کمیسیون به په کار پیل وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې ملګرو ملتونو افغان چارواکو ته ویلي چې د ټاکنیزو اصلاحاتو پرته به نړیواله ټولنه د ټاکنو له بهیر سره مرسته ونه کړي.

د ملي یوالي حکومت د رامنځته کیدو یو اصل دا و چې د ټاکنو نظام به اصلاح کیږي.

که څه هم دواړو رهبرانو په لومړي سر کې د ټاکنیز نظام د اصلاح ژمنه کوله؛ خو دا ژمنه تر اوسه نده عملي شوې.

خبریاله: فرحناز فروتن

Trending

Exit mobile version