تازه خبرونه
حکومت له کوچنیو تشبثاتو څخه د ملاتړ لپاره له ۱۰ نا دولتي بنسټونو سره هوکړه لیکونه لاسلیک کړل
د صنایعو او سوداګرۍ وزارت د کوچنیو او متوسطو تشبثاتو د ملاتړ او پراختیا لپاره له ۱۰ غیر دولتي موسسو سره په بېلابېلو برخو کې د همکارۍ هوکړه لیکونه لاسلیک کړل.
د صنایعو او سوداګرۍ وزارت مسوولینو ويلي، چې له دې کاره يي موخه په هېواد کې د کوچنیو اومنځنیو تشبثاتو د ملاتړاو پراختیا لپاره د زمیني برابرول دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت زیاته کړې؛ دا بنسټونه به د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کوچنیو او منځنیو تشبثاتو، لاسي صنایعو، د میرمنو د اقتصادي توانمندۍ په برخو کې فعالیتو نه ترسره کړي.
د صنایعو او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام اخوندزاده وایي؛ د دې لس بنسټونو سره د هوکړو موخه په هېواد کې د کوچنیو او منځنیو تشبثاتو ملاتړ دی او مونږ باوري یوو، چې د ولایتونو پر کچه به د کوچنیو تشبثاتو د روزنې ترڅنګ د هېواد په اقتصادي پراختیا کې هم مهم رول تر سره کړي.
د خصوصي سکتورغړي هم د صنایعو اوسوداګرۍ وزارت له دې اقدام هرکلی کوې او وایي، چې کوچني او منځني تشبثات د هېواد په اقتصاد کې مهم رول لري او باید په دې برخه کې حکومت او نړیوال بنسټونه ډېره پاملرنه وکړي.
د افغانستان د صنعتکارانو ټولنې رییس عبدالجبار ساپی وایي: کو چني تشبثات د یوه هېواد د اقتصادي او کسب په رامنځته کولو کې مهم رول لري او د دې تشبثاتو پراختیا کولی شي په هېواد کې د بېکارۍ کچه راټیټه کړي.
د اقتصادي چارو کار پوهانو ويلي، چې که اسلامي امارت په منځنیو او کوچنیو تشبثاتو تمرکز زیات کړي له دې سره به هېواد په اقتصادي حرکت کې مثبت بدلون رامنځته کیدو ترڅنګ په زرګونه هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شي.
د اقتصادي چارو شنونکی شبیر احمد بشیري وایي: د کوچنیو او منځنیو تشبثاتو ملاتړ او پراختیا د هېوادونو په اقتصادي پراختیا کې اړین رول لري او دا دوه برخې پر پراخه کچه کار هم رامنځته کوي.
ویل کیږي، چې په ټول هېواد کې له کوچنیو او منځنیو تشبثاتو څخه خپل ملاتړ نور هم پراخ کړي؛ ځکه، چې له دې سره خلکو ته د کار بشپړه زمینه برابره شي.
تازه خبرونه
په کندهار کې د جهادي آثارو د ساتنې موزیم پرانیستل شو
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د جهادي آثارو د ساتنې عمومي رییس محمد طاهر احمد، د جهادي آثارو او سندونو د ثبت رییس احمدالله سعید خوستي او ورسره مل پلاوي کندهار ته د سفر پر مهال د دې موزیم د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.
د کندهار په اطلاعاتو او کلتور ریاست کې د جهادي آثارو د ساتنې موزیم د رسمې مراسمو پر مهال ً پرانیستل شو.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د جهادي آثارو د ساتنې عمومي رییس محمد طاهر احمد، د جهادي آثارو او سندونو د ثبت رییس احمدالله سعید خوستي او ورسره مل پلاوي کندهار ته د سفر پر مهال د دې موزیم د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.
په دغو مراسمو کې د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رییس انعامالله سمنګاني او د امارتي ادارو یو شمېر رییسانو هم ګډون کړی و.
د کندهار د جهادي آثارو د ساتنې مسوول ویلي، تر اوسه له بېلابېلو ځایونو څخه له سلو ډېر جهادي آثار راټول شوي دي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په موزیم کې د انګلیسي، روسي او امریکايي ځواکونو لهخوا د تېر شل کلن اشغال پر مهال پرېښودل شوې او غنیمت شوې وسلې او د بېلابېلو شهیدانو پاتې آثار ساتل کیږي.
هغه زیاته کړې، چې د موزیم د بډاینې لپاره د جهادي ٍثارو د راټولولو لړۍ به روانه وي او اوسمهال لیدونکي کولی شي له دې موزیم څخه لیدنه وکړي.
تازه خبرونه
پر کندهار، پکتیا او خوست د پاکستان په هوايي بریدونو کې څلور ملکي وګړي «شهیدان» شول – اسلامي امارت
مجاهد دغه بریدونه کلک غندلي او څرګندوي، چې د پاکستان د پوځ اقدامات د ټولو اصولو خلاف، ښکاره تېری او جنایت دی.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد ويلي، پاکستاني پوځ تېره شپه(د تلې دوهیمه) یو ځل بیا پر کندهار، پکتیا او خوست ولایتونو هوايي بریدونه کړي، چې په کې څلور ملکي وګړي «شهیدان» شوي دي.
مجاهد دغه بریدونه کلک غندلي او څرګندوي، چې د پاکستان د پوځ اقدامات د ټولو اصولو خلاف، ښکاره تېری او جنایت دی.
د اسلامي امارت ویاند د دغو بریدونو په غبرګون کې ویلي، چې د پاکستان د پوځ پر وړاندې به «پرېکنده دریځ» ونیول شي او مناسب ځواب به ورکړ شي.
نوموړي زیاته کړې؛ پاکستاني پوځي کړیو د دغو بریدونو د توجیه لپاره ادعا کړې، چې له افغانستان څخه د پاکستان لوري ته بېپیلوټه الوتکې اوښتې دي.
د مجاهد وتایي؛ پاکستان یو ځل بیا د خپلو کورنیو ستونزو د توجیه لپاره پر افغان خاوره هوايي برید کړی او دغه ډول اقدامات د افغان ولس غصه راپاروي.
نوموړي خبرداری ورکړی، چې د پاکستان د پوځ دا ډول اقدامات به ورته ناوړه پایلې ولري.
تازه خبرونه
پاکستان په کندهار او خوست کې هوايي بریدونه کړي
د یوې سرچینې په خبره، په کندهار ښار کې د برید هدف مرکزي سیمې وې؛ خو په دغو بریدونو کې چاته ځاني زیان نهدی اوښتی.
نن پنجشنبه( د تلې دوهیمه) سهار وختي پاکستاني پوځي الوتکو د کندهار ښار او د خوست ولایت په ځینو سیمو کې هوايي بریدونه کړي دي.
د یوې سرچینې په خبره، په کندهار ښار کې د برید هدف مرکزي سیمې وې؛ خو په دغو بریدونو کې چاته ځاني زیان نهدی اوښتی.
د سرچینې د څرګندونو له مخې، پاکستاني الوتکو د خوست په مرکز کې هم پر ځینو سیمو بریدونه کړي دي؛ خو د دغو بریدونو د دقیقو هدفونو او د احتمالي زیانونو په اړه لا ډېر جزئیات خپاره شوي نهدي.
د تازه بریدونو احتمالي زیانونو په اړه جزئیات به وروسته خپاره شي.
-
تازه خبرونه3 days agoد افغانستان بهرنیو چارو وزارت د پاکستان سفارت چارسمبالی احضار کړ
-
تازه خبرونه3 days agoد آریانا یوه کارګو الوتکه کابل ته راورسېده
-
تازه خبرونه2 days agoد روسیې ۲۲ سېلانیانو د بدخشان واخان ته سفر وکړ
-
نړۍ4 days agoد جګړو هممهاله د نړۍ مشران د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې راټولیږي
-
تازه خبرونه5 days agoد اسلامي همکاریو ټولنه د افغانستان په اړه د تماس ډلې ناسته تر سره کوي
-
تازه خبرونه4 days agoد پاکستان پوځ په کونړ کې د زلزله ځپلیو پر کمپ هوایي برید کړی
-
لوبی5 days agoپه جاپان کې آسیایي لوبې پیل شوې؛ ۳۴ افغان لوبغاړي لوبې کوي
-
تازه خبرونه3 days agoد پاکستان په هوايي بریدونو کې ۷ ملکي کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې – یوناما

