Connect with us

تازه خبرونه

د پاکستان حکومت له پاکستانيو طالبانو سره د هوکړې په درشل کې شاتګ وکړ – امیر خان متقي

خپور شوی

د

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیر خان متقي ویلي، چې د پاکستان حکومت له پاکستانيو طالبانو سره د هوکړې په درشل کې له خبرو اترو شاتګ کړی دی.

هغه د دغو څرګندونو تر څنګ ویلي، چې د پاکستان د حکومت او پاکستانيو طالبانو تر منځ ډېر اختلافي مسایل اوار شوي وه او دواړه لوري یوې هوکړې ته نږدې ول؛ خو د پاکستان حکومت ترې شاتګ غوره کړ.

د پاکستان د ایکسپریس ټریبیون د راپور له مخې؛ امیر خان متقي دغه څرګندونې د ایران په تهران کې د فلسطین په اړه د غونډې په څنډه کې د پاکستان له سناتور مهشید حسین سید سره په خبرو کې کړي او څرګندوي، چې افغانستان د خبرو له لارې د مسئلې د اواري غوښتونکی دی.

د پاکستان ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې د سناتور مهشید حسین سید د څرګندونو له مخې څرګنده کړې، چې د افغانستان بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیر خان متقي ویلي، چې د پاکستان د حکومت او پاکستانيو طالبانو تر منځ زیاتره اختلافي مسایل حل شوي وه او دواړه خواوې هوکړې ته نږدې ول؛ خو د پاکستان حکومت شاتګ وکړ.

امیر خان متقي زیاته کړې، چې یوازنۍ نا حل شوې مسله د قبایلي سیمو د ادغام لغو کول ول، چې خبرې پرې ودرېدې او د پاکستان حکومت شاتګ غوره کړ.

یادې پاکستانۍ ورځپاڼې دا هم لیکلي، چې د افغانستان بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي د پاکستان دې سیاستوال ته څرګنده کړې، چې کابل غواړي له اسلام‌آباد سره ټولې ستونزې د خبرو له لارې حل کړي.

پاکستانی سناتور له امیرخان متقي سره له خبرو دې باور ته رسېدلی، چې د افغانستان واکمنان د فشارونو او ګواښونو پر وړاندې منفي غبرګون ښيي او هر راز ګواښ او فشار ردوي.

په تېرو دوه کلونو کې د اسلام‌آباد او کابل اړیکې د هغه څه له کبله ترینګلې شوي، چې ویل کېږي د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد کارول کېږي؛ خو کابل تل ویلي، چې د افغانستان خاوره د کوم هېواد او په ځانګړي توګه د پاکستان پر ضد کارول شوې نه‌ده او نه به وکارول شي.

دا په داسې حال کې ده، چې پاکستاني سناتور ویلي؛ له متقي سره له خبرو دې پایلې ته رسېدلی، چې د اسلام‌آباد او کابل د لوړپوړیو چارواکو تر منځ د لوړې کچې کوم ارتباطي کانال نشته او له همدې کبله دواړه لوري په جدي مسایلو کې ښکېل دي او یو بل ته د ملامتۍ ګوته نیسي.

تازه خبرونه

په کندهار کې د جهادي آثارو د ساتنې موزیم پرانیستل شو

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د جهادي آثارو د ساتنې عمومي رییس محمد طاهر احمد، د جهادي آثارو او سندونو د ثبت رییس احمدالله سعید خوستي او ورسره مل پلاوي کندهار ته د سفر پر مهال د دې موزیم د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.

Published

on

د کندهار په اطلاعاتو او کلتور ریاست کې د جهادي آثارو د ساتنې موزیم د رسمې مراسمو پر مهال ً پرانیستل شو.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د جهادي آثارو د ساتنې عمومي رییس محمد طاهر احمد، د جهادي آثارو او سندونو د ثبت رییس احمدالله سعید خوستي او ورسره مل پلاوي کندهار ته د سفر پر مهال د دې موزیم د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.

په دغو مراسمو کې د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رییس انعام‌الله سمنګاني او د امارتي ادارو یو شمېر رییسانو هم ګډون کړی و.

د کندهار د جهادي آثارو د ساتنې مسوول ویلي، تر اوسه له بېلابېلو ځایونو څخه له سلو ډېر جهادي آثار راټول شوي دي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په موزیم کې د انګلیسي، روسي او امریکايي ځواکونو له‌خوا د تېر شل کلن اشغال پر مهال پرېښودل شوې او غنیمت شوې وسلې او د بېلابېلو شهیدانو پاتې آثار ساتل کیږي.

هغه زیاته کړې، چې د موزیم د بډاینې لپاره د جهادي ٍثارو د راټولولو لړۍ به روانه وي او اوس‌مهال لیدونکي کولی شي له دې موزیم څخه لیدنه وکړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

پر کندهار، پکتیا او خوست د پاکستان په هوايي بریدونو کې څلور ملکي وګړي «شهیدان» شول – اسلامي امارت

مجاهد دغه بریدونه کلک غندلي او څرګندوي، چې د پاکستان د پوځ اقدامات د ټولو اصولو خلاف، ښکاره تېری او جنایت دی.

Published

on

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ويلي، پاکستاني پوځ تېره شپه(د تلې دوه‌یمه) یو ځل بیا پر کندهار، پکتیا او خوست ولایتونو هوايي بریدونه کړي، چې په کې څلور ملکي وګړي «شهیدان» شوي دي.

مجاهد دغه بریدونه کلک غندلي او څرګندوي، چې د پاکستان د پوځ اقدامات د ټولو اصولو خلاف، ښکاره تېری او جنایت دی.

د اسلامي امارت ویاند د دغو بریدونو په غبرګون کې ویلي، چې د پاکستان د پوځ پر وړاندې به «پرېکنده دریځ» ونیول شي او مناسب ځواب به ورکړ شي.

نوموړي زیاته کړې؛ پاکستاني پوځي کړیو د دغو بریدونو د توجیه لپاره ادعا کړې، چې له افغانستان څخه د پاکستان لوري ته بې‌پیلوټه الوتکې اوښتې دي.

د مجاهد وتایي؛ پاکستان یو ځل بیا د خپلو کورنیو ستونزو د توجیه لپاره پر افغان خاوره هوايي برید کړی او دغه ډول اقدامات د افغان ولس غصه راپاروي.

نوموړي خبرداری ورکړی، چې د پاکستان د پوځ دا ډول اقدامات به ورته ناوړه پایلې ولري.

Continue Reading

تازه خبرونه

پاکستان په کندهار او خوست کې هوايي بریدونه کړي

د یوې سرچینې په خبره، په کندهار ښار کې د برید هدف مرکزي سیمې وې؛ خو په دغو بریدونو کې چاته ځاني زیان نه‌دی اوښتی.

Published

on

نن پنجشنبه( د تلې دوه‌یمه) سهار وختي پاکستاني پوځي الوتکو د کندهار ښار او د خوست ولایت په ځینو سیمو کې هوايي بریدونه کړي دي.

د یوې سرچینې په خبره، په کندهار ښار کې د برید هدف مرکزي سیمې وې؛ خو په دغو بریدونو کې چاته ځاني زیان نه‌دی اوښتی.

د سرچینې د څرګندونو له مخې، پاکستاني الوتکو د خوست په مرکز کې هم پر ځینو سیمو بریدونه کړي دي؛ خو د دغو بریدونو د دقیقو هدفونو او د احتمالي زیانونو په اړه لا ډېر جزئیات خپاره شوي نه‌دي.

د تازه بریدونو احتمالي زیانونو په اړه جزئیات به وروسته خپاره شي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!