Connect with us

تازه خبرونه

حکومت دې په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر وتړي- د سولې عالي شورا

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د سولې عالي شورا له حکومت غوښتي، چې په قطر کې دې د طالبانو سیاسي دفتر وتړي؛ خو د ښکېلو خواوو په خوښه دې په کوم بل درېیم هېواد کې پرانستل شي.

په دې وروستیو کې د طالبانو د سیاسي دفتر د تړلو ګونګوسي راپورته شوي؛ خو د سولې عالي شورا د طالبانو د رسمي آدرس لپاره د یوه دفتر پرانیسته ګټور کار بولي او اړتیا ده، چې د طالبانو د قطر دفتر وتړل شي.

د سولې عالي شورا مرستیال عبدالخبیر اوچقون وایي، پر قطر یو لړ تورونه دي، چې له ترهګرو ملاتړ کوي؛ ځکه، نو اړتیا ده، چې د طالبانو دفتر په کوم بل هېواد کې پرانیستل شي.

سیاسي شنونکی آصف بکتاش وایي، داعش او طالبان خپلواک نه دي، چې د افغانستان د سولې په اړه چمتووالی وښیي.

د نوموړي د وینا له مخې؛ تر هغې، چې امریکا د سولې او ثبات پرېکړه ونکړي، حالات به ښه نه شي.

مخکې له دې ویل شويوه، چې ولسمشر دونالد ترمپ له خپل افغان سیال اشرف غني غوښتي، چې د طالبانو د قطر دفتر له تړلو سره هوکړه وکړي. دغه راز قطري  چارواکو هم ویلي وه، چې که کابل دغه راز غوښتنه وکړي، پر ځای به شي.

خبریال: محمد اسماعیل سنگر

تازه خبرونه

په افغانستان کې د قزاقستان د سوداګرۍ خونه پرانیستل شوه

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۸, ۱۴۰۳)

د افغانستان صنایعو او سوداګرۍ وزارت څرګنده کړې، چې د افغانستان په هرات ولایت کې د قزاقستان د سوداګرۍ خونه پرانیستل شوه.

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې، چې نن سې شنبه د غویی اتلسمه خپره شوې راغلي، چې د صنایعو او سوداګرۍ وزارت چارسمبالي نورالدین عزیزي په افغانستان کې د قزاقستان د سوداګرۍ خونې پرانیستل د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا او پراختیا په برخه کې یو مثبت او اغېزمن ګام وباله.

 یادې خونې د پرانیستې پر مهال نورالدین عزیزي څرګنده کړې، چې د افغانستان د رسمي پلاوي او خصوصي سکټور د سوداګریزو اړیکو کنفرانس، دوه اړخیزو سوداګریزو غونډو او پر ۱۴۰۲ کال د قزاقستان په استانه ښار کې د افغانستان د محصولاتو او تولیداتو له نندارتون وروسته قزاقستان ته د افغانستان صادرات زیات شوي دي.

د قزاقستان د سوداګرۍ خونې مشر ارمان یوسینتایوف ټینګار کړی، چې د دې خونو له پرانیستلو څخه هدف د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د حجم او ارزښت لوړول دي؛ ځکه، چې قزاقستان له اسلامي امارت سره د اړیکو او سوداګرۍ پراختیا ته لیوالتیا لري.

Continue Reading

تازه خبرونه

د نړۍ قوتونه زمونږ د اقتصادي او سیاسي پرمختګونو د مخنیوي هڅې کوي – ملا برادر

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۸, ۱۴۰۳)

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ویلي، چې د نړۍ ستر قدرتونه هڅه کوي، چې د اسلامي امارت د اقتصادي او سیاسي پرمختګ مخه ونیسي.

ملا عبدالغني برادر دغه څرګندونې د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو له روزنيز مرکز څخه د ملي اردو د سرتېرو د فراغت په مراسمو کې وړاندې کړې دي.

نوموړي زیاته کړې: د نړۍ ستر قدرتونه اسلامي امارت ته د شک پر سترګه ګوري او اوس هم هڅه کوي، چې زمونږ د اقتصادي او سیاسي پرمختګ مخه ونیسي؛ خو مونږ او تاسې باید ویښ او بیدار اوسو.

په افغانستان کې د اسلامي امارت له واکمنۍ نږدې درې کاله تېر شول؛ خو تر اوسه هیڅ هېواد اسلامي امارت پر رسمیت ندی پېژندلی؛ د افغانستان پر بانکي سکټور لګول شویو بندیزونو د هېواد پر اقتصاد منفي اغېز کړی دی.

نړيوالې ټولنې د اسلامي امارت د رسمیت پېژندلو لپاره د ښځو د حقونو خوندیتوب او د يوه ټولګډونه حکومت جوړول خپل شرطونه ایښي دي.

اسلامي امارت هم څرګنده کړې، چې د ښځو حقونه د شریعت له مخې تضمین شوي او په کابینه کې بېلابېل قومونه پراخ حضور لري.

Continue Reading

تازه خبرونه

د افغانستان د سویل خلکو په وروستیو ۴۰ کلونو کې یوه باراني میاشت تجربه کړه

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۸, ۱۴۰۳)

یوې امریکایي ادارې راپور ورکړی، چې د افغانستان سویل په تېرو ۴۰ کلونو کې له درې‌وو څخه یو باراني اپریل تجربه کړی دي.

د دوشنبې پر ورځ د غویی اووه‌لسمه د قحطۍ له وخت مخکې خبرداري سيسټم ادارې په خپل راپور کې څرګنده کړې، چې د اپريل اورښتونه د هېواد په شمالي، شمال ختيځو او لویديځو سيمو کې د کرنې د ودې لامل شوي؛ خو سېلابونو شاوخوا لس زره جريبه کرنيزه ځمکه په ځانګړي توګه د هېواد په ختيځو او سویل ختيځو سيمې کې له منځه وړې ده.

د راپور له مخې؛ وروستیو اورښتونو په ټول هېواد کې د څړځایونو له وضعیت سره مرسته کړې او د باراني څپرکي له پای ته رسېدو سره تمه ده، چې د حاصلاتو د فصل له پیلېدو سره به خوراکي توکو او عایداتو ته د کورنیو لاس‌رسی ښه او د کرنې په سکټور کې کاري زمینه برابره شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!