تازه خبرونه
حکومت دې سید اسحاق ګیلاني عدلي ارګانونو ته وسپاري- مشرانو جرګه
مشرانو جرګه له حکومت غواړي، چې سید اسحاق ګیلاني ونیسي او بیا یې عدلي ارګانونو ته وسپاري.
سید اسحاق ګیلاني په پاکستان کې یوې غونډې ته په وینا کې ويلي وه، چې هند د افغانستان خاوره د پاکستان پر خلاف کاروي.
د اسحاق ګیلاني دغو خبرو د هېواد په سیاسي او فرهنګي ډګرونو کې تند غبرګونونه راپارولي دي.
د مشرانو جرګې رييس د سید اسحاق ګیلاني خبرې د هېواد د ملي ګټو پر خلاف ګڼي او وايي، چې ولسمشر باید دغه مسئله جدي ونیسي.
د مشرانو جرګې ريیس فضل الهادي مسلمیار وایي: د سید اسحاق ګیلاني څرګندونې د هېواد د ملي ګټو او اساسي قانون پر ضد دي؛ کشفي او استخباراتي بنسټونه باید دغه موضوع بشپړه وڅېړي او نوموړی مجازات کړي. افغان ولسمشر هم باید دې موضوع ته پوره پاملرنه وکړي.
د مشرانو جرګې غړيو په ډاګه کړې، چې ګیلاني باید د ملي ګټو ضد خبرو له کبله عدلي او قضايي ارګانونو ته وروپېژندل شي.
د مشرانو جرګې غړی جعمه الدین ګیاڼوال وایي: ګیلاني نه ملي شخصیت دی او نه یې خلک ملاتړ کوي؛ دی د افغانستان د خلکو دښمن دی او د هېواد د دښمنانو په څیر باید محاکمه شي.
د مشرانو جرګې غړې انار کلي هنریار وایي: د اسحاق ګیلاني څرګندونې د ملي ګټو پر ضد دي او باید حکومت دې موضوع ته پوره پاملرنه وکړي؛ ځکه، چې بل څوک بیا د دې کار جرئت ونکړي.
له سید اسحاق مخکې د ده ورور سید حامد ګیلاني هم ویلي وه، چې د وسلوالو طالبانو رهبران په پاکستان کې نه، بلکې په افغانستان کې دي، چې د هغه دغو څرګندونو هم تند غبرګونونه راوپارول.
دغه راز مشرانو جرګې په هېواد کې د ناامنیو پر لامل امنیتي مسوولین هم ځواب ویلو ته را غوښتي وه؛ خو مسوولینو د دروازې تر شا د خبریالانو له کمرو څخه د بېلو خبرو غوښتنه وکړه.
دفاع وزیر طارق شاه بهرامي وایي: مونږ امنیتي چارواکي غواړو، چې د زړونو خبرې له تاسې سره یادې کړو؛ زمونږ هیله داده، چې له رسنیو پرته مو خبرې روانې وساتل شي.
که څه هم د جرګې خبرې له رایو وروسته له رسنیو پټې شوې؛ خو د مشرانو جرګې غړیو د جګړې پر مدیریت نیوکې وکړې او د ناامنیو د له منځه وړلو لپاره یې د اغېزمن پروګرام غوښتونه وکړه. کوم شی، چې حکومت ترې تر دې دمه بې برخی دی.
خبریال: رفیع صدیقي
تازه خبرونه
څار: د ملګرو ملتونو لهخوا د افغانستان د بشري حقونو د ملي راپور منل
تازه خبرونه
مولوي عبدالکبیر د کازان نړیوالې ناستې ته وبلل شو
په کابل کې د روسیې سفیر د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر ته په هغه نړیواله غونډه کې د ګډون بلنه ورکړه، چې د دغه هېواد د تاتارستان په کازان ښار کې جوړېږي.
د ارګ د څرګندونو له مخې نن یکشنبه په کابل کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د روسیې سفارت له چارسمبالي سره په لیدنه کې پر همکاریو، تعامل او اقتصادي پیاوړتیا ټینګار څرګند کړ.
مولوي عبدالکبیر نوموړي ته د ښه راغلاست تر څنګ له بلنې مننه کړې او څرګندوي، چې له مسکو سره د کابل اړیکې د دواړو خواوو په ګټه دي او کولی شي په سیمه کې د ثبات او پرمختګ سبب شي.
ارګ د روسیې سفارت د چارسمبالي دیمتري ژیرنوف د څرګندونو له مخې ویلي، چې د اسلامي امارت او روسیې د دوه اړخیزو همکاريو او تعامل پراختیا کولی شي د سیمې د ثبات او د افغانستان له اقتصادي پیاوړتیا سره مرسته وکړي.
په دې ناسته کې دیمیتري ژیرنوف زیاته کړې، چې روسیه په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره همکارۍ ته چمتو ده او غواړي د دواړو لورو تر منځ اړیکې نورې هم وغوړېږي.
نوموړي د افغانستان په اړه په نړیوالو ناستو کې د روسیې پر مثبت نظر د ټینګار ترڅنګ زیاته کړې، چې مسکو په مهمو ناستو کې د اسلامي امارت نظر ته ارزښت ورکوي.
ویل کیږي، چې، مولوي عبدالکبیر د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکي مهمې او دوستانه وبللې او له روسي پانګوالو یې وغوښتل، چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.
تازه خبرونه
په غور کې د سېلابونو له کبله سلګونه خلک بې ځایه شول
د غور ولايت د مهاجرينو چارو رياست ويلي؛ په دې ولايت کې د سې شنبې پر ورځ (د غویي پېنځلسمه) د سېلابونو له کبله يو تن مړ، دوه ټپيان او له ۵۰۰ ډېرې کورنۍ بې ځايه شوې دي.
دغه رياست زياته کړې، چې د غور په مرغاب او چارصده ولسواليو کې د سېلابونو له کبله د مرغاب ولسوالۍ له لس ډېر کلي او د چارصدې ولسوالۍ شپږ کلي زيانمن شوي دي.
د دغه ریاست د څرګندونو له مخې؛ ۵۵ دوکانونه، ۱۰ د استوګنې کورونه ویجاړ شوي او د دواړو ولسوالیو ترمنځ لارې هم تړل شوې دي.
د غور ولايت د مهاجرينو چارو رييس ميراحمد مصمیم ويلي، چې له خپلو اصلي ځايونو څخه کورنۍ د غرونو د لمنو په آزاده فضا کې ژوند کوي او بېړنیو او لومړنيو مرستو ته اړتيا لري.
د میر احمد مصمیم د څرګندونو له مخې؛ شونې ده، چې ځاني او مالي زیانونه نور هم ډېر شي.
-
سیمه ییز خبرونه5 days ago
په هر حال پر رفح برید شونی دی – نتانیاهو
-
تازه خبرونه5 days ago
نړیوال بانک له افغانستان سره ۸۴ میلیون ډالر مرسته ومنله
-
لوبی5 days ago
افغانستان د ۲۰۲۴ کال ۲۰ اوریز نړیوال جام ته لوبډله اعلان کړه
-
نړۍ5 days ago
امریکايي پولیسو په کلمبیا پوهنتون کې د فلسطینیانو ۱۰۰ ملاتړي ونیول
-
لوبی3 days ago
سرخ پوشان خوافي او خدیم د خپلو اړوند سیالیو ګټونکي شول
-
تازه خبرونه4 days ago
داعش له تېرو دوه میاشتو راپدیخوا ۱۵۴ کسانو ته مرګ او ژوبله اړولې ـ راپور
-
تازه خبرونه17 hours ago
اسلامي امارت په بدخشان کې د اعتراضي لاريون د څېړلو لپاره یو پلاوي وټاکه
-
تازه خبرونه4 days ago
له اسلامي امارت سره په تعامل کې مو ملي ګټې رانغښتي- امریکا