تازه خبرونه

حکومت پر رسنیو محدودیتونه زیات کړي- د رسنیو ملاتړ ادارې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د رسنیو ملاتړې ادارې وايي؛ حکومت پرته له دې، چې د رسنیو نظر واخلي د اساسي قانون خلاف پر رسنیو محدودیتونه زیات کړي دي.

د وژل شویو خبریالانو د پېښو په تړاو د حکومت له لورې د څرګندونو نه سپارل؛ د پېښو له ځای څخه پر ژوندۍ خپرونو د حکومت بندیز او د خبریالانو پر وړاندې پراته امنیتي ګواښونه هغه موارد دي، چې د رسنیو ملاتړو ادارو یې پر وړاندې غبرګون ښودلی.

دوی وايي، د ولسمشر دوه یم مرستیال د رسنیو د ملاتړو ادارو د نظر خلاف هغه تګلاره تصویب کړې، چې د پېښو له ځای څخه په ژوندۍ بڼه خپرونې نشي وړاندې کولی.

د رسنیو او حکومت د خوندیتوب ګډې کمیتې د پېښو له ځای څخه پر ژوندیو خپرونو داسې بندیز لګولی:

خبریالان د دې لپاره، چې ژوندۍ انځوریزې خپرونې یې په جګړه او برید کې د بندو پاتې نظامي ځواکونو او عامو خلکو ژوند له ګواښ سره مخ نکړي؛ نو باید د ژوندیو خپرونو له ورکړې څخه تر هغې، چې ترهګريز برید او جګړه پای ته رسیږي ‌ډډه وکړي. 

د خبریالانو ملاتړې ادارې وايي، له یوې خوا حکومت د وروستیو وژل شویو خبریالانو په اړه له رسنیزو ادارو سره ډاډمنې څرګندونې او امنیتي وېډیو ګانې نه دي شریکې کړي او له بلې خوا اوس هم په کندهار او هلمند کې لس تنه خبریالان د مرګ له ګواښ سره مخ دي.

رسنیز فعال علي اصغر اکبرزاده حکومت تورن کړی، چې د خبریالانو د وروستیو پېښو په اړه یې قانع کوونکي څرګندونې نه دي ورسره شریکې کړي.

دی ګواښ کوي، چې که په کابل کې پر خبریالانو د شوي برید امنیتي ویډیو ورسره شریکه نشي ځینې قضيې به افشا کړي.

دغه راز ویل کیږي؛ ان خبریالان نه دي توانیدلي، چې له حکومت سره د خبریالانو د خوندیتوب مسوده جوړه کړي.

د افغانستان د رادیوګانو او تلویزیونونو د اتحادیې مشر مولانا عبدالله وایي: مونږ تر اوسه پر دې نه یو توانیدلي، چې له دوی سره د خبریالانو لپاره لږ تر لږه یوه امنیتي مسوده ولیکو.

خبریالان هم له حکومت څخه غواړي، چې د خبریالانو ژوند ته اهمیت ورکړي.

خبریال میرویس وایي: حکومت دې هغه ژمنې، چې له خبریالانو سره یې کوي؛ باید پلې کړي؛ ځکه، چې له دې سره د خبریالانو ژوند خوندي کیږي.

خبریال امید دولتزی د خبریالانو له ستونزو اندېښمن شوی او وایي، چې خبریال نه یوازې له لفظي تاوتریخوالي سره مخ دی، بلکې وهل او ټکول شوی هم دی او د خبرجوړولو مخه یې نیول شوې ده.

د اساسي قانون څلوردېرشمه او د رسنیو د قانون د څلورمې مادې دوه یمه فقره داسې صراحت ورکوي: دولت د ټولیزو رسنیو ملاتړ، غښتلتیا او تضمین کوي. هیڅ حکمي او حقیقي شخص د دولت او دولتي ادارو په شمول نشي کولی د معالوماتي او خبري رسنیو خپلواکې کړنې منع، تحریم، سانسور او یا هم محدودې کړي او یا یې هم په چارو کې مداخله وکړي؛ خو د دې قانون له حکمونو سره.

حکومت په داسې حال کې پر رسنیو د پېښو له ځای څخه پر ژوندیو خپرونو بندیز لګوي، چې خبریالان اساسي او رسنیز قانون او د بیان آزادۍ ته ژمن پاتې دي.

خبریال: خلیل الرحمن امید

Trending

Exit mobile version