تازه خبرونه

حکومت د سولې او پخلاینې لپاره روښانه تګلاره نلري- د سولې ولسي حرکت

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د سولې ولسي حرکت په لښکرګاه کې د یوې غونډې پرمهال له حکومت او وسلوالو طالبانو څخه یو ځل بیا د سولي او اوربند غوښتنه وکړه.

د وسله والو طالبانو سیمو ته د دې حرکت له ورتلو وروسته دا لومړي غونډه ده، چې د لښکرګاه د میرویس نیکه په پارک کې جوړیږي او له مرکز او ولسوالیو څخه ورته ګڼ شمېر سپین ږیري او ځوانان راغلل.

د دي حرکت غړیو پر حکومت نیوکه کړې، چې د سولي او پخلایني لپاره روښانه تګلاره نلري او ډېر وخت يي په پالیسو کې بدلونونه راځي؛ نو له همدي کبله د سولې خبرې پر یوه معیار ندي برابري.

د دې حرکت مشر غړی اقبال خیبر وايي، په روانه جګړه کې افغانان وژل کیږي؛ د طالب او پوليس تر منځ بېلوالى رامنځته شوى دى.

هغه پر حکومت له نیوکې سره وویل د قطر دفتر د سولې لپاره ښه سرچینه ده؛ خو دا، چې د افغانستان حکومت لدي ادرس څخه سمه استفاده نشي کولی له سیاسیونو غواړي، چې له طالب استازیو سره مخامخ خبرې وکړي او د روانو وژنو مخه ونیسي.

د دې غونډي ګډونوال هم وايي، چې که بین الافغاني خبرو ته زمینه برابره نشي؛ امریکا د سولې خبرو پایلې او افغان وژني د دریدو لپاره هیڅ اجنډا نلري.

دوى دغه راز د حکومت وروستي پرېکړه، چې د طالب بندیانو د خوشي کیدو په اړه وه وستایله او ټینګار يي وکړ، چې دغه چاره د سولې نږدي کیدو ته لار پرانځي.

(بل خوا د سولي ولسي حرکت پر سترګو ړانده غړي زهیر احمد لدې حرکته د اعتراض په توګه استعفا کړې او وایي، چي د احساس له مخي او دا، چي د حګړې قرباني وم؛ د سولي لپاره مې منزلونه پیل کړل؛ خو د حرکت مشران معامله ګرشول، موترونه او جایدادونه یې پيدا کړل.

هغه دا هم ویلي، چې دا حرکت د (ودان افغانستان ګوند) په وسیله له حکومت سره د پيسو معاملې کړي او غواړي په ټاکنیزو کمپاینونو کې ورته کار وکړي.)

دا غونډه په داسي حال کې جوړیږي، چې افغان سیاسیونو پاکستان ته سفر کړی او طالب استازي هم ایران او  چین ته تلي وه.

خبریال: بریالی رحیمي

Trending

Exit mobile version