تازه خبرونه

حکومتي امکانات باید په ټاکنیزو هڅو کې ونه کارول شي- عبدالله عبدالله

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

اجرائیه رییس ویلي؛ دولتي کارکوونکي نشي کولي، چې د ولسمشریزو ټاکنو د یو نوماند په ګټه او یا هم زیان هڅې وکړي.

اجرائیه رییس عبدالله عبدالله د وزیرانو شورا په ناسته کې ویلي؛ له دولتي کارکوونکیو باید ونه غوښټل شي، چې له دولتي پوسته کمپاین وکړي.

اجرایي رییس زیاته کړې، چې د دولت کارکوونکي د اوسني حکومت تر دوام پورې د خدمت رسولو دنده لري او باید د یوه نوماند په ګټه او زیان کار ونکړي.

ملګرې متلونه وايي؛ ټول دولتي چارواکي مکلف دي، چې په حکومت کې خپلې دندې له ټاکنیزو کمپاینونو بېلې کړي او له خپل دریځ څخه د ځانکړي نوماند په ګټه کار وانخلي.

په افغانستان کې د ملګرو متلونو سیاسي استازوالۍ څرګندوي، چې په ټاکنیزو ډلو کې د حکومت دوه مشران هم په متفاوت ټاکنیز شعار میدان ته راوتلي؛ خو ژمنې یي تکراري ښکاري.

ټاکل شوې ولسمشریزې ټاکنې د تلې پر شپږمه ترسره شي او خلک به د اتلس نوماندانو څخه د خپلې خوشې یوه نوماند ته رای ورکړې.

Trending

Exit mobile version