Connect with us

تازه خبرونه

حکومت د زعفرانو لپاره بازارموندنه او پوهاوی ندی کړی- کروندګر او سوداګر

خپور شوی

د

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د زعفرانو یو شمېر بزګر او سوداګر وايي، د هېواد په کچه د زعفرانو د تولید کچه لوړه شوې؛ خو حکومت د دې قیمتي نبات لپاره بازار موندنه نده کړې.

د هېواد د زعفرانو یو شمېر صادروونکي او تولیدوونکي وايي، چې اوس هم د هېواد په کچه د زعفرانو لپاره د بازارموندنې په برخه کې لازم اقدامات ندي شوي. د زعفرانو بزګر وايي، افغان حکومت باید د زعفرانو د ارزښت او بازارموندنې او معیاري بسته بندۍ په برخه کې له خصوصي سکتور سره همکاري وکړي.

عبدالظاهر نومی کروندګر وایي، چې مونږ ته حتا خپل لګښت هم نه پوره کوي د زعفرانو په برخه کې کورنۍ پانګونه بسنه نکوي. بهرني پانګوال باید په دې برخه کې پانګونه وکړي.

د خصوصي سکتور غړې ریحانه وایي: مونږ منو، چې د هېواد په کچه د زعفرانو کښت او تولید ډېر پراخه شوی؛ خو مهمه داده، چې حکومت باید د زعفرانو د بازار پیدا کولو په برخه کې هم اړین کارونه تر سره کړي.

د دوی د څرګندونو له مخې؛ د هېواد په کچه لس ګونه زره کیلوګرامه زعفران تو لید کیږي؛ خو نظر تولید ته يي بازار کمزوری دی.

د خصوصي سکتور بله غړې بنفشه نومې وایي؛ مونږ منو، چې د هېواد په کچه د زعفرانو تولید زیات شوی؛ خو اوس هم د هېواد په کچه داسې کسان شته، چې حتا له زعفرانو له نوم سره هیڅ  آشنايي نلري.   

د کرنې او مالدارۍ وزارت مسوولین وايي، چې د تېرو کلونو په پرتله به په روان کال کې د زعفرانو تولید نږدې ۲۰ زره کیلو ګرا مه ته لوړشي او د هېواد زعفرانو د تو لید ۹۵ سلنه پلورل شوې.

د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي وایي، چې مونږ تېر کال ۱۶ زره کیلو ګرامه د زعفرانو تولید درلود، چې په روان کال کې هم هیله لرو، چې د زعفرانو کښت نږ دې۲۰ زره کیلو ګرامه ته ورسیږي او دا لړې به نوره هم پراختیا پیدا کړي

د مسوولینو  د څرګندونو له مخې؛ د امریکا متحده ایالاتو په ګډون د نړۍ نږدې اووه لس هېوادونو ته د افغانستان زعفران صا دریږي، چې دا په پخپله د بازار موندنې په برخه کې مهم رول لوبولی شي.   

ویل کیږي، چې په افغانستان کې هم د زعفرانو کارول ډېر شوي او په اخترونو کې هره کونۍ، چې وس یې رسیږي د چای پر ځای زعفران کاروي.

خبریال: اسلم حجاب

تازه خبرونه

په روزګان کې  د ۳۵۰ زره افغانیو پر ارزښت غلا شوي سره‌زر ونیول شول

د امنیه قومندانۍ ویاند بلال احمد روزګاني زیاته کړې: غلا شوي سره زر  په ترینکوټ ښار کې زرګر ته د خرڅولو لپاره وړل شوي وه، چې د امنیتي پولیسو له هڅو او پلټونو وروسته ونیول شول.

Published

on

د روزګان امنیه قومندانۍ ویاند آریانانیوز ته ویلي، چې د دې ولایت د جنايي جرمونو پر وړاندي د مبارزې مدیريت منسوبینو په ترینکوټ ښار کې د ۳۵۰ زره افغانیو پر ارزښت له یوه کوره غلاشوي سره‌زر نیولي دي.

د امنیه قومندانۍ ویاند بلال احمد روزګاني زیاته کړې: غلا شوي سره زر  په ترینکوټ ښار کې زرګر ته د خرڅولو لپاره وړل شوي وه، چې د امنیتي پولیسو له هڅو او پلټونو وروسته ونیول شول.

ویل کیږي، چې د یاد مدیریت اړوند د اقتصادي جرایمو امریت منسوبینو د دغې پېښي عامل له پلټنو وروسته عدلي او قضاي برخې ته سپارلی دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

هند بار دیگر از حمایت صحی افغانستان اطمینان داد

مسوولان هندی می‌گویند این کمک‌ها بیانگر تعهد دهلی‌نو برای بهبود خدمات صحی و فراهم‌سازی دسترسی مردم افغانستان به درمان‌های نجات‌بخش است.

Published

on

هند بار دیگر بر تداوم کمک‌های بشردوستانه و همکاری‌های صحی با افغانستان تأکید کرده و گفته است که تأمین درازمدت ادویه‌های ضروری در اولویت همکاری‌های دو کشور قرار دارد.

بر بنیاد معلومات وزارت صحت و رفاه خانوادهٔ حکومت هند، جِی‌پی نَدا، وزیر صحت هند، با نورجلال جلالی، وزیر صحت عامهٔ افغانستان، دیدار و گفت‌وگو کرده است. در این دیدار، دو طرف روی تقویت همکاری‌ها در بخش صحت و رسیدگی به نیازهای صحی مردم افغانستان بحث کردند.

در جریان این دیدار، به‌گونهٔ نمادین ادویه‌های درمان سرطان و واکسین‌ها به جانب افغانستان سپرده شد که نشان‌دهندهٔ تعهد دوامدار هند در حمایت از نظام صحی افغانستان است. همچنان وزارت صحت هند اعلام کرده که یک محمولهٔ بزرگ‌ شامل ادویه‌ها، واکسین‌ها و یک دستگاه سی‌تی‌اسکن ۱۲۸‌اسلایس نیز در چارچوب کمک‌های بشردوستانه به افغانستان ارسال می‌شود.

مسوولان هندی می‌گویند این کمک‌ها بیانگر تعهد دهلی‌نو برای بهبود خدمات صحی و فراهم‌سازی دسترسی مردم افغانستان به درمان‌های نجات‌بخش است.

Continue Reading

تازه خبرونه

په بدخشان کې د چینایي وګړو د شکمنو وژونکو پر ځاله افغان ځواکونو پرېکنده برید کړی

د سرچینو د څرګندونو له مخې؛ د دغو عملیاتو په پایله کې یو مطلوب کس له وسلې او نورو پوځي مهماتو سره یوځای ژوندی نیول شوی دی.

Published

on

امنیتي سرچینو ویلي، چې د افغانستان اسلامي امارت (IEA) ځانګړو ځواکونو د بدخشان ولایت د اړوند سیمې د هغو شکنو کسانو پر پټنځای برید کړی، چې څه وخت مخکې یې د ګاونډ هېواد تاجکستان په خاورې کې پر چینايي وګړو بریدونه کړي وه.

د سرچینو د څرګندونو له مخې؛ دا عملیات د سې‌شنبې پر شپه د فیض‌آباد ښار د اړوند سیمې د هغو شکمنو کسانو پر پټنځای تر سره شوي، چې څه وخت مخکې یې د ګاونډ هېواد تاجکستان په خاوره کې  پر چینايي وګړو بریدونه کړي وه.

د سرچینو د څرګندونو له مخې؛ د دغو عملیاتو په پایله کې یو مطلوب کس له وسلې او نورو پوځي مهماتو سره یوځای ژوندی نیول شوی دی.

سرچینې زياته کړې؛ د بريد په اړه د ځانګړو پلټنو پايلې او د نيول شوي کس لومړني اعترافات څرګندوي، چې د بريد پلان له افغانستان څخه بهر ترتيب شوی و.

دا په داسې حال کې ده، چې د تاجکستان بهرنیو چارو وزارت د لیندۍ پر شپږمه / د نومبر پر اووه‌ویشتمه ویلي وه؛ په خاتلون ولایت کې د برید له کبله درې چینايي وګړي وژل شوي دي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!