تازه خبرونه
حکومت د زعفرانو لپاره بازارموندنه او پوهاوی ندی کړی- کروندګر او سوداګر
د هېواد د زعفرانو یو شمېر صادروونکي او تولیدوونکي وايي، چې اوس هم د هېواد په کچه د زعفرانو لپاره د بازارموندنې په برخه کې لازم اقدامات ندي شوي. د زعفرانو بزګر وايي، افغان حکومت باید د زعفرانو د ارزښت او بازارموندنې او معیاري بسته بندۍ په برخه کې له خصوصي سکتور سره همکاري وکړي.
عبدالظاهر نومی کروندګر وایي، چې مونږ ته حتا خپل لګښت هم نه پوره کوي د زعفرانو په برخه کې کورنۍ پانګونه بسنه نکوي. بهرني پانګوال باید په دې برخه کې پانګونه وکړي.
د خصوصي سکتور غړې ریحانه وایي: مونږ منو، چې د هېواد په کچه د زعفرانو کښت او تولید ډېر پراخه شوی؛ خو مهمه داده، چې حکومت باید د زعفرانو د بازار پیدا کولو په برخه کې هم اړین کارونه تر سره کړي.
د دوی د څرګندونو له مخې؛ د هېواد په کچه لس ګونه زره کیلوګرامه زعفران تو لید کیږي؛ خو نظر تولید ته يي بازار کمزوری دی.
د خصوصي سکتور بله غړې بنفشه نومې وایي؛ مونږ منو، چې د هېواد په کچه د زعفرانو تولید زیات شوی؛ خو اوس هم د هېواد په کچه داسې کسان شته، چې حتا له زعفرانو له نوم سره هیڅ آشنايي نلري.
د کرنې او مالدارۍ وزارت مسوولین وايي، چې د تېرو کلونو په پرتله به په روان کال کې د زعفرانو تولید نږدې ۲۰ زره کیلو ګرا مه ته لوړشي او د هېواد زعفرانو د تو لید ۹۵ سلنه پلورل شوې.
د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي وایي، چې مونږ تېر کال ۱۶ زره کیلو ګرامه د زعفرانو تولید درلود، چې په روان کال کې هم هیله لرو، چې د زعفرانو کښت نږ دې۲۰ زره کیلو ګرامه ته ورسیږي او دا لړې به نوره هم پراختیا پیدا کړي
د مسوولینو د څرګندونو له مخې؛ د امریکا متحده ایالاتو په ګډون د نړۍ نږدې اووه لس هېوادونو ته د افغانستان زعفران صا دریږي، چې دا په پخپله د بازار موندنې په برخه کې مهم رول لوبولی شي.
ویل کیږي، چې په افغانستان کې هم د زعفرانو کارول ډېر شوي او په اخترونو کې هره کونۍ، چې وس یې رسیږي د چای پر ځای زعفران کاروي.
خبریال: اسلم حجاب