تازه خبرونه
خبریالان د رښتیا ویلو له کبله درنده بیه پرې کوي- ګوترش
ګوترش د خبریالانو پر وړاندې د جرمونو د بېسزا پاتې کېدو د پای ته رسولو نړیوالې ورځې پر مناسبت، چې د نومبر پر دوهیمه لمانځل کېږي؛ خبرداری ورکړی، چې د خبریالانو پر نښه کول او د هغوی د غږ غلي کول خلک له معلوماتو بېبرخې کوي او ټول زیانمنوي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوترش ويلي، د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې خبریالان اوس هم د رښتیا او حقیقت ویلو له کبله درنده بیه پرې کوي.
ګوترش د خبریالانو پر وړاندې د جرمونو د بېسزا پاتې کېدو د پای ته رسولو نړیوالې ورځې پر مناسبت، چې د نومبر پر دوهیمه لمانځل کېږي؛ خبرداری ورکړی، چې د خبریالانو پر نښه کول او د هغوی د غږ غلي کول خلک له معلوماتو بېبرخې کوي او ټول زیانمنوي.
هغه ویلي:« کله، چې خبریالان پر نښه کېږي او د هغوی د راپورونو خپرول بندېږي؛ په حقیقت کې مونږ ټول زیان وینو.»
د ملګرو ملتونو سرمنشي په خپل پیغام کې د خبریالانو لپاره د عدالت پر ټینګښت او د رسنیو د کارکوونکو پر وړاندې د جرمونو د عاملانو د ځوابویلو پر اړتیا ټینګار کړی دی.