لوبی
خدیم او عینو مېنې فوټبال لوبډلې د افغانستان اتلانو لیګ اتلولي وګټله
![](https://www.ariananews.af/wp-content/uploads/2024/05/ACL-2024-1.jpg)
د افغانستان اتلانو لیګ د سې شنبې پر ورځ ( د غبرګولي لومړۍ) په دریشپېتمه لوبه کې د خدیم افسي لوبډلې خراسان فاریاب ته ۲ د ۱ پر توپیر ماتې ورکړه.
په دې لوبه کې د خدیم له لوبډلې څخه نسیم مرادي د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.
دغه راز د دې سیالیو په څلورشپېتمه لوبه کې عینو مېنې جوانان واحدي لوبډلې ته ۸ – ۱ ماتې ورکړه.
په دې لوبه کې د عینو مېنې لوبډلې غړی احمد نبي مقدس د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.
د فوټبال اتلانو لیګ د دې پړاو پای لوبه به د چارشنبې پر ورځ (د غبرګولي دوهیمه) د عدالت فراه او اټک انرژي ترمنځ ترسره کیږي.
پای لوبه به د کابل پر وخت ۳:۰۰ بجې پیل او له آریانا تلویزیون څخه به پر ژوندۍ بڼه خپره شي.
لوبی
حضرت الله ځاځي د مجیب الرحمن پر ځای په ۲۰ اوریز نړیوال جام کې لوبیږي
د کرکټ نړیوالې شورا ویلي، چې د لوبې تخنیکي کمیټې د مجیب الرحمن پر ځای حضرت الله ځاځي منلی دی.
![](https://www.ariananews.af/wp-content/uploads/2024/06/Mujeeb.jpg)
د کرکټ نړیوالې شورا د جمعې پر ورځ اعلان کړی، چې مجیب الرحمن به د ګوتې د ټپ له مبله د افغانستان د شل اوریزو نړیوال جام په راتلونکیو سیالیو کې ګډون ونکړي.
مجیب الرحمن د افغانستان د نړیوال جام په لومړۍ لوبه کې د یوګانډا پر وړاندې لوبېدلی و؛ خو د ټپ له کبله له لوبې بهر شوی دی.
د کرکټ نړیوالې شورا ویلي، چې د لوبې تخنیکي کمیټې د مجیب الرحمن پر ځای حضرت الله ځاځي منلی دی.
افغانستان پاپوا نیو ګیني لوبډلې ته پر ماتې ورکولو د ۲۰ اوریزه نړیوال جام د غوراوي سیالیو اتم پړاو ته لاره پیدا کړه. دا لوبډله به خپله وروستۍ لوبه د سې شنبې پر ورځ د افغانستان پر وخت د مازیګر پېنځه بجې له ویسټ انډیز سره تر سره کیږي.
دې ته ورت خبرونه:
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پاپوا نیوګیني ته ماتې ورکړه
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د نیوزیلینډ پر وړاندې تاریخي بریا خپله کړه
لوبی
کابل زلمی د کابل کرکټ غوره لیګ د دوهیم پړاو اتلولي خپله کړه
کابل زلمي لوبډلې ورکړ شوی هدف په ۱۸.۵ اورونو کې د ۳ لوبغاړو پر سوځېدو پوره کړ او د کابل غوره لیګ د دوهیم پړاو اتلولي یې خپله کړه.
![](https://www.ariananews.af/wp-content/uploads/2024/06/KPL2024.jpg)
د کابل غوره لیګ د دوهیم پړاو په پای لوبه کې کابل زلمي لوبډلې بند امیر سټارز لوبډلې ته د ۷ ویکټو پر توپیر ماتې ورکړه او د دې پړاو اتلولي یې خپله کړه.
په دې لوبه کې، چې د جمعې پر ورځ (د غبرګولي پېنځهویشمه) د کابل په ايوبي لوبغالي کې ترسره شوه؛ بند امير لوبډلې پچه وګټله او لومړى يې د توپوهنې پرېکړه وکړه او په ٢٠ اورونو کې يې د ۱۰ لوبغاړو پر سوځېدو ١٦٩ منډې جوړې کړې.
کابل زلمي لوبډلې ورکړ شوی هدف په ۱۸.۵ اورونو کې د ۳ لوبغاړو پر سوځېدو پوره کړ او د کابل غوره لیګ د دوهیم پړاو اتلولي یې خپله کړه.
: دې ته ورته خبرونه
د کابل کرکټ غوره لیګ لوبغاړو د داوطلبۍ مراسم ترسره شول
لوبی
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پاپوا نیوګیني ته ماتې ورکړه
د يادونې ده، چې افغانستان اوس د شپږ نمرو پر لرلو د اړوند کرکټ نړيوال جام د غوراوي د اته لوبډلو په کتار کې راغلى او په دې پړاو کې به له هند، اسټراليا او بنګله دېش سره په ګروپ کې لوبې کوي.
![](https://www.ariananews.af/wp-content/uploads/2024/06/Rashid-Noor.jpg)
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې نن (جمعه د غبرګولي پېنځهویشتمه) د ۲۰ اوریز نړیوال جام په خپله درېیمه لوبه کې پاپوا نیوګیني ته ماتې ورکړه.
د پاپوا نیوګیني لوبډلې لوبغاړو د خپلو ټولو لوبغاړو پر سوځیدو د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ته د ۹۶ منډو هدف وټاکه.
په دوهیمه نیمايي کې د هېواد لوبغاړو ټاکل شوی هدف پوره او سیاله لوبدله یې د ۷ ویکټو پر توپیر وګټله.
دا په امریکا کې د کرکټ په ۲۰ اوریز نړیوال جام کې د افغانستان درېیمه پرلهپسې بریا ده.
د هېواد کرکټ ملي لوبډلې له دې مخکې نیوزیلینډ او یوګانډا ته ماتې ورکړې وې.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډله دا مهال د خپل ګروپ په سر کې ده او ټاکل شوې، چې د جون پر اووهلسمه د ګروپ وروستۍ لوبه له ویسټ انډیز سره ترسره کړي.
د يادونې ده، چې افغانستان اوس د شپږ نمرو پر لرلو د اړوند کرکټ نړيوال جام د غوراوي د اته لوبډلو په کتار کې راغلى او په دې پړاو کې به له هند، اسټراليا او بنګله دېش سره په ګروپ کې لوبې کوي.
لوبې پر ژوندۍ بڼه وګورئ!
آریانا تلویزیون د ۲۰ اوریز نړیوال جام سیالۍ پر ژوندۍ بڼه خپروي.
د دې سیالیو په اړه خبرونه او تازه معلومات په منظمه توګه له آریانانیوز او ټولنیزو شبکو خپریږي، نو له مونږ سره پاتې شئ.
دې ته ورته خبرونه:
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د نیوزیلینډ پر وړاندې تاریخي بریا خپله کړه
-
تازه خبرونه5 days ago
بریکس د افغانستان د کړکیچ پر سمدستي حل ټینګار څرګند کړ
-
سوداگري4 days ago
له یوه ایراني شرکت سره د تېلو پر معیاري چاڼخونې خبرې وشوې
-
تازه خبرونه5 days ago
له ۸۰ ډېر افغانان پاکستان ته د ناقانونه اوښتو پر تور ونیول شول
-
سیمه ییز خبرونه3 days ago
په کویټ کې د اورلګیدنې له کبله ۴۹ کارګران مړه شوي
-
لوبی3 days ago
هند له امریکا لوبه وګټله او د ۲۰ اوریز نړیوال جام دوهیم پړاو ته یې ګام پورته کړ
-
نړۍ5 days ago
د ملګرو ملتونو امنیت شورا په غزه کې د اوربند له طرحې ملاتړ وکړ
-
تازه خبرونه4 days ago
د پوهنې وزارت چارسمبالي د پوهنې وزيرانو دوهیم نړيوال فورم ته وينا وکړه
-
لوبی2 days ago
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پاپوا نیوګیني ته ماتې ورکړه