لوبی
عینو مېنې په افغانستان اتلانو لیګ کې میوند ته ۱۰- ۲ ماتې ورکړه
د یکشنبې پر ورځ د افغانستان اتلانو لیګ په نههپنځوسمه لوبه کې د عینو مېنې فوټبال لوبډلې میوند لوبډلې ته ۱۰ د ۲ پر توپیر ماتې ورکړه.
د عینو مېنې لوبغاړي احمد نبي مقدس له سیالې لوبډلې سره په لوبه کې پېنځه ګولونه ووهل او د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.
عبدالمجید خان دوه او ملګرو لوبغاړيو یې هر یو رحمان محمدي، عزیز احمدي او راشد نظري یو- یو ګول ترسره کړ.
د یکشنبې پر ورځ په دوهیمه لوبه کې اټک انرژۍ موج ساحل ته ۴ د صفر پر توپیر ماته ورکړه. د دې لوبې غوره لوبغاړی احمد نبي مقدس ونومول شو.
د دې کال لیګ تر پای ته رسېدو پورې له یوې اوونۍ لږ وخت پاتې دی، هر ګول لوبډلو ته ټاکونکی دی.
ټول دولس لوبډلې په دې لوبو کې برخه لري، چې د شنبې پر ورځ د اپریل پر ۲۰ پیل شوي.
تمه ده، چې دا لوبې د پنجشنبې پر ورځ د می پر درویشتمه پای ته ورسیږي.
د دوشنبې پر ورځ به دوه لوبې وګورئ؛ دواړه به د آریانا ټلویزیون لهخوا پر ژوندۍ بڼه خپریږي.
د نن ورځې په لومړۍ لوبه کې به سرخ پوشان خوافي د ماسپښین پر یوه بجه د ابو مسلم فراه لوبډلې سره مخ کیږي.
په بله لوبه کې استقلال کابل له سرسبز یاشلر سره درې نیمې بجې لوبیږي.
د سږکال په زړه پورې سیالۍ د افغانستان د فوټبال فډراسیون، آریانا ټلویزیون او ملاتړي ویکټور انرژي لهخوا پر ګډ کوربتوب تر سره کیږي.
په ټول هېواد کې د فوټبال مینهوال کولی شي هره ورځ د آریانا ټلویزیون له لارې د خپلې خوښې لوبډلې په لوبغاړي کې وکوري.
لوبی
افغان لوبڅار د سوکوهنې په نړیواله ننداره کې د ګډون لپاره چین ته تللی
د افغانستان د بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست ویلي، چې سلطاني د سوکوهنې د نړیوال فډراسیون پر همغږۍ او د هېواد د المپیک او سپورټ له مسوولانو سره په ګډه سینکیانګ ته استول شوی دی.
د افغانستان د سوکوهنې لوبڅار خیبر سلطاني د سوکوهنې په نهمه نړیواله ننداره کې د لوبڅارنې لپاره د چین سینکیانګ ښار ته تللی دی.
د افغانستان د بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست ویلي، چې سلطاني د سوکوهنې د نړیوال فډراسیون پر همغږۍ او د هېواد د المپیک او سپورټ له مسوولانو سره په ګډه سینکیانګ ته استول شوی دی.
د سوکوهنې نهمه نړیواله ننداره د سپټمبر له ۲۱مې تر ۳۰مې د چین په کوربهتوب ترسره کېږي او خیبر سلطاني به په دې سیالیو کې د لوبڅار په توګه دنده ترسره کړي.
دغه راز د افغانستان د سوکوهنې ملي لوبډله هم، چې له دې مخکې چین ته رسېدلې، د دغو سیالیو لپاره یې دوهورځنی روزنیزې هڅې بشپړ کړی دی.
د افغانستان ملي لوبډله په دې نړیواله ننداره کې له اووه لوبغاړو، دوه روزونکو او یوه د لوبډلې له مسوول څخه جوړه ده او د هېواد استازیتوب کوي.
لوبی
افغانستان د آسیايي لوبو په ګروپي پړاو کې له جاپان او نیپال سره لوبې کوي
افغانستان له جاپان او نیپال سره په الف ګروپ کې دی. افغان لوبډله به په نیسین ښار کې د ګروپي پړاو خپله لومړۍ لوبه د سپټمبر پر څلیریشتمه له جاپان سره وکړي او دوهیمه لوبه به د سپټمبر پر پېنځهویشتمه له نیپال سره هم په همدې ښار کې ترسره کړي.
د افغانستان کرکټ لوبډله به په جاپان کې د ۲۰۲۶ آسیايي لوبو په ګروپي پړاو کې له جاپان او نیپال سره لوبې وکړي.
افغانستان له جاپان او نیپال سره په الف ګروپ کې دی. افغان لوبډله به په نیسین ښار کې د ګروپي پړاو خپله لومړۍ لوبه د سپټمبر پر څلیریشتمه له جاپان سره وکړي او دوهیمه لوبه به د سپټمبر پر پېنځهویشتمه له نیپال سره هم په همدې ښار کې ترسره کړي.
په ګروپي پړاو کې نورې درې لوبډلې هانګ کانګ، چین، مالیزیا او عمان دي، چې په بي ګروپ کې راغلي دي.
دغه راز هند، پاکستان، بنګلهدېش او سریلانکا د اتو غوره لوبډلو پړاو ته په مستقیم ډول لار پیدا کړې ده.
د آسیايي لوبو لپاره د افغانستان په ۱۵ کسیزه لوبډله کې دروېش رسولي لوبډلمشر او محمد اسحاق ویکټساتونکي ټاکل شوي دي.
د لوبډلې په نوملړ کې محمد اکرم، حسن عیسیخېل، خالد تڼیوال، عمران میر، فیصل خان شینوزاده، نجیب الله ځدراڼ، فرمان الله ساپی، عصمت عالم، کریم جنت، ننګیال خروټی، عرب ګل مومند، فریدون داوودزي او عبدالله احمدزي راغلي دي.
افغان لوبډله د یکشنبې پر ورځ له کابله د جاپان پلازمېنې ټوکیو ته روانه شوې ده.
-
لوبی4 days agoد افغانستان اتلانو لیګ؛ ابومسلم فراه او آریانا خوست مساوي شول
-
تازه خبرونه2 days agoد آریانا یوه کارګو الوتکه کابل ته راورسېده
-
تازه خبرونه2 days agoد افغانستان بهرنیو چارو وزارت د پاکستان سفارت چارسمبالی احضار کړ
-
تازه خبرونه4 days agoد اسلامي همکاریو ټولنه د افغانستان په اړه د تماس ډلې ناسته تر سره کوي
-
نړۍ3 days agoد جګړو هممهاله د نړۍ مشران د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې راټولیږي
-
تازه خبرونه3 days agoد پاکستان پوځ په کونړ کې د زلزله ځپلیو پر کمپ هوایي برید کړی
-
تازه خبرونه1 day agoد روسیې ۲۲ سېلانیانو د بدخشان واخان ته سفر وکړ
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoد ریاض هوايي ډګر ته څېرمه اور او لوګي؛ حوثیانو پر سعودي پلازمېنې له برید خبر ورکړ
