تازه خبرونه
خصوصي پوهنتونونه دې د کانکور په ازموینه کې د نجونو له نوم لیکنې ډډه وکړي
د لوړو زدهکړو وزارت خصوصي پوهنتونونو ته په یوه مکتوب کې سپارښتنه کړې، چې تر راتلونکي خبرتیا پورې دې د کانکور او پسرلني سمستر په ازموینو کې د نجونو له نوم لیکنې ډډه وکړي.
دا ځل د خصوصي پوهنتونونو د ۱۴۰۲ ل.ل کال په کانکور ازموينه کې د نجونو پر ګډون هم بندیز ولګید. د لوړو زدهکړو وزارت په یوه مکتوب کې خصوصي پوهنتونونو ته امر شوی، چې د کانکور په ازموينه کې دې نجونې نه شاملوي او تر بل امر پورې دې انتظار وباسي.
په دغه لیک کې خبرداری ورکړ شوی، چې له سرغړوونکیو سره به قانوني چلند وشي.
یو شمېر نرینه او ښځینه زدهکوونکي وايي، له زدهکړو ناهیلي شوي دي.
زدهکړیاله آسیه جسور وايي، چې د روښانه راتلونکي لپاره هېی هيله نلري، ځکه ټولې دروازې يې پر مخ تړلې دي.
د چارو شنونکيو ويلي، چې د نجونو پر زدهکړو بندیز به هېواد شاته ټېلوهي او اسلامي امارت باید پدې پرېکړه له سره غور وکړي.
ډېري په دې باور دي، چې د ۱۴۰۲ ل. ل کال د خصوصي پوهنتونو د کانکور په ازموینه کې د نجونو پر ګډون له بندیزه داسې ښکاري، چې له زدهکړو او تحصیل څخه د نجونو د موقتي راګرزولو خبرې هم ناسمې بریښي او ښکاري، چې دا بندیزونه به دوام وکړي.