تازه خبرونه
خلیلزاد د افغانستان او پاکستان ترمنځ د امنیتي تړون وړاندیز وکړ
خلیلزاد په ایکس کې پاڼه کې لیکلي: د پاکستان د پوځ ویاند شریف چودري د امریکا او اسلامي امارت ترمنځ د دوحې هوکړې ته نغوته(اشاره ) کړې؛ خو دا یې ناسم درک وباله، چې ګواکې دغه هوکړه د افغانستان او پاکستان ترمنځ مسایلو هم رانغاړي.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د چارشنبې پر ورځ د افغانستان او پاکستان ترمنځ د یوه احتمالي امنیتي تړون وړاندیز وکړ او څرګندوي، چې دا ډول تړون کولی شي د دواړو لوریو ترمنځ اړیکې بدلې کړي.
خلیلزاد په ایکس کې پاڼه کې لیکلي: د پاکستان د پوځ ویاند شریف چودري د امریکا او اسلامي امارت ترمنځ د دوحې هوکړې ته نغوته(اشاره ) کړې؛ خو دا یې ناسم درک وباله، چې ګواکې دغه هوکړه د افغانستان او پاکستان ترمنځ مسایلو هم رانغاړي.
نوموړي ټینګار کړی، چې د دوحې هوکړه د کابل او اسلامآباد ترمنځ دوهاړخیزې اړیکې نهرانغاړي.
هغه په دې اند او نظر دی، چې: د چودري دې یادونې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د جلا امنیتي تړون داسې اند او شونتیا رامنځته کړې، چې د پاکستان او افغانستان امنیتي اندېښنو ته به په کې پاملرنه کېږي.
د خلیلزاد د څرګندونو له مخې؛ دا ډول تړون به دواړه لوري دې ته ژمن کړي، چې هیڅ فرد یا ډله؛ د داعش او تحریک طالبان پاکستان (TTP) په ګډون د یوه لوري له خاورې څخه د بل لوري د امنیت د ګواښ لپاره استفاده ونهکړي.
هغه زیاته کړې؛ د درېیم لوري څارنه کولی شي د تړون د عملي کېدا په ډاډمنولو کې مرسته وکړي.
زلمی خلیلزاد څرګندوي؛ د اسلامي امارت له مشرانو سره د خپلو وروستیو خبرو پر بنسټ ویلی شم، چې هغوی د دا ډول تړون پر سر خبرو اترو ته چمتو دي. نوموړي دا وړاندیز د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو لپاره «د لوبې بدلوونکی» وباله؛ هغه اړیکې، چې له اوږدې مودې راپدېخوا د امنیتي شخړو او د وسلهوالو فعالیتونو له کبله ترینګلې پاتې دي.
خلیلزاد زیاتوي: «توپ اوس د پاکستان په ډګر( میدان) کې دی» او له دې سره یې وښودله، چې د پرمختګ لپاره اوس د اسلامآباد چمتووالي ته اړتیا ده.
د افغانستان او پاکستان اړیکې په وروستیو کلونو کې څو ځله له ترینګلتیاوو سره مخ شوي دي. په ځانګړي توګه د وسلهوالو بریدونو او هغو تورونو له کبله، چې ګواکې وسلهوالې ډلې د یو بل له خاورې فعالیت کوي.