بی بی سی پښتو

خلیلزاد: د بین الافغاني خبرو لپاره پر نوې نېټې بحث روان دی

Published

on

Getty Images
ښاغلي خليلزاد چې د ويډيو کنفرانس له لارې یې خبريالانو سره خبرې کولې وويل، د افغانانو خپلمنځۍ ناستې لپاره پر يوې نوې نېټې خبرې روانې دي.

د افغان سولې لپاره د امريکا استازى زلمى خليلزاد دا مني چې افغانستان کې د تاوتريخوالي وروستۍ لړۍ د سولې د بهير، او سولې ته د رسېدو د تګلوري په تړاو پوښتنې را پورته کړې خو وايي، د دغو شته ننګونو د هوارۍ لپاره سخت کار کوي.

ښاغلي خليلزاد چې د ويډيو کنفرانس له لارې یې خبريالانو سره خبرې کولې وويل، د افغانانو خپلمنځۍ ناستې لپاره پر يوې نوې نېټې خبرې روانې دي.

نوموړي يو ځل بيا په ډاګه کړه چې امريکا غواړي د افغانانو خپلمنځي ناسته څومره ژر چې شونې وي پيل شي، ځکه په وينا يې د افغانانو ترمنځ ناسته افغانستان کې د تل پاتې سولې يوازينې لار ده.

زلمي خليلزاد تاوتريخوالى او د زندانيانو موضوع د دغې ناستې د جوړېدو پر وړاندې خنډونه وبلل.

ښاغلي خليزاد ننګرهار او کابل کې شويو وروستيو بريدونو کې د داعش لاس لرزلو ته اشاره کوله او ويې ويل د داعش په څېر داسې ځواکونه دي چې افغانستان کې سوله نه غواړي او د تاوتريخوالي په ډېرولو د سولې بهير د مخنيوي هلې ځلې کوي.

نوموړي وويل دوى له طالبانو او افغان حکومت دواړو په ټينګه غواړي چې دغه لومه کې کېنوځي او ترهګرۍ پر وړاندې جګړه کې سره همکاري وکړي.

افغان حکومت د کابل او ننګرهار بريدونو پړه هم پر طالبانو اچوي. نوموړي وويل که افغان حکومت په دې تړاو ثبوت لري نو دى چمتو دى چې ويې ګوري.

د دې پوښتنې په ځواب کې چې د افغانستان د استخباراتو ادارې ويلې چې د حقاني شبکې او داعش ترمنځ اړيکې شته او په ځانګړې توګه په کابل کې د سيکانو پر ګورودوارې شوي وروستي بريد کې يې دغه راز اړيکې ته اشاره کړې، زلمي خليلزاد وويل:

“زموږ په باور طالبان او داعش د يوۀ بل مرګوني غليمان دي او د داعش پر وړاندې جګړه کې طالبانو مهم رول لوبولى.”

زلمي خلیلزاد د پاکستاني پوځ له مشر سره لیدلي

خلیلزاد: د بندیانو د خوشي کولو وخت را رسېدلی دی

نوموړي همداراز په افغانستان کې د داعش پر وړاندې جګړه کې د افغان حکومت او د امريکايي ځواکونو رول حياتي وباله.

ښاغلي خليلزاد د طالبانو له لوري د تېرې ورځې شوى موټر بمب بريد ډېر منفي پرمختګ وباله او ويې ويل، د حکومت او طالبانو له لوري پر يوۀ بل بريدونه او د زندانيانو نه پرېښودل د افغانانو خپلمنځي ناستې لپاره کېدونکې هڅې کمزورې او پېچلې کولای شي.

د افغان سولې لپاره د امريکا استازي زياته کړه چې تېرو دوه نيمو اوونيو کې يې دوه ځله له طالبانو سره کتلي او د زندانيانو د د پرېښودو او تاوتريخوالي د کمولو په تړاو يې پر هغوى فشار راوړى.

زلمي خليلزاد يو ځل بيا ټينګار وکړ چې د زندانيانو د پرېښودو بهير بايد چټک شي.

Getty Images

ښاغلي خليلزاد د نيويارک ټايمز د خبريال دې پوښتنې ته چې امريکا پر جنرال دوستم د هغه د يوه سياسي سيال له لوري د شوې جنسي تېري له امله د نوموړي د محاکمې غوښتنه کوله، خو اوس چې هغه ته تر ټولو لوړه پوځي رتبه ورکول کېږي، نو طالبانو سره هوکړه کې قربانيانو لپاره د عدالت پر مسلې به يې اغېز څه وي؟ مخامخ ځواب ورنه کړ، يوازې دومره يې وويل چې د اوس لپاره په دې خبرې ځکه نه کوي چې له جزيياتو نه دى خبر.

خو نوموړي زياته کړه په عمومي توګه يې نظر دا دى چې اړتيا ده د سولې په هر بهير کې د عدالت او جګړې ختمولو د اړتياو ترمنځ انډول وساتل شي.

ښاغلي خليلزاد دا هم په ډاګه کړې چې امريکا د دې ملاتړ کوي چې افغانان د يو ټول شموله حکومت جوړولو لپاره سره يو ځاى کېږي.

د ښاغلي خليلزاد مخې ته دا پوښته هم کېښودل شوه چې ګواکې په افغانستان کې ځينې د سولې له بهيره د نوموړي د لېرې کولو غوښتونکي دي، نو ايا د سولې بهير د اړخونو باور له ځانه سره لري؟

ښاغلي خليلزاد په ځواب کې وويل، د سولې بهير کې د امريکا استازيتوب کوي او تر هغه به دې دندې ته دوام ورکوي چې د امريکا د بهرنيو چارو وزير يې وغواړي.

Trending

Exit mobile version