تازه خبرونه

خلیلزاد د مرکزي آسیا له بهرنیو چارو وزیرانو سره غږیدلی

Published

on

(Last Updated On: چنګاښ ۱۱, ۱۳۹۹)

د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د مرکزي آسیا هېوادونو له بهرنیو چارو وزیرانو سره د افغانستان د سولې په اړه خبرې اترې کړې دي.

زلمي خلیلزاد په خپلو یو لړ تویتونو کې په ډاګه کړې، چې: ما او د امریکا د نړیوالې پرمختیايي ادارې د پانګونې شرکت ( دي اف سي) عامل پلاوي مدیر آدم بولر په تاشکند کې ښه لیدل کتل لرل؛ ورځ مو له باندنیو چارو وزیر کاملوف او ځانګړي‌ استازي ارګاشف سره پیل کړه او بیا د C5+1( ازبکستان، تاجکستان، ترکمنستان، قزاقستان، قیرغیز جمهوریت)  له پاتو بهرنیو چارو وزیرانو سره یو ځای شوو.

د امریکا د سولې استازي دغه راز څرګنده کړې: یو باثباته او سوکاله افغانستان په منځنۍ آسیا کې د سیمیزې سولې، امنیت او سوکالې لپاره اړین دی. همدارنګه یوه منځنۍ آسیا، چې له ځواکمنو او خپلواکو دولتونو جوړه وي او له افغانستان سره په ګډه د سویلیزې آسیا د نښلولو لپاره کار وکړ؛ د سیمې سوداګریزې اړیکې ورسره پراختیا کوي او دا به د ټولو لپاره ګټوره وي.

نوموړي زیاته کړې؛ دغه راز مونږ په هر هېواد کې د پانګه ونې او د پولو پر شاوخوا د اړینو فرصتونو په اړه وغږیدو. مونږ دغه راز پدې هم غور وکړ، چې د سیمې د ودې او پانګونې لپاره یو ګډ صندوق ته اړتیا ده او مونږ ورته پانګونې ته چمتو یو.

زلمي خلیلزاد د C5+1 همکاري ستایلې او وایي: مونږ اړتیا لرو، چې د افغانانو له خپلمنځي خبرو وروسته د سیاسي همغږۍ د هڅونې لپاره ګډ کار وکړو. اوس د ګډ اقتصادي لوري، د سیمې نښلولو او یووالي لپاره کار پیلیږي.

هغه ټینګار کړی، چې یو باثباته او هوسا افغانستان د مرکزي آسیا د سولې، امنیت او هوساینې لپاره اړین دی. دغه راز یوه ځواکمنه، خپلواکه او د یووالي لرونکې مرکزي اسیا، چې له افغانستان سره په ګډه د سویلي آسیا د نښلولو لپاره کاروکړي نه یوازې د سیمي، بلکې د امریکا لپاره هم ګټه لري.  

دغه راز د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه تویت کې څرګنده کړې؛ د مرکزي آسیا د بهرنیو چارو وزیرانو په ناسته کې له مایک پمپیو سره پر سیمه ییزو همکاریو، امنیت، اقتصادي خوندیتوب، له کرونا ویروس سره مبارزې، د افغانستان سولې او اورال سیند پر ستونزو خبرې شوې دي.

مایک پامپیو هم ویلي، چې په دې غونډه کې پر امنیتي ستونزو او د منځنۍ آسیا هېوادونو ترمنځ پر اقتصادي همکاریو خبرې شوي دي.

د یادونې ده، چې C5+1 جوړښت د سیمې د ستونزو او ننګونو لپاره د مرکزي آسیا له ۵ هېوادونو او امریکا جوړ شوی او نن یې د بهرنیو چارو د وزیرانو ناسته تر سره شوه.

Trending

Exit mobile version