تازه خبرونه

خلیلزاد په هرات کې هوایي برید غندلی او په اړه یې د څېړنې غوښتنه کړې

Published

on

(Last Updated On: زمری ۲, ۱۳۹۹)

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د هرات ولایت د ادرسکن ولسوالۍ په اړوند سیمه کې د افغان ځواکونو هوایي بریدونه په کلکه غندلي او په دې اړه یې د پلټنې غوښتنه کړې ده.

زلمي خلیلزاد په یو لړ تویتونو کې څرګنده کړې؛ له تېرو څلیریشت ساعتونو راپدیخوا په افغانستان کې د تاوتریخوالي کچه پوره لوړه شوې او عامه مرګ و ژوبله یې رامنځته کړې ده.

هغه په ډاګه کړې؛ په هرات کې د یو شمېر انځوروړنه او شواهد ښیي، چې د ماشومانو او ښځو په ګډون عام وګړي د افغان ځواکونو د هوایي بریدونو په پایله کې وژل شوی او مونږ دا برید نه یوازې غندو، بلکې د دې پېښې په اړه د بشپړو پلټنو ملاتړ هم کوو.

د سولې دغه ځانګړي استازي زیاته کړې، چې د افغانستان خلک د سولې خبرو سمدستي پیل ته اړتیا لري ؛ ځکه، چې په هېواد کې ثبات د دوی لومړنۍ هیله ده.

هغه وایي: د ادیرو جوړول به د سولې خبرې نورې هم وځنډوي.

خلیلزاد زیاته کړې: مونږ دې بهیر ته د بیا ورګرزیدنې لپاره له ټولو ښکېلو اړخونو غواړو، چې له تاوتریخوالي ډډه وکړي؛ د ملکي وګړیو ساتنه وکړي او زغم وښیي، ځکه د افغانانو ترمنځ د خبرو پیل خورا ډېر نږدې شوی دی.

د خلیلزاد دغه څرګندونې د هرات ولایت د ادرسکن ولسوالۍ د هوايي برید په ځواب کې په ډاګه شوي، چې په کې لږ تر لږه  ۴۰ کسان وژل شوي دي.

په افغانستان کې د یوناما مشرې دیبورا لیونس په خپل یوه تویت کې روان تاوتریخوالی غندلی او ویلي یې دي: په داسې حال کې، چې افغانان باید د سولې په اړه خپلمنځي خبرې وکړي په افغانستان کې د تاوتریخوالې یوه بله څپه پیل شوې، چې په کې ‌ېر شمېر افغانانو ته مرګ و ژوبله اوړي.

.د هرات سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې دوی د طالب جنګیالیو یوه غونډه بمبارد کړې؛ خو راپورونه ښیي، چې ډېر شمېر قربانیان ملکي وګړي دي

د ملي دفاع وزارت منلې، چې دوی به د ملکي مرګ و ژوبلې په اړه تورونه وڅېړي.

Trending

Exit mobile version