تازه خبرونه

خلیلزاد کابل ته راغی او د خبرو پلاوی قطر ته ولاړ

Published

on

(Last Updated On: مرغومی ۱۶, ۱۳۹۹)

د افغانستان د سولې جمهوریت پلوی پلاوی له طالبانو سره د خبرو په راتلونکي پړاو کې د ګډون لپاره دوحې ته سفر کوي او ورسره همهاله د سولې د چارو امریکایي استازی زلمي خلیلزاد کابل ته رارسیږي.

زلمی خلیلزاد له افغان مشرانو سره ګوري او له حکومت، امنیتي او دفاعي ځواکونو سره به د امریکا د ژمنو پر دوام خبرې وکړي.

کابل ته د نوموړي له سفر سره همهاله د حکومت د سولې خبرو اترو ډله دوحه ته تللې ده. که څه هم تردې دمه نده معلومه، چې د خبرو راتلونکی پړاو به کله پیل شي؛ خو د جمهوريت غوښتونکي پلاوي تمه داده،  چې په دې خبرو کې به له طالبانو سره د جګړې پر پای ته رسیدو هوکړې ته ورسیږي.

د دغو خبرو له پیل مخکې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د پخلاینې عالي شورا له مشر عبدالله عبدالله، پخواني جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف او یو شمېر نورو سیاستوالو سره د سولې د دوه یم پړاو په اړه خبرې کړې دي.

زلمي خلیلزاد له کابل مخکې پاکستان ته سفر کړی او ټاکل شوې، دوحې ته هم سفر وکړي. هغه تمه لري، چې دواړه مذاکره کوونکي ژر د تاوتریخوالي له کمولو سره پر سیاسي حل هم هوکړه وکړي.

هغه زیاته کړې، چې د سیمې نورو هېوادونو ته به هم ولاړ شي.

 نوموړي په ډاګه کړې: هغه دوحې او سیمې ته یو ځل بیا په دې هیله راغلی، چې دواړه خواوې به د سولې په بهیر کې د پام وړ پرمختګ ولري.

هغه زیاته کړې: دواړه خواوې باید دا په ډاګه کړي، چې دوی د افغانستان د خلکو د لوړو ګټو استازیتوب کوي او پر سیاسي حل او اورکم یا اوربند هوکړه کوي.

خلیلزاد دا هم ویلي، چې د تاوتریخوالي دوام په ځانګړي توګه په افغانستان کې موخه ییزې وژنې د منلو وړ ندي او دا کار هغه خلک کوي، چې غواړي د سولې بهیر کمزورې کړي او دا د منلو وړ نده.

زلمی خلیلزاد په داسې حال کې سیمې ته سفر کوي، چې د موخه ییزو بریدونو په ګډون تاوتریخوالی په هېواد کې ډېر شوي؛ خو هیڅوک یې مسوولیت نه مني.

Trending

Exit mobile version