بی بی سی پښتو
خلیلزاد: روژه غني او عبد الله ته فرصت ورکوي چې د هېواد ګټو ته لومړیتوب ورکړي
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، “روژه افغان مشرانو، ولسمشر غني او ډاکتر عبدالله، ته فرصت ورکوي چې د خپلو ګټو پر ځاې د هېواد ګټو ته لومړیتوب ورکړي”.
نوموړي داراز ویلي: “روژه دغه راز طالبانو ته یو فرصت ورکوي چې د روغتیایي کړکیچ تر پایه، د بشري چارو لپاره اوربند ومني چې اورکم او پوځي تهاجمي عملیات ودروي.”
زلمي خلیلزاد په ځینو ټوېټونو کې لیکلي: “په دې بې ساري وخت کې، د تفکر او د نورو په اړه د فکر کولو فرصت، یو نعمت دی.”
ښاغلي خلیلزاد له دواړو غاړو غوښتي چې “باید د بندیانو خلاصون چټک کړي. د COVID-19 پر خلاف جګړه دې ته فوریت ورکوي او د بین الافغاني مذاکراتو پیلولو په ګډون، د سولې له بهیر سره هم مرسته کوي.”
د افغانستان د ملي امنیت شورا ویلي، د امریکا – طالبانو ترمنځ له هوکړې وروسته د افغانستان دولت تر اوسه په ۱۸ ولایتونو کې ۵۵۰ طالب بندیان خوشي کړي دي.
زلمي خلیلزاد تېره ورځ هم د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه د افغانستان لپاره یو تاریخي فرصت بللی و، چې په وینا یې متحده ایالتونه او متحدین یې، په حقیقت کې نړیواله ټولنه، پر افغان مشرانو غږ کوي چې خپل هېواد او خلکو ته لومړیتوب ورکړي.
https://twitter.com/US4AfghanPeace/status/1254251078197161987
د ټاکنو خپلواک کمېسیون له خوا د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو له پایلو اعلانولو وروسته، د ملي یووالي حکومت پخواني اجراییه مشر عبد الله عبد الله د ټاکنو پایلې ونه منلې او د ولسمشر غني د لوړې مراسمو پر ورځ یې د تحلیف بېل مراسم جوړ کړي وو.
ښاغلي خلیلزاد پر داسې مهال د افغان سیاستوالو ترمنځ د سیاسي شخړې د حل غوښتنه کړې، چې د ولسمشر محمد اشرف غني او پخواني اجراییه مشر عبد الله عبد الله جلا جلا د لوړې مراسم جوړ کړل چې د دواړو ترمنځ سیاسي کړکېچ لا پسې ډېر شو.
وروسته پخواني ولسمشر حامد کرزي او پخواني جهادي مشر عبد رب الرسول سیاف د دوی ترمنځ منځګړتوب وکړ، چې چندانې ښه پایله یې ور نه کړه او دا سیاسي لانجه لاهم ناحل پاتې ده.
په پام کې وه چې د امریکا او طالبانو ترمنځ تر هوکړې لاسلیکېدا وروسته د تاوتریخوالي کچه راکمه شي، خو تېره ورځ د افغانستان د ملي امنیت شورا وویل، د یادې هوکړې له لاسلیکېدا وروسته، هره ورځ لږ تر لږه ۱۵ افغان ملکیان د طالبانو په بریدونو کې وژل کېږي او ټپیانېږي.
- ملي امنیت شورا: طالبانو له امریکا سره تر هوکړې وروسته ۲۸۰۴ بریدونه کړي
- خلیلزاد: افغان مشران باید وګړو او هېواد ته لومړیتوب ورکړي
د دې شورا ویاند جاوېد فیصل وویل، په یوه اونۍ کې ۳۴ تنه ملکیان وژل شوي او ۶۶ نور یې ټپیان دي.
ښاغلي فیصل زیاته کړه، د طالبانو او امریکا سره د سولې ترهوکړې وروسته طالبانو ۲۸۰۴ بریدونه کړي چې دده په ټکو په منځني ډول ۵۱ بریدونه کیږي او دې کې یې ۷۸۹ افغان ملکیان وژلي یا یې ټپیان کړي دي.
افغان حکومت
د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي ویلي، افغان دولت په هېواد کې د سولې پخاطر د تاوتریخوالي د کمېدو د غوښتنې او له طالبانو سره د خبرو هرکلی کوي، چې د مذکرتي ډلې د جوړولو په ګډون نیې د مستقیمو خبرو د پیل لپاره د ځینو طالب جنګیالیو د خوشي کولو په پار د ولسمشر فرمان عملي کړی.
ښاغلی صدیقي وايي، پر افغان ځواکونو د طالبانو د وروستیو بریدونو ډېرېدل ددې ښکارندویه دي چې د ده په ټکو “طالبان نه یوازې د تاوتریخوالي کمېدو ته ژمن نه دي، بلکې د خپلو خلکو او د افغانستان د دولت پرضد خپل تاوتریخوالي ته دوام ورکوي.”
د طالبانو غبرګون
د وسله والو طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په یوه استول شوې خبرپاڼه کې ویلي، د بېلابېلو سازمانونو او افغان حکومت له خوا له طالبانو د اوربند یا اورکم غوښتنې ته په کتو، طالبان “خپلو هېوادوالو او نړیوالو ته په ډاګه کوي چې موږ د سولې او د جګړې د اختتام لپاره خپل مسئولیت ادا کړی.”
ښاغلي مجاهد دا هم ویلي، له امریکا سره د طالبانو هوکړه د جګړې د ختمېدو لپاره لاسلیک شوه، خو په دې شرط چې په لسو ورځو کې “د دواړو غاړو ۶ زره بندیان خوشي شي او د بین الافغاني مذاکراتو پيل ته زمینه مساعده شي.”
طالبان پر افغان حکومت پړه اچوي چې ګنې د هوکړې د پلې کېدو په لار کې خنډونه جوړوي او د بندیانو د خوشي کولو بهیر یې ځنډولی او د اختلاف د حل لپاره یې یو جامع ټیم معرفی نه شو کړی.
طالبانو پر امریکا، ناټو او نورو ملاتړو یې هم تور پورې کړی، چې د دوی په ټکو، “د هوکړې د بندونو د عملي کېدو په لاره کې یې خپل مسئولیت نه دی ادا کړی.”
د طالبانو له ادرسه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي شوي، دې ټولو ته په کتو، له طالبانو د اوربند او اورکم غوښتنه “نا منطقي او فرصت طلبي” ده.