تازه خبرونه
خلیلزاد د نهم پړاو خبرو د پیلولو سفر پیل کړ
Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱
د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو ویلي، چې نوموړي کابل ته سفر پیل کړی او له افغان مشرانو سره له خبرو وروسته به د نهم پړاو خبرو د پیلولو لپاره قطر ته روان شي او له طالب استازیو سره به خبرې پیل کړي.
اتم پړاو خبرې له مشرانو څخه د مشورې تر لاسه کولو لپاره دریدلې وې. پمپیو څرګنده کړې، چې د نهم پړاو خبرې به پر خپلمنځي ناستې راوڅرخي.
دا په داسې حال کې ده ، چې د ناروې هېواد د افغانستان د سولې په بهیر کې د مرستې او همکارۍ ټټر وهلی دی.