تازه خبرونه
خواشینوونکې ده، چې اسلامي امارت ته د دوحې په غونډه کې د خبرو زمینه برابره نهشوه – چین
د افغانستان په چارو کې د چین استازي یو شیایویونګ د شنبې پر ورځ په ایکس پانه کې لیکلي، چې دا ناسته د اندونو د وړاندې کولو لپاره ګټوره وه او هېوادونو له افغانستان سره د عملي اړیکو او خبرو عوښتنه وکړه.
نوموړي زیاته کړې؛ افسوس، چې د افغانستان په اړه د دوحې د غونډې ګډونوال یو ځل بیا د چارسمبالي حکومت ( اسلامي امارت ) له واکمنو چارواکو سره پر خبرو کولو بریالي نهشول. لکه څنګه، چې چین او د سیمې هېوادونه یې غوښتونکي وه.
د چین دې ډیپلومات زیاته کړې؛ هېواد یې په دې ناسته کې د ډېرو بشري مرستو، معتدلې حکومتولۍ او د ښځو او نجونو لپاره د زدهکړو غوښتونکی شو.
دغه راز چین له امریکا غوښتي، چې د افغانستان د بیا جوړونې او رغونې مسوولیت دې پر غاړه واخلي، د افغانستان بندې شتمنۍ دې ازادې او یو اړخیزه بندیزونه دې لرې کړي.
ملګرو ملتونو اسلامي امارت ته بلنه ورکړې وه، چې د افغانستان په اړه د دوحې په دوهیمه ناسته کې له نورو استازیو سره ګډون وکړي؛ خو اسلامي امارت د خپلو غوښتنو د نه منل کېدو له کبله هغه رد کړه.
اسلامي امارت په دې غونډه کې د ګډون لپاره د افغانستان د خلکو استازيتوب، تعامل او له عمومي منشي سره د لیدنې غوښتنه کړې وه.