تازه خبرونه

خپل فکر او انرژي د هېواد پر آبادۍ او سوکالۍ ولګوئ – ملا برادر

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د هېواد د سیاسي او اقتصادي پرمختګ لپاره د ملي وحدت ساتنه اړینه بولي او وایي: «هغو ملتونو، چې خپلمنځی اتحاد او یووالی ساتلی؛ ډېر اسانه لویو موخو ته رسېدلي دي.

Published

on

نن (د کب نهمه ) د ملي وحدت ساتنې او له اسلامي نظام څخه د ملاتړ تر سرلیک لاندې د اهل تشیع عالي کمیسیون له لوري په جوړې شوې ناسته کې د هېواد د بېلابېلو قشرونو استازو، قومي مخورو، عالمانو او ځوانانو له اسلامي نظام څخه پر ملاتړ او ملي وحدت ساتنې ټینګار وکړ.

ملابرادر د لویې جرګې په تالار کې دې ناستې ته د وینا پر مهال ویلي: افغان ملت له مختلفو قومونو، ژبو، مذهبونو او فرهنګونو څخه تشکیل شوی او دا تنوع یوازې د یو او بل د پېژندنې لپاره ده؛ خو له بده‌مرغه د اسلامي امارت له حاکمیت وړاندې له دې تنوع هر وخت غلطه استفاده شوې ده… افغان ملت پر سیاسي احزابو وېشل شوی، چې دې کار په مهمو ملي موضوعاتو کې د افغانانو اتحاد له منځه وړی او له همدې وجې مونږ تر اوسه معناداره ملي اتحاد ندی تجربه کړی.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال وایي:  ټولو افغانانو د متجاوزینو په مقابل کې یو ځای مبارزه او جهاد کړی، د اسلام مبارک دین د ارشاداتو او د هېواد د لویو موخو په ترلاسه کولو کې یې فعاله ونډه اخیستې او د اسلامي امارت اوسنی حاکمیت د ټولو افغانانو د قربانیو پایله ده.

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د هېواد د سیاسي او اقتصادي پرمختګ لپاره د ملي وحدت ساتنه اړینه بولي او وایي: «هغو ملتونو، چې خپلمنځی اتحاد او یووالی ساتلی؛ ډېر اسانه لویو موخو ته رسېدلي دي.

نوموړي ټینګار کړی، چې: افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور او اوسیدونکي یې له یو شان حقوقو برخمن دي؛ دلته د اقلیت، قومیت او مذهب پر اساس بې معنا توپیرونه نشته. اسلامي امارت د افغانستان د قومونونو تنوع ته د ملي وحدت د سمبولونو پر سترګه ګوري او د ملي وحدت پر سالمه ساتنه ټینګار کوي.

ویل کیږي، چې د اهل تشیع عالي کميسیون ویناوالو له اسلامي نظام څخه خپل ملاتړ څرګند او د ملي وحدت پر ساتنه یې ټینګار وکړ.

 

Trending

Exit mobile version