نړۍ
د پاكستان لومړى وزير دې په ۲۴ ساعتونو كې ونيول شي
د پاکستان سترې محکمې د برېښنا په یوه تړون کې راجا پروېز اشرف په درغلۍ تورن كړ او هغه د نیولو امر شوی دی.
د پاكستان سترې محکمې ویلي، چې دغه تړون په ۲۰۱۰ م کال کې هغه مهال، چې اشرف د اوبو او برېښنا وزیر و تر سره شوى دى.
محکمې پر لومړي وزير سربېره، د فساد په دې قضیه کې د ۱۵ نورو ښکېلو کسانو د نیولو امرهم کړی دی.
د سترې محکمې رییس افتخارمحمد چوهدري ویلي، چې تورن کسان دې په څليریشتو ساعتونو كې د ننه ونیول شي.
پروېز اشرف دغه تور رد کړی او وايي:
هغه مهال چې د اوبو او برېښنا وزیر و، د برېښنا د پروژې په فساد کې یې هيڅ راز لاس نه درلود.
په پاكستان كې د ناامنيو ترڅنگ سياسي حالت هم چندان ښه نه دى او د دې هېواد سترې محكمې د سه په ورځ(د مرغومي ۲۶) د لومړي وزير راجا پرويز اشرف د نيونې امر صادر كړ.
د نوموړي د نيونې امر په داسې حال كې صادريږي، چې زرگونه اعتراض كوونكي هڅه كوي ځانونه د دې هېواد د ولسي جرگې ودانۍ ته ورسوي.
د رپوټونو له مخې:
د اسلام آباد پوليسو د اعتراض كوونكيو د خورولو لپاره اوبلن گاز كارولى دى.
اعتراض كوونكي، چې د ملا طاهرالقادري پلويان دي، له فساد سره د مبارزې غوښتنه كوي.
دغه صوفي ملا په راتلونکيو ټاکنو کې د پوځ او قضايي ارگان د لا ډېر نفوذ غوښتونکی دی.
طاهرالقادري، چې د ټاکنیزو اصلاحاتو غوښتنه کوي، له لاهور څخه د تېرې یکشنبې په ورځ (دمرغومي۲۴) له زرگونه پلویانو سره د اسلام آباد پر لوري راو خوځيد، چې د تېرې دوشنبې(مرغومي۲۵) په ورځ ناوخته اسلام اباد ته رسيدلى دى.
د يادونې وړ ده، چې د پاکستان د حکومت د واکمنۍ دوره په راتلونکي مارچ کې پای ته رسېږي، چې له دې نېټې وروسته د شپږ اوونیو د ننه باید ټاکنې وشي، خود پاکستان چارواکي القادري په دې هڅه تورنوي، چې گني ټاکنې دې د روان كال تر راتلونکې مۍ میاشتې وغزول شي.
