تازه خبرونه
داعش ته د نغوتې پر مهال د “اسلامي دولت” له نوم کارولو دې ډډه وشي
عربي متحده اماراتو استازي په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډې ویلي؛ داعش ته د نغوتې پر مهال د “اسلامي دولت” له نوم کارولو دې ډډه وشي او افراطیان باید له مذهب سره تړاو ونلري.
عرب نیوز د پنجشنبې پر ورځ راپور ورکړ، چې د عربي متحده اماراتو سفیر او د دایمي استازي مرستیال او د چارسمبالي محمد ابوشهاب په خپله وینا کې ویلي، چې د ملګلرو ملتونو ټولنې باید داعش او نورو ډلو ته اجازه ورنکړي، چې د دیني ارزښتونو د خپلولو پر بهانه د باور وړ وګرزي.
هغه زیاته کړې: د ترورېزم په اړه هيڅ شی د اسلام پر نوم نشته.
د ملګرو ملتونو له تروریزم سره د مبارزې مشر ولادیمیر ورونکوف د عمومي منشي د پېنځلسم راپور د وړاندې کولو پر مهال وویل: داعش او ورسره تړلې ډلې د جګړې هڅوونکدي او د حکومتدارۍ له نیمګړتیاوو او نابرابرۍ څخه د تروریستي بریدونو د هڅولو، پلانولو او تنظیمولو لپاره خپلې هڅې روانې ساتي.
د ابوشهاب د ټینګار له مخې؛ د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه د داعش څخه بهر ده؛ ځکه، چې د القاعدې پر وړاندې مبارزه یو نړیوال لومړیتوب پاتې دی. په ځانګړي توګه کله، چې دا ډله د ایمن الظواهري له مړینې وروسته د مشرتابه له تشې سره مخ شوې ده.