تازه خبرونه
داعش د اسلامي امارت او نړیوالې ټولنې ګډ دښمن دی – خلیلزاد
(Last Updated On: سلواغه ۲۶, ۱۴۰۱)
د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا پخوانی استازی ويلي، داعش د اسلامي امارت او نړیوالې ټولنې ګډ دښمن دی.
زلمي خلیلزاد تویت کړی، چې د داعش پر ضد همکاري د راتلونکیو اړیکو مهمه برخه کېدی شي.
هغه دا هم په ډاګه کړې؛ شته غوراوي د دوحې د هوکړې بشپړ پلي کول دي، چې د پرمختګ غوره لار ده.
خلیلزاد څرګنده کړې: له شته غوراويو څخه، د دوحې د تړون بشپړ تطبیق د پرمختګ لپاره غوره لار ده او د افغانانو او نړیوالې ټولنې ټولې اندېښنې حل کوي.
د دوحې تړون د ۲۰۲۰ ز. کال د فبرورۍ پر ۲۹ د امریکا او اسلامي امارت ترمنځ لاسلیک شوی دی.