تازه خبرونه
داعش د امریکا پر دښمنانو برید کوي
د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا ویلي؛ داعش اوسمهال پر اسلامي امارت، ایران او روسیې په ګډون د امریکا پر دښمنانو بریدونه کوي.
هغې “بایډن داعش خوښوي، نه سوله” تر سرلیک لاندې لیکنه کې څرګنده کړې، چې پخوا واشنګټن په افغانستان کې له شوروي سره د مخالفت له کبله له مجاهدینو فعال ملاتړ او تجهیز کړی دی.
هغه زیاته کړې، چې القاعده هم د همدغو هڅو په پایله کې رامنځته شوې ده.
د نوموړې د لیکنې په یوه برخه کې راغلي: له بده مرغه داعش په وروستیو کلونو کې خپل پلانونه بدل کړي او اوس د امریکا پر دښمنانو لکه طالبانو (اسلامي امارت) ایرانیانو، د سوریې پر مشروع چارواکو او روسیې بریدونه کوي. په ښکاره همداسې ده، چې په اړه یې نور معلومات د نړۍ له خبرونو څخه ترلاسه کېدی شي.
ماریا زاخارووا دا لیکنه د روسی کومسو مولسکایا پراودا ورځپاڼې ته لیکلې او د بریټانيا ټیلیګراف ورځپاڼې هم خپره کړې ده.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې داعش څلور ورځې مخکې په مسکو کې د کنسرت پر یوه تالار وسلوال برید وکړ. په دغه برید کې ۱۳۷ کسان وژل شوي او ۱۸۲ نور ټپیان دي.