تازه خبرونه

داعش د کابل په شهر نو سیمه کې د پرونۍ چاودنې مسوولیت ومانه

دغه پېښه د دوشنبې پر ورځ مازیګر مهال( د مرغومي نهه‌ویشتمه) رامنځته شوې او کابل پولیسو ویلي، چې په دې پېښه کې د یوه مسلمان چینايي په ګډون ۷ کسانو خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړی او ۱۳ نور د ښځو او ماشومانو په ګډون ټپيان دي.

Published

on

داعش خراسان د کابل د شهرنو په ګل‌فروشي سیمه کې پر یوه ګډ افغان او چینايي رسټورانټ د چاودنې د مسوولیت منلو تر څنګ ویلي، چې تر سره شوی برید ځانمرګی و.

دغه پېښه د دوشنبې پر ورځ مازیګر مهال( د مرغومي نهه‌ویشتمه) رامنځته شوې او کابل پولیسو ویلي، چې په دې پېښه کې د یوه مسلمان چینايي په ګډون ۷ کسانو خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړی او ۱۳ نور د ښځو او ماشومانو په ګډون ټپيان دي.

داعش خراسان ته نږدې د یوې رسنۍ په خپره شوې خبرپانه کې راغلي: د دوی یوه ځانمرګي بریدګر د کابل په شهرنو سیمه کې د چینایانو یوه رستورانټ ته له ننوتلو وروسته؛ پر چینایي وګړو او امنیتي ساتونکو خپلو چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړې ده.

د داعش خراسان څانګې دا ادعا هم کړې، چې په دې برید کې یو شمېر چینایان، ولسي وګړي او همداراز هغه ځواکونه، چې په یاده سیمه کې یې د امنیت ساتنې مسوولیت درلود؛ له مرګ او ژوبلې سره مخ کړي دي.

دغه راز دوی له سند وړاندې کولو پرته د مرګ او ژوبلې شمېر ۲۵ کسان ګنلي او د چینايي وګړو د پر نښه کولو لامل یې «له اویغور مسلمانانو سره د چین چلند» بللی دی.

کابل پولیسو ویلي؛ په دې چاودنه کې د چینايي مسلمانانو رسټورانټ پر نښه شوی او وژل شوی چینایي ایوب نومی یو مسلمان او د سینګیانګ اوسېدونکی و.

دغه ګډ رسټوراتنټ  Chinese Noodle نومېږي، چې د يوه چينايي سینکیانګي مسلمان( عبدالمجید او د ده د مېرمنې) او يوه افغان( عبدالجبار محمود ) له لوري په ګډه چلېده او دلته به د چينايي مسلمانانو لپاره خواړه تيارېدل او پلورل کېدل.

Trending

Exit mobile version