سیمه ییز خبرونه
داعش ډلې د نوي مشر د غوراوي پر مهال د پخواني هغه مړینه تائید کړه
داعش ډلې د خپل پخواني مشر ابوحسن الحسیني القرشي مړینه تائید او ابو حفص الهاشمي القرشي یې ځای ناستي معرفي شو.
د رویترز خبري آژانس د راپور له مخې؛ دغې ډلې د پنجشنبې پر ورځ (د زمري ۱۲ ) ویلي، چې د دې ډلې مشر د سوریې د شمال لویدیځ په ادلب ولایت کې له تحریر الشام ډلې سره په مخامخ جګړه کې وژل شوی دی.
دا خبر د داعش ویاند د خپل تیلیګرام چینلونو له لارې په یوه ثبت شوی پیغام کې پرته له دې، چې د هغه د مړینې وخت ځانګړی کړي څرګند کړی دی.
ابوحسن الحسیني القرشي د داعش ډلې څلورم مشر دی، چې د یاد شوي خلافت له رامنځته کېدو (۲۰۱۴ ز. کال) تر دې دمه وژل کېږي.
له دې مخکې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د روان کال د اپریل پر ۳۰ ویلي وه، چې ترکي ځواکونو په سوریه کې د عملیاتو پر مهال ابوحسن الحسیني القرشي وژلی دی.
له ابوالحسن الهاشمي القریشي مخکې ابو ابراهیم القریشي د داعش مشر و، چې د تېر کال د فبرورۍ پر میاشت په ادلب کې امریکايي ځواکونو وواژه.
د داعش لومړی مشر ابوبکر البغدادي د ۲۰۱۹ ز. کال د اکتوبر پر میاشت د سوریې په ادلب کې امریکايي ځواکونو وژلی دی.