تازه خبرونه

داکتر عبدالله پاکستان ته د اړیکو د نوي فصل د پرانستې په نیت سفر کړی

Published

on

(Last Updated On: تله ۷, ۱۳۹۹)

د ملي پخلاینې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله نن دوشنبه سهار وختي اسلام اباد ته د خپل درې ورځني سفر پر مهال ویلي، چې په دې سفر کې به د افغانستان او پاکستان لپاره یو نوی څپرکی پرانستل شي او له پاکستاني چارواکو سره به د افغانانو ترمنځ د خبرو اترو په اړه هم نظرونه تبادله کړي.

عبدالله عبدالله په یوه تویت کې څرګنده کړې: زه هیله من یم، چې دا لیدنه به په ټولو برخو کې د متقابلې همکارۍ نوی څپرکی پرانیزي او په ځانګړي توګه به په افغانستان کې تلپاتې او له درناوي ډکې سولې ته زمینه برابره کړي.

هغه دا هم منلې، چې د دوشنبې پر ورځ يې د یو لوړپوړي پلاوي په ملتیا اسلام آباد ته درې ورځنی سفر کړی دی.

عبدالله په ډاګه کړې، چې هغه به د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان، ولسمشر عارف علوي ، د مشرانو جرګې مشر، د ملي شورا مشر، د بهرنیو چارو وزیر او نورو شخصیتونو سره وویني.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې پر ورځ څرګنده کړې وه، چې عبدالله به په اسلام آباد کې د ستراتیژیکو مطالعاتو انستیتوت ته یو هر اړخیزه یادونه هم وړاندې کړي.

دا له ۲۰۰۸ زېږدیز کال راپدیخوا پاکستان ته د عبدالله عبدالله لومړی سفر دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي؛ دا لیدنه به نه یوازې د افغانستان د سولې بهیر او د پاکستان – افغانستان دوه اړخیزې اړیکې پیاوړې کړي، بلکې د خلکو تر منځ د اړیکو پیاوړتیا او لیدنو ته به هم زمینه برابره کړي.

پاکستان له افغانستان سره د ورورۍ اړیکو ته ډېر ارزښت ورکوي؛ ځکه، چې  ګډه تاریخ، عقیده، فرهنګ، ارزښتونه او دودونه لرو.

د دوی د څرګندونو له مخې؛ پاکستان د افغانانو د سولې، ثبات او هوساینې لپاره له هر راز هڅو بشپړ ملاتړ کوي. د داکتر عبدالله عبدالله لیدنه به د دواړو هېوادونو تر منځ اړیکې، ورورګلوي او نږدې همکاري نوره هم  پیاوړې او ورسره مرسته وکړي.

Trending

Exit mobile version