تازه خبرونه
داکتر حمدالله محب د ملي امنیت د نوي سلاکار په توګه معرفي شو
ولسمشراشرف غني د ملي امنیت نوی سلاکار داکتر حمدالله محب رسماً د دغه بنسټ کارکوونکیو ته وروپېژنده.
د ولسمشرۍ د خبرپاڼې له مخې؛ ښاغلی داکتر حمدالله محب د یکشنبې پر ورځ( د وږي ۴) له غرمې مخکې د یوشمېر لوړپوړیو دولتي چارواکو په حضور کې د دغه بنسټ کارکوونکیو ته وروپېژندل شو.
ولسمشر غني د نوموړي له معرفي کولو وروسته څرګنده کړه، چې د پخواني سلاکار حنیف اتمر د استعفا منل آسانه کار نه و؛ خو په باور یې د ملي ګټو پر بنسټ اړ و، چې پرېکړه وکړي او د هغه استعفا ومني.
د هېواد ولسمشر زیاته کړې؛ افغانستان له ځینو هېوادونو او بین المللي سازمانونو سره ستراتیژیکې او امنیتي اړیکې لري او د دغو اړیکو مدیریت د ملي امنیت شورا له اساسي دندو څخه دي او په امنیتي برخه کې د بین المللي او سیمه ییزې اجماع مدیریت هم د دغه بنسټ دندې دي.
ولسمشر غني له داکتر محب هم مننه کړې او وایي؛ په امریکا کې د هېواد یو مبتکر او بریالی سفیر و، چې په کم وخت کې د افغانستان لپاره د بریالي سفیر په توګه وځلید.
د ملي امنیت نوي سلاکار داکتر حمدالله محب د ولسمشر له باور څخه د مننې ترڅنګ وویل: دا لوی مسوولیت دی. لکه څنګه مې، چې د سفارت چارې پر مخ یووړې، دغه راز به هڅه وکړم، چې دغه دنده هم په ښه توګه سرته ورسوم.
ویل کیږي، چې له څو میاشتو راپدیخوا د ولسمشر او حنیف اتمر تر منځ د ځينو مسایلو پر سر د نظر اختلاف پیدا شوی و. ان ویل کیږي، چې په یوه غونډه کې ولسمشر له حنیف اتمر سره لفظي شخړه هم کړې وه.
اتمر ویلي، چې د دولت د رهبرۍ له سیاست او تګلارو سره مخالف و.
له بلې خوا ویل کیږي، چې حنیف اتمر په غزني او په کابل کې د وروستیو بریدونو په اړه ولسمشر ته ناسم معلومات وړاندې کړي وه؛ نو، ځکه ولسمشر پرې په غصه شوی دی.
د کورنیو چارو وزارت پخوانی مرستیال میرزا محمد یارمند وايي، چې حنیف اتمر په امنیتي ارګانونو کې هم د پام وړ تارونه غزولي وه، چې ښايي له کبله یې ولسمشر د نظر اختلاف ور سره پیدا کړی وي.
ولسمشر د اګست میاشتې راپدیخوا حمدالله محب په سیاسي غونډو کې شریک کړی و او په وروستیو څو امنیتي غونډو کې یې هم ورته د ګډون زمینه برابره کړې وه. د چرخي پله له زندان څخه د لیدنې پرمهال هم ښاغلی محب د ولسمشر ملګري و.
حمدالله محب په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې د ښاغلي غني په خوا کې و، چې بیا وروسته په امریکا کې د افغانستان د سفیر په توګه وټاکل شو.