لوبی
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
د افغانستان اتلانو لیګ د فوټبال سیالیو په درېیمه لوبه کې عینو مېنې د یکشنبې پر ورځ په کابل کې د استقلال کابل لوبډلې ته ۳ـ۰ ماتې ورکړه او په څلورمه لوبه کې بیا اټک انرژي پر همدې پایلې خدیم افسي ته ماتې ورکړه.
د عینو مېنې لوبډلې درې ګولونه؛ دوه ګوله نبي مقدس او یو هغه حمید نورزي وواهل. د اټک انرژی لپاره علي رضا پناهي، بهنام او محبوب حنفي ګولونه ووهل.
د افغانستان اتلانو لیګ درېیم پړاو د شنبې پر ورځ پیل شو، چې په پیلیزه لوبه کې ابو مسلم لوبډلې سرسبز یاشلر لوبډلې ته ۲ د صفر پر توپیر ماتې ورکړه.
په دوهیمه لوبه کې سورخپوشان خوافي، خرآسان لوبډلې ته ۱ـ ۰ ماتې ورکړه.
ټاکل شوې نن (دوشنبه د وري درېیمه / د اپریل دوهویشتمه) دوه لوبې ترسره شي.
لومړۍ لوبه به د جوانانواحدي او موجساحل ترمنځ غرمه مهال پر ۱:۰۰ پیل شي.
دوهیمه هغه به له غرمې وروسته ۳:۳۰ د عدالت فراه او میوند ترمنځ شي.
دغه سیالۍ له آریانا ټلویزیون څخه پر ژوندۍ بڼه خپریږي.
لوبی
افغانستان او ازبکستان په خوست کې دوستانه شلآوریزه لوبه کوي
د کرکټ بورډ د څرګندونو له مخې؛ دا لوبه د روان کرکټ لیګ پر مهال ترسره کېږي او د هغې همکارۍ هوکړهلیک یوه برخه ده، چې د تېر کال په ډسمبر کې د افغانستان کرکټ بورډ او د ازبکستان کرکټ فډراسیون ترمنځ د کرکټ د پراختیا لپاره لاسلیک شوی و.
د افغانستان کرکټ بورډ اعلان کړی، چې د چنګاښ پر نولسمه / د جولای پر لسمه به د خوست ولایت په رحمت ولي مسرور کرکټ لوبغالي کې د ازبکستان کرکټ ملي لوبډلې کوربه وي او دواړه لوبډلې به یوه دوستانه شلآوریزه لوبه ترسره کړي.
د کرکټ بورډ د څرګندونو له مخې؛ دا لوبه د روان کرکټ لیګ پر مهال ترسره کېږي او د هغې همکارۍ هوکړهلیک یوه برخه ده، چې د تېر کال په ډسمبر کې د افغانستان کرکټ بورډ او د ازبکستان کرکټ فډراسیون ترمنځ د کرکټ د پراختیا لپاره لاسلیک شوی و.
ټاکل شوې، چې دا دوستانه لوبه د سهار پر ۹:۰۰ پیل او د افغانستان یوولس کسیزه لوبډله به د ازبکستان له ملي لوبډلې سره مخامخ شي. دغه لوبه به په افغانستان او د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د ټلوېزیوني او ډیجیټلي خپرنیزو شبکو له لارې پر ژوندۍ بڼه خپره شي.
د افغانستان کرکټ بورډ اجرائیوي رییس نصیب خان ویلي، چې دا بنسټ ازبکستان ته د ورته نویو راټوکېدونکو کرکټي هېوادونو ملاتړ ته ژمن او چمتو دی، چې له هغو هېوادونو سره هم همکاري وکړي، چې غواړي کرکټ ته وده ورکړي.
هغه زیاته کړې، چې د افغانستان کرکټ بورډ له دې مخکې د ازبکستان کرکټ فډراسیون د غړو لپاره د وړتیا لوړونې پروګرامونه او روزنیز ورکشاپونه جوړ کړي او تېر کال یو شمېر ازبک چټکو توپاچوونکو هم د افغانستان کرکټ بورډ د چټکې توپاچونې په ځانګړي روزنیز کمپ کې ګډون کړی و.
نصیب خان زیاته کړې، ازبکستان تل له افغانستان سره دوستانه چلند کړی او دواړو هېوادونو له وروستیو کلونو راپدېخوا د روغتیا، سیاست او سوداګرۍ په برخو کې خپلې همکارۍ پیاوړې کړې دي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې، د کرکټ په برخه کې نږدې همکاري به د دواړو ګاونډ هېوادونو اړیکې نورې هم ټینګې او پیاوړې کړي.
لوبی
هند د افغانستان پر وړاندې د یو ورځنیو سیالیو اتلولي وګټله
په دې لوبه کې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پچه وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه.
د هند کرکټ ملي لوبډلې د افغانستان پر وړاندې د نړیوالو یو ورځنیو سیالیو د لړۍ درېیمه او وروستۍ لوبه د ۹ ویکټو پر توپیر وګټله او د دې لړۍ اتلولي یې خپله کړه.
په دې لوبه کې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پچه وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه.
د افغانستان لوبډلې د خپلو ټولو لوبغاړو پر سوځېدا په ۴۴ اعشاریه ۲ آورونو کې ۲۱۸ منډې وکړې او هند ته یې د ۲۱۹ منډو هدف وټاکه.
د توپوهنې په برخه کې حشمتالله شهیدي ۱۳۱ توپونه ترسره او ۱۰۲ منډې یې وکړې.
د هند لوبغاړو ټاکل شوی هدف په ۲۸ اعشاریه ۴ آورونو کې د یوې ویکټې پر زیان پوره کړل او له دې سره یې د سیالیو د دې لړۍ اتلولي وګټله.
هند له دې مخکې هم په لومړۍ لوبه کې افغانستان ته د ۷ ویکټو او په دوهیمه لوبه کې د ۱۷۰ منډو پر توپیر ماتې ورکړې وه.
لوبی
د ۵۰ اووریزو سیالیو لړۍ؛ هند په دوهیمه لوبه افغانستان ته ماتې ورکړه
هند په ۴۹.۵ آوورونو کې د خپلو ټولو لوبغاړو پر سوځېدو ۴۰۲ منډې جوړې کړې او افغانستان ته یې د ۴۰۳ منډو هدف وټاکه.
د هند کرکټ ملي لوبډلې د نړیوالو یوورځنیو سیالیو د لړۍ په دوهیمه لوبه کې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ته د ۱۷۰ منډو پر توپیر ماتې ورکړه.
هند په ۴۹.۵ آوورونو کې د خپلو ټولو لوبغاړو پر سوځېدو ۴۰۲ منډې جوړې کړې او افغانستان ته یې د ۴۰۳ منډو هدف وټاکه.
د افغانستان ملي لوبډلې ونه شو کولی ټاکل شوی هدف پوره کړي او د خپلو ټولو لوبغاړو پر سوځېدو یې په ۴۴.۳ آوورونو کې ۲۳۲ منډې جوړې کړې.
د هند لکنهو ښار د ایکانا لوبغالي د دې لوبې کوربتوب کاوه.
د منډو جوړولو په برخه کې، شوبمن ګیل له ۱۱۰ توپونو ۱۵۴ منډې او ایشان کېشن له ۷۹ توپونو ۱۲۵ منډې جوړې کړې. شوبمن ګیل ۲۲ څلوریزې او ۲ شپږیزې ووهلې او ایشان کېشن ۱۴ څلوریزې او ۷ شپږیزې ثبت کړې.
د افغانستان له لوبډلې راشد خان ۳ ویکټې واخیستې.
د یادونې ده، چې د افغانستان ملي لوبډلې د دې لړۍ په لومړۍ لوبه کې هم د ۷ ویکټو پر توپیر ماتې خوړلې وه.
-
International Sports1 day agoد مسي غوره ځلېدنه؛ ارجنټاین د بشپړې بریا پر خپلولو د ۲۰۲۶ نړیوال جام حذفي پړاو ته ورسېد
-
تازه خبرونه2 days agoافغانستان له ۴۷ کلونو وروسته د امنیت، یووالي او پرمختګ پړاو ته رسېدلی – شهاب الدین دلاور
-
تازه خبرونه2 days agoد ریښتر پر کچه ۶.۱ درجې زلزلې د افغانستان ځینې سیمې ولړزولې
-
څار2 days agoڅار: له اروپایي هېوادونو د افغان پناه غوښتونکو د ایستلو بهیر ته اندېښنې
-
سیمه ییز خبرونه1 day agoپه فارس خلیج کې د ایران او امریکا کړکېچ سخت شوی؛ متقابل بریدونه، نوې تورونه او د سولې د هوکړې د ماتېدا اندېښنې
-
تازه خبرونه1 day agoله ملګرو ملتونو سره په پراختیايي پروژو کې خپلې همکارۍ روانې ساتو – امیرخان متقي
-
لوبی1 day agoافغانستان او ازبکستان په خوست کې دوستانه شلآوریزه لوبه کوي
-
تازه خبرونه1 day agoپه نیویارک کې شانګهای همکاریو ټولنه او ملګري ملتونه پر افغانستان راوڅرخېدل
