تازه خبرونه
داکترعبدالله ځان په ټاکنو کې بریالی ښیي
د ولسمشریزو ټاکنو نوماند داکتر عبدالله عبدالله ادعا کوي، چې په ولسمشریزو ټاکنو کې یې لوړې رایې خپلې کړې دي.
ښاغلي عبدالله د دوشنبې پر ورځ( د تلې ۹) په یوه خبري ناسته کې وویل: د ( ثبات او همپالنې ) ډله په ولسمشریزو ټاکنو کې بریالۍ شوې؛ ځکه، نو ټاکنې به دوه یم پړاو ته ولاړې نشي.
د ولسمشرۍ نوماند عبدالله عبدالله ویلي؛ زمونږ خلک د دکتاتورۍ، ځانغوښتنې او قومي تبعیض پر ضد او ملي وحدت، سولې او غوره حکومتدارۍ ته د رسیدو لپاره رایې اچولي دي.
ښاغلي عبدالله زیاته کړې؛ سره لدې، چې د پایلو اعلامول د ټاکنو کمیسیون کار دی؛ خو د نورو نوماندانو د ټاکنو پایلو ته په کتو دی په ټول هېواد کې د لوړو رایو لرونکی دی.
نوموړي دا ټینګار هم کړی، چې ټاکنې دوه یم پړاو ته نه ځي؛ ځکه، نو د ثبات او همپالنې ډله به راتلونکی حکومت جوړ کړي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون د دارالانشا مشر حبیب الرحمن ننګ د عبدالله عبدالله له څرګندونو وروسته یو خبري ناستې ته ویلي، چې نوماندان حق نلري له وخت مخکې خپله بریا اعلام کړي.
د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون هم ویلي، چې د ولسمشریزو ټاکنو نوماندان باید مخکې له مخکې ځان بریالي ونه ګڼي او پریږدي، چې دواړه کمیسیونونه د قانون له مخې خپله دنده تر سره کړي او هر نوماند، چې ډېرې رایې وړې وې، باید په ټاکنو کې بریالی او ګټونکی اعلام شي.
تازه خبرونه
پاکستان پر جوماتونو او مدرسو نه د ترهګرو پر وړاندې عملیات کوي – خواجه آصف
خواجه آصف په یوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې؛ د پاکستان عملیات د تحریک طالبان پاکستان (ټيټيپي) د تائید شویو مرکزونو پر نښه کولو راڅرخي، چې پر وینا یې د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد فعالیت کوي.
د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد آصف د سېشنبې پر ورځ هغه هڅې رد کړل، چې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د پاکستان د ترهګرۍ ضد عملیات؛ له هغه څه سره پرتله کوي، چې هغه یې “پر جوماتونو او مذهبي مدرسو د هند ناقانونه بریدونه” بولي.
خواجه آصف په یوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې؛ د پاکستان عملیات د تحریک طالبان پاکستان (ټيټيپي) د تائید شویو مرکزونو پر نښه کولو راڅرخي، چې پر وینا یې د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد فعالیت کوي.
نوموړي ټینګار کړی، چې د دې عملیاتو پرتله کول له هغو بریدونو سره، چې هند د بهاولپور او مریدکې پر دیني ځایونو کړي؛ « بشپړ ناسم او د منلو وړ ندي».
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان اسلامي امارت تل د پاکستان دا تورونه رد کړي او ویلي یې دي، چې د پاکستان ناامني د دوی کورنۍ مسئله ده او هیڅ ډلې ته اجازه نهورکول کېږي، چې د افغانستان له خاورې د نورو پر وړاندې فعالیت وکړي.
تازه خبرونه
آلمان یو افغان او یو سوریایي له خپل هېواده وایستل
د آلمان کورنیو چارو وزارت د څرګندونوله مخې: د سېشنبې پر ورځ( د مرغومي دوهیمه / د ډسمبر درویشتمه؛ ۳۷ کلن سوریایي، چې په نوردراین– وستفالن ایالت کې د وسلهوالې غلا، د سخت بدني زیان اړولو او باجاخیستنې پر تورونو محکوم شوی و د بند له تېرولو وروسته د الوتنې له لارې دمشق ته ولېږدول شو. د جرمني فډرالي پولیسو هغه تر دمشق پورې بدرګه کړ او ځایي چارواکو ته یې وسپاره.
د آلمان حکومت د لومړي ځل لپاره یو سوریایي او دغه راز یو افغان خپلو خپلو هېوادونو ته جبري استولي، چې د برلین د کډوالۍ په سیاست کې د یوه اړین بدلون نښه ګڼل کېږي.
د آلمان کورنیو چارو وزارت د څرګندونوله مخې: د سېشنبې پر ورځ( د مرغومي دوهیمه / د ډسمبر درویشتمه؛ ۳۷ کلن سوریایي، چې په نوردراین– وستفالن ایالت کې د وسلهوالې غلا، د سخت بدني زیان اړولو او باجاخیستنې پر تورونو محکوم شوی و د بند له تېرولو وروسته د الوتنې له لارې دمشق ته ولېږدول شو. د جرمني فډرالي پولیسو هغه تر دمشق پورې بدرګه کړ او ځایي چارواکو ته یې وسپاره.
د کورنیو چارو وزارت هممهاله تائید کړې، چې په همدې مخینې یو بل کس افغانستان ته شړل شوی او برلین له دمشق چارواکو او په کابل کې له میشتو استازو سره داسې هوکړو ته رسېدلی، چې په راتلونکي کې د خطرناکو مجرمانو او د امنیت ګواښوونکو کسانو «منظمې» ایستنې ته لار اواره شي.
د جرمني کورنیو چارو وزیر الکسانډر ډوبرینډت د دې سیاست په ننګه کې ویلي: «مجرمان باید زمونږ هېواد پرېږدي. مونږ د کنټرول، پایلو او د مجرمانو او ګواښونو پر وړاندې د صفر زغم د پالیسۍ پلوي یوو.»
نوموړي زیاته کړې، چې د جرمني ښاروالۍ او ځایي بنسټونه د محکومو بهرنیو وګړو د شتون له کبله تر سخت فشار لاندې دي او دا وضعیت یوې بحراني کچې ته رسېدلی دی.
دا پرېکړه له میاشتو میاشتو ډیپلوماټیکو هڅو وروسته او د ۲۰۲۴ز. کال د ډسمبر په میاشت کې د بشار الاسد د حکومت له پرځېدو وروسته شوې، چې د سوریې ۱۴ کلنه جګړه یې پای ته ورسوله او دې هېواد ته د کډوالو د بېرته ستنېدا پر اوږدمهاله بندیز د بیاکتنې لامل شوه.
د جرمني د واکمن ائتلاف د ګوندونو ترمنځ د هوکړې له مخې؛ په لومړي پړاو کې سوریې او افغانستان ته د جبري ایستلو بیا پیل به مجرمان او هغه کسان رانغاړي، چې د امنیتي ګواښ په توګه پېژندل کېږي.
د بشري حقونو بنسټونه بیا د سوریې امنیتي وضعیت ته پر کتو بېرته ستنېدونکو ته د احتمالي خطرونو په اړه خبرداری ورکوي.
تازه خبرونه
د ډيورنډ کرښې هغې غاړې ته د داعش په اړه افشاګرۍ پایله ورکړه
مجاهد زیاته کړې: «مونږ دا موضوع رسنیزه کړه او په خبري کنفرانسونو کې مو هم ترې یادونه کړې. همدا افشاګري وه، چې نن یې د پایلې لیدونکي یوو.»
د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد د ډيورنډ فرضي کرښې هغې غاړې ته د داعش ډلې د یوه غړي د وروستۍ نیونې په اړه په یوه غږیز پیغام کې آریانا نیوز ته ویلي، چې اسلامي امارت له دې مخکې هم څو ځله د یادې کرښې هغې غاړې ته د داعش له شتون او هڅو پرده پورته کړی او دا موضوع یې علني له رسنیو سره شریکه کړې هم ده.
مجاهد زیاته کړې: «مونږ دا موضوع رسنیزه کړه او په خبري کنفرانسونو کې مو هم ترې یادونه کړې. همدا افشاګري وه، چې نن یې د پایلې لیدونکي یوو.»
د اسلامي امارت د ویاند د څرګندونو له مخې؛ د ډيورنډ فرضي کرښې هغې غاړې ته د داعش د مهمو غړو نیول دا ادعا ثابتوي، چې د دغې ډلې پټنځایونه او مرکزونه هلته دي او د داعش لوړپوړي کسان په هماغو سیمو کې حضور لري.
نوموړي زیاته کړې؛ پر خواشینۍ، چې د دغو کسانو له شتون څخه ناوړه ګټه اخیستل شوې؛ دا هغه موضوع ده، چې اسلامي امارت له دې مخکې هم څو ځله راپورته کړې ده.
له دې مخکې د ترکیې دولتي رسنیو راپور ورکړی و، چې د دغه هېواد د استخباراتو ادارې (میت) د افغانستان او پاکستان تر منځ د ډيورنډ فرضي کرښې په اړوند سیمه کې د پراخو عملیاتو پر مهال یو ترکي وګړی ونیوه، چې د داعش د لوړپوړي غړي رول یې لرلی دی.
د اناتولي خبري سرچینې د امنیتي څرګندونو له مخې ویلي؛ نیول شوی کس «مهمت ګورن» نومېږي او ادعا یې کړې، چې د «داعش خراسان» په څانګه کې یې فعالیت کاوه.
سرچینې دا هم ویلي؛ ګورن «په افغانستان، پاکستان، ترکیه او یو شمېر اروپايي هېوادونو کې د ملکي وګړو پر وړاندې د ځانمرګو بریدونو د تنظیم مسوولیت درلود».
د دغه راپور له مخې؛ د ترکیې ملي استخباراتو موندلې، چې ګورن له ترکیې څخه د افغانستان– پاکستان د ډيورنډ فرضي کرښې سیمو ته سفر کړی و او د داعش په روزنیزو کمپونو کې یې فعالیت درلود او ورو ورو یې په دې ډله کې د مشرتابه مقام خپل کړ.
-
تازه خبرونه4 days agoافغانان باید د یو کس د جرم بیه پرې نکړي – د بوش بنسټ
-
تازه خبرونه2 days agoد ترکیې استخباراتو ډیورنډ فرضي کرښې ته نږدې د داعش یو غړی نیولی
-
تازه خبرونه4 days agoنړۍ دې د بندیزونو او فشارونو پر ځای اقتصادي اړیکې پراخې کړي – ملابرادر
-
تازه خبرونه4 days agoایران ته د ناقانونه تېرېدا پر مهال درې افغان کډوال له سختې یخنۍ مړه شول
-
تحول4 days agoتحول: له افغانستان سره د سوداګرۍ د آسانتیا لپاره د ایران هڅې
-
تازه خبرونه1 day agoد ټول عمر لپاره د عاصم منیر بښل د اسلام خلاف عمل دی
-
تازه خبرونه1 day agoپر کابل برید د هیڅ پلمې له مخې د منلو وړ ندی
-
روغتيا3 days agoد عامې روغتیا وزارت پلاوي په نوي ډیلي کې له همدرد بنسټ څخه لیدنه وکړه
