تازه خبرونه

درملوګ شرکت د چاڼ شویو رایو بشپړ راپور ټاکنو کمیسیون ته لیږلی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

آلماني درمالوګ شرکت د چاڼ شویو بایومتریک رایو بشپړ راپور د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته لېږلی؛ خو ټاکنو کمیسیون تر اوسه د درمالوګ شرکت کره معلومات رسنیو ته ندي وړاندې کړي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون ویاند ذبیح الله سادات ویلي، د درمالوګ شرکت راپو تر لاسه شوی؛ زمونږ له شننې او ارزونې وروسته به وروستی شمېر هېوادوالو ته وړاندې شي.

په ټاکنو خپلواک کمیسیون کې سرچینو ویلي، چې له درمالوګ شرکت څخه د دې راپور په اړه فني پوښتنې لري او د ځوابونو له تر لاسه کولو وروسته به یې پایلې ډاګیزې شي.

د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې څارونکي یونس نواندیش ویلي، چې ۱۳۷ زره اضافي رایې مونږ ته د منلو وړ ندي او درملوګ شرکت زمونږ پوښتنو ته قانع کوونکی ځواب ندی ورکړی.

د دولت جوړونکې ټاکنیزې ډلې څارونکی عبدالقادر هوتخېل ویلي، چې په ټاکنو کمیسیون کې د همغږۍ نشتوالي او د مدیریت بېوسۍ د ټاکنو او کمیسیون چارې له خنډ و ځنډ سره مخ کړې دي.      

مخکې له دې درمالوګ شرکت اووه څلویښت زره رایې؛ عکس د عکس له مخې او د تکراري عکسونو له کبله له سیستم بهر کړې وې او د څېړنې وړ یې بللې وې.

د سولې او اسلامي عدالت ټاکنیزې ډلې څارونکی شېرآقا روحاني ویلي، چې شونې ده، چې د درملوګ شرکت د رایو د چاڼ په پایله کې ډېرې رایې د ارزونې او بیا شمېرنې لوری خپل کړي.           

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د تازه مهالوېش له مخې، د ولسمشریزو ټاکنو د لومړنیو پایلو اعلان ته ۱۳ ورځې پاتې دي؛ خو تر دې دمه کارونه د درملوګ شرکت او ټاکنو خپلواک کمیسیون لخوا پڅ  او خنډني روان دي.

ویل کیږي، چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون غړي د درمالوګ شرکت د کړنو په تړاو ډېرو پوښتنو ته ځواب نلري.

Trending

Exit mobile version