لوبی
دروېش رسولي د آسیايي لوبو لپاره د افغان ابدالیانو کرکټ لوبډلې لوبډلمشر شو
رسولي له دې مخکې هم یو ځل د افغانستان لوبډلمشري کړې ده. هغه د قطر پر وړاندې په یوه شلآوریزه نړیواله لوبه کې لوبډلمشر و او د ۶۶ منډو پر جوړولو یې د افغانستان په بریا کې مهم رول ولوباوه .
افغانستان د جاپان په آیچي ـ ناګویا کې د ۲۰۲۶ز.کال آسیايي لوبو لپاره خپله ۱۵کسیزه کرکټ لوبډله اعلان کړې، چې دروېش رسولي یې لوبډلمشر ټاکل شوی دی. د دې لوبډلې په جوړښت کې یو شمېر ځوانو او مخ پر ودې لوبغاړو ته هم د نړیوال کرکټ په ډګر کې د لوبېدا فرصت ورکړ شوی دی.
رسولي له دې مخکې هم یو ځل د افغانستان لوبډلمشري کړې ده. هغه د قطر پر وړاندې په یوه شلآوریزه نړیواله لوبه کې لوبډلمشر و او د ۶۶ منډو پر جوړولو یې د افغانستان په بریا کې مهم رول ولوباوه .
نوي لوبډلمشر ۳۳ نړیوالې لوبې ترسره کړې دي. په داسې حال کې، چې کریم جنت او نجیبالله ځدراڼ ۸۰ او ۱۹۹ نړیوالې لوبې ترسره کړې دي. ننګیال خروټی په لوبډله کې یوازنی بل لوبغاړی دی، چې له ۱۰ ډېرې نړیوالې لوبې یې ترسره کړې دي.
تمه ده خروټی د ښيلاس توپاچوونکي عربګل مومند ترڅنګ د سپین توپ اچونې مشري وکړي. فرمانالله، عبدالله احمدزی او فریدون داوودزی د چټکې توپاچونې د برخې لوبغاړي دي. هر اړخیز لوبغاړي عصمت عالم او کریم جنت هم د توپ اچونې وړتیا لري.
یو شمېر لوبغاړو ته په شپږیزه کرکټ لیګ کې د ښې لوبې له کبله د افغانستان په لوبډله کې ځای ورکړ شوی دی.
محمد اکرم، چې په تېره شپږیزه کرکټ لیګ سیالیو کې دوهیم تر ټولو ډېرې منډې جوړوونکی و؛ د دوامدارې ښې لوبې له کبله په لوبډله کې شامل شوی دی. خالد تڼیوال هم د لوړې منډهوهنې کچې له کبله غوره شوی دی.
عصمت عالم په دې سیالیو کې له غوره لوبغاړو څخه و. هغه د سیالیو د غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړه، ۲۹۴ منډې یې د ۱۶۸ منډو پر کچه جوړې کړې او نهه ویکټې یې هم واخیستې. د هغه د توپاچونې اوسط ۱۶.۷۷ و. نوموړي تر دې مخکې د افغانستان لپاره دوه ټسټ لوبې هم ترسره کړې دي.
فیصل شینوزاده هم په لوبډله کې شامل شوی، چې د فبرورۍ په میاشت کې یې د ۱۹ کلنو لوبغاړو د نړیوال جام په نیمه پایلوبه کې د هند پر وړاندې سلیزه ووهله. حسن عیسیخېل، چې د افغانستان د پخواني ستوري محمد نبي زوی دی؛ هم په لوبډله کې شامل شوی دی.
د آسیايي لوبو د کرکټ سیالۍ به د سپټمبر له څلیریشتمې څخه د اوکټوبر تر درېیمې پورې په جاپان کې ترسره شي.
د افغانستان لوبډله: دروېش رسولي(لوبډلمشر)، محمد اسحاق(ویکټساتونکی)، محمد اکرم، حسن عیسیخېل، خالد تڼیوال، عمران میر، فیصل شینوزاده، نجیبالله ځدراڼ، فرمانالله، عصمت عالم، کریم جنت، ننګیال خروټی، عرب ګل مومند، فریدون داوودزي او عبدالله احمدزي.