بی بی سی پښتو
“دریو کلونو کې پر ښځو او ماشومانو د جنسي تېري څه باندې ۵۵۰ پېښې څېړلې شوې”
د افغانستان لویه څارنوالي وايي، په تېرو دریو کلونو کې پر ښځو او ماشومانو د جنسي تېري څه باندې ۵۵۰ پېښې یې ثبت او څېړلي دي.
دا عدلي او قضايي بنسټ وايي د دغو جنسي تېریو لویه برخه په دریو لویو ښارونو کې دي او په خبره یې د محکمو له لوري عاملانو ته سزا ورکړل شوې ده.
لویه څارنوالي وايي، په تېرو دریو کلونو کې په ۳۴ ولایتونو کې پر ښځو او ماشومانو د جنسي تېري ۵۶۹ پېښې ثبت او څېړلې شوي دي. د لویې څارنوالۍ په وینا د جنسي تېریو یاد شمېر عاملانو ته محکمو سزا اورولې ده.
- جنسي ځورونه؛ د فوټبال پر افغان چارواکي د فیفا بندیز
- جنسي ځورونه څه ده؟
- په دفتر کې کوم حرکتونه جنسي ځورونه بلل کېږي؟
د لویې څارنوالۍ مرستیاله سینا شنا منصور په کابل کې په یوې خبرې غونډه کې د جنسې تیريو څو بېلګې له رسنیو سره شریکي کړي چې په وینا یې د محکمو له خوا یې عاملینو ته سزا ورکول شوې ده.
اغلې منصور وايي، د جنسي تیریو هغه پېښې چې په تېرو دریو کلونو کې دوی څېړلي لویه برخه په کابل، هرات او بلخ کې دي خو په وینا یې د جنسي تېري هغه پېښې، چې څارنوالۍ ثبت کړي، په کلني ډول پام وړ ډېروالي نه ښيي.
افغان حکومت په درې کلونو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي مخنیوي په موخه په ټولو ولایتونو کې ځانګړې څارنوالۍ جوړې کړي او څارنوالانې یې هم ښځې دي.
خو د ښځو حقونو مدافع بنسټونه وايي، په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې کورنی تاوتریخوالی په فزیکي، ټولنیز، فرهنګي، اقتصادي، ژبني او جنسي ډول روان دی.
د ‘ندای زن’ په نامه بنست مشره ثریا پاکزاد وايي په هېواد د رایجو دودونو له امله ښايي د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ډېرې پېښې ثبتي نه شي.
د افغانستان لویه څارنوالۍ وايي، پر ښځو او ماشومانو د سرتیري پېښو د ډېرېدو لامل دا دی چې وروستیو کلونو کې د پخوا پرتله څارنواليو ته د خلکو لاسرسی ډېر شوی دی.
د ښځو او ماشومانو حقونو بنسټونه وايي په افغانستان کې ډېر نارینه له ښځو او ماشومانو سره له تاوتریخوالي ډک چلند کوي.
خو افغان دولت د تاوتریخوالي ډېرو لږو پېښو ته قضیو ته رسېدګي کوي او دا د دولت د کمزورۍ نښه ده.