سیمه ییز خبرونه

درې اروپايي هېوادونه پر ایران د بندیزونو د بیا لګولو په لټه کې دي

د دې رسنۍ د راپور له مخې؛ دا درې هېوادونه هیله من دي، چې ایران به د یوې میاشتې په لړ کې د خپل اټومي پروګرام په اړه ژمنې وړاندې او اروپايي هېوادونه به قانع او اړوند هڅې وځنډوي.

Published

on

رویټرز خبري سرچینې د ۴ ډیپلوماټانو د څرګندونو له مخې راپور ورکړی؛ ټاکل شوې، چې نن (پنجشنبه د وږي شپږمه) جرمني، فرانسه او بریټانیا پر ایران د ملګرو ملتونو “ماشه میکانیزم” یا د بندیزونو د بیا لګولو بهیر پیل کړي.

د دې رسنۍ د راپور له مخې؛ دا درې هېوادونه هیله من دي، چې ایران به د یوې میاشتې په لړ کې د خپل اټومي پروګرام په اړه ژمنې وړاندې او اروپايي هېوادونه به قانع او اړوند هڅې وځنډوي.

جرمني، فرانسې او بریټانیا پرون په ژنیو کې له ایراني ډیپلوماټانو سره خبرې وکړې؛ خو ډیپلوماټانو رویټرز ته وویل، چې خبرې ښکاره پایلې نلري.

دا درې هېوادونه ایران تورنوي، چې د ۲۰۱۵ کال اټومي تړون، چې د “JCPOA” په نوم پېژندل کیږي؛ سرغړونه کوي او وايي؛ دوی د اټومي وسلو د پراختیا لپاره “ماشه میکانیزم” فعالوي، چې پر ایران د بندیزونو د بیا لګولو لامل کیږي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند رویټرز ته ویلي، چې د “ماشه میکانیزم” فعالول اوس هم د ایران پر وړاندې د هېوادونو لپاره یو غوراوی پاتې دی؛ خو د فرانسې او بریټانیا بهرنیو چارو وزارتونو ویاندانو سمدلاسه ځواب ورنکړ.

ایران دې درې اروپایي هېوادونو ته خبرداری ورکړی، چې که بیا بندیزونه ولګول شي؛ نو “سخت ځواب” به ورکړ شي.

ایران له اسرائیل سره د جګړې له کبله د خپل اټومي پروګرام په اړه له امریکا سره خبرې وځنډولې؛ خو له درې اروپایي هېوادونو سره خبرې روانې دي.

د ایران بهرنیو چارو وزارت پرون له درې اروپایي هېوادونو سره په خبرو اترو کې خپل اټومي حقونه راپورته کړل او ټاکل شوې، چې نورې اړیکې هم جوړې شي.

د ملګرو ملتونو سخت بندیزونه، چې د ایران مالي، بانکي، دفاعي او هایدروکاربن سکټورونه رانغاړي؛ په ۲۰۱۵ کال کې د JCPOA له تړون وروسته لرې شول. پر ایران د دې بندیزونو د بیا لګولو بهیر به یوه میاشت وخت ونیسي.

Trending

Exit mobile version