کوید۱۹
درې بڼې لرونکې کرونا له خپلو نښو سره وپېژندل شوه
په بریتانیا کې د لندن کینګ کالج څانګوالو او متخصصینو په خپلو څېړنو کې درې بڼې لرونکې اوږدمهاله کرونا له بېلابېلو نښو سره وپېژندله.
بریتانوي کارپوهانو ویلي: داسې ښکاري، چې درې بڼې لرونکې اوږدمهاله کرونا هره یوه خپله نښه لري.
د لندن کینګ کالج د څانګوالو د څرګندونو له مخې، لومړۍ ډله ناروغان عصبي نښې لکه سړیا، د ذهني ستړیا احساس او د سر درد تجربه کړې. دا ناروغي په هغو خلکو کې لیدل شوې، چې د الفا او دلتا پر بڼو اخته شوي وه.
دوه یمه ډله له تنفسي ستونزو سره مخ وي، چې د سینې درد او ساه لنډۍ کولی شي سږي زیانمن کړي. دا نښې د ناروغۍ د لومړۍ څپې د بهیر په اخته شويو خلکو کې لیدل شوې دي.
درېیمه ډله له بېلابېلو نښو سره مخ دي. د زړه درزا، د عضلاتو درد او د پوستکي او ویښتو له بدلونو سره مخ کیږي.
څانګوالو زیاته کړې: په ټولو فشارونو او بڼو کې د نښو درې ټولګې لیدل شوې دي.