د نوماندو پېژندنه

دهدايت الله امين ارسلالنډه پېژندنه

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

< ![endif]–>

هدايت امين ارسلا د عبدالله امین ارسلا زوى دى، چې په ١٣٢٠ل. هـ کال په کابل کې زېږېدلى دى.

نوموړى له دولسم ټولگي څخه له فارغيدو وروسته په کابل پوهنتون کې د اقتصاد او سياسي علومو په برخه کې د لسانس تر کچې لوړې زده کړې او د ماسټري او دوکتورا سند يې د اقتصاد په څانگه کې له امريکا څخه ترلاسه کړى دى.


نوموړى په ١٩٦٩م کال کې د نړيوال بانک په اقتصادي او اجرائيوي برخه کې کار پيل کړ او ١٨ کاله يې په دغه بانک کې دنده ترسره کړې ده.


ارسلا په ۱۹۸۷م کال کې له نړيوال بانک سره دنده پرېښوده او د مجاهدينو ليکو ته لاړ. دى د ۱۹۸۹م څخه تر ۱۹۹۲م کلونو پورې د مجاهدينو په موقت حکومت کې د ماليې د وزير په توگه دنده ترسره کړې ده.


وروسته په ١٣٩٣م کال کې د لنډې مودې لپاره د مجاهدينو په حکومت کې د بهرنيو چارو وزير شو.


په افغانستان کې د طالبانو له حکومت وروسته امين ارسلا د بُن په غونډه کې د سوداگرۍ وزير او د بېړنۍ لويې جرگې لخوا د موقتې ادارې د مرستيال مشرپه توگه وټاکل شو.


ارسلا همدا راز د اداري اصلاحاتو د خپلواک کميسيون، د ملي احصائيې کميسيون او د اقتصادي همکاريو د کميتې مشري و او د ملي امنيت شورا غړيتوب يې هم درلود.


نوموړى د څو کلونو راهيسې د ولسمشرحامد کرزي لوړ سلاکار و، چې د راتلونکي کال په ولسمشريزو ټاکنو کې د سيالۍ په موخه يې له خپلې دندې استعفا وکړه.


نوموړى په تېرو ولسمشريزو ټاکنو کې نوماند و، چې وروسته د ولسمشر حامد کرزي په گټه تېر شو.


ارسلا د راتلونکي کال په ټاکنو کې جنرال خدايداد او صفيه صديقي د خپل لومړي او دوه يم مرستيالانو په توگه ټاکلي دي.

Trending

Exit mobile version