تازه خبرونه

دولت په خپلو پروژو کې له کورنیو تولیداتو ګټه نه ده اخیستې

Published

on

(Last Updated On: )

د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسولین وایي، په تېرو دیارلسو کلونو کې افغان دولت په خپلو پروژو کې له کورنیو تولیداتو ګټه نه ده اخیستې چې همدې مسالې کورني تولیدات اغېزمن کړي دي.

بلخوا اقتصادي کارپوهان له دولت غواړي چې وروسته له دې د کورنیو تولیداتو په وړاندې خپله پالیسي بدله کړي.

په وروستیو ۱۳ کلونو کې افغان دولت او مرستندویانو په افغانستان کې ګڼې پراختیایي پروژې تطبیق کړي، خو د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسولین وایي، په دغو پروژو کې له کورنیو تولیداتو هیڅ استفاده نه ده شوې.

د سوداګرۍ اوصنایعوخونې مرستیال خان جان الکوزی وایي، که دولت په ساختماني او لوژیستیکي پروژو کې کورني تولیدات کارولي وای، اوس به افغان صنعت او تولیداتو د پام وړ وده کړې وای.

د افغانستان د صنعت کارانو ټولنې مسولین هم د ورته څرګندونو تر څنګ زیاتوي چې که نوی حکومت د کورنیو تولیداتو ملاتړ ته لازمه پاملرنه وکړي، تولیدونکي د دې وړتیا لري چې په ځینو برخو کې د افغان حکومت اړتیاوې پوره کړي.

سید قیاس سعیدي داقتصادي چاروکار پوه:

دا چې ولې کورني تولیدات دولت نه رانیسی؛ یو پخپله وزیران بی باکه دي او بل قرارداد یان هم نه غواړي چې کورني تولیدات را وه نیسی؛ خو دولت باید له دې لړۍ نظارت وکړي.”

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت بیا وایي، په تېرو کې خلکو د افغان تولیداتو په اړه لازم پوهاوی نه درلود؛ خو وروسته له دې به په دولتي پروژو کې کورنيو تولیداتو ته لومړیتوب ورکړل شي.

مسافر قوقندي د سوداګرۍ اوصنایعووزارت ویاند:

په تیر کې په رښتیا هم له کورنیو تو لیداتو استفاده نه کیده؛ خو اوس دسوداګرې وزارت غواړي کورنی تو لیدات خلکو ته دنندارتونونو له لاري معرفی کړی او هم په دولتي اداروې ورته لومړیتوب ورکړی.

د ملي یووالي حکومت په ځلونو ټینګار کړی چې د کورنیو تولیداتو ودې او پراختیا ته به لازمې آسانتیاوې برابرې کړي، خو د کورنیو صنعت کارانو عمده ستونزې د بریښنا او ځمکو کموالی او په دولتي ادارو کې بیروکراسي بلل کیږي.

خبریال: اسلم حجاب

 

Trending

Exit mobile version