تازه خبرونه

دوه شپیته افغانان د جرمني د ویزې له غوښتنلیکونو تېر او نغدي وړاندیز یې ومانه

د دې وزارت ویاند تائید کړې؛ دا شمېر کسان د هغو کسانو د ۱۰ سلنې استازیتوب کوي، چې د پیسو منلو لپاره ورسره اړیکه نیول شوې وه.

Published

on

د جرمني کورنیو چارو وزارت څرګنده کړې، چې ۶۲ افغانانو په پاکستان کې د بیا میشتېدنې پر تمه د خپلو ویزو له غوښتنلیکونو تېر شوي او نغدي وړاندیز یې منلی دی.

د دې وزارت ویاند تائید کړې؛ دا شمېر کسان د هغو کسانو د ۱۰ سلنې استازیتوب کوي، چې د پیسو منلو لپاره ورسره اړیکه نیول شوې وه.

هغه زیاته کړې؛ یو شمېر نور یې د وړاندیز د ارزونې په حال کې دي.

دمګړۍ شاوخوا ۱۹۰۰ افغانان په پاکستان کې جرمني ته د لېږدولو پر تمه دي.

د لومړي وزیر فریدریش مرتس حکومت په می کې د دندې له پیلولو لږ وروسته د افغانانو لپاره د بیا میشتېدنې ځانګړې طرحه وځنډاوله.

له سختې پالیسۍ سره – سره یو شمېر افغانانو په دې وروستیو کې د جرمني له محاکمو بریالي وتلي او چارواکي یې د ویزې ورکولو ته اړ کړي دي.

ویل کیږي، چې له می راپدېخوا د افغانانو پېنځه ډلې تر بېلابېلو پروګرامونو لاندې جرمني ته رسېدلي دي.

Trending

Exit mobile version