تازه خبرونه

دوه طالب پلوه پاکستانيو سياستوالو د سولې له خبرو اترو ملاتړ وکړ

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د پاکستان په کوربه توب، د امريکا او چين په شتون کې د افغانستان د حکومت او وسلوالو طالبانو تر منځ د سولې د لومړي پړاو خبرې تېره مياشت په اسلام آباد کې ترسره شوې او ټاکل شوې راتلونکې اوونۍ په چين کې د سولې دوه يم پړاو خبرې ترسره شي.

د پاکستان د مذهبي سياسي گوند مشر مولانا فضل الرحمن نه يوازې د دغو خبرو اترو ملاتړ او هرکلى کړى، بلکې د افغانستان سوله يې د سيمې د ثبات لپاره هم غوره بللې ده.

فضل الرحمن وایي، چې امريکا په سيمه کې بريالۍ نه شوه او په پاى کې دې ته اړه شوه، چې شخړې په جګړو نه هوارېږي.

بلخوا د پاکستاني سياسي مشر عمران خان د سولې د خبرو د ملاتړ تر څنگ له خپل حکومته غوښتي، چې له پاکستانيو طالبانو سره د سولې خبرې پيل کړي.

Trending

Exit mobile version