د هوا حالاتو بدلونونه
د آذربایجان د اقلیم د بدلون په غونډه کې د اسلامي امارت پلاوي ګډون کوي
دغه غونډه، چې سبا ( دوشنبه د لړم یوویشتمه ) په باکو کې جوړېږي؛ د بېلابېلو هېوادونو او نړیوالو ټولنو استازي به په کې ګډون وکړي.
د هېواد د چاپېريال ساتنې ملي ادارې مشر د ملګرو ملتونو د اقليمي بدلون په نههویشتم کنفرانس کې د ګډون په موخه نن سهار( د لړم شلمه ) د يوه پلاوي پر مشرۍ آذربايجان ته ولاړ.
دغه غونډه، چې سبا ( دوشنبه د لړم یوویشتمه ) په باکو کې جوړېږي؛ د بېلابېلو هېوادونو او نړیوالو ټولنو استازي به په کې ګډون وکړي.
د اسلامي امارت له واک ته رسېدو وروسته دا لومړی ځل دی، چې د اسلامي امارت پلاوي ته د ملګرو ملتونو د اقلیم د بدلون په غونډه کې د ګډون اجازه ورکول کېږي.
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مشر دغه ناسته په افغانستان کې د اقلیم د بدلون له کبله رامنځته شوې ستونزې د نړۍ د پام رااړولو لپاره یو ښه فرصت ګڼي.
د چاپېریال ساتنې د ملي ادارې مشر مطیع الحق خالص ويلي، چې په دې غونډه کې به د افغانستان د اقلیم د بدلون له کبله رامنځته شوې ټولې ستونزې له نړیوالو سره شریکې کړي.
د سلامی امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت هیله من دی، چې افغانستان به د اقلیم له بدلون سره د مبارزې په برخه کې نړیوالو مالي میکانیزمونو ته لاسرسی ومومي.
د چاپېریال ساتنې هڅاند سید محمد سلیمانخېل ویلي، چې په دې نړیوالو غونډو کې د افغانستان ګډون د اقلیم د بدلون له منفي اغېزو سره د مبارزې په برخه کې د نړیوالې ټولنې د ملاتړ د ترلاسه کولو لپاره ښه فرصت کېدی شي.
که څه هم افغانستان د اقلیم د بدلون په برخه کې کوچنی رول لوبوي؛ خو د نړۍ یو له هغو هېوادونو څخه شمېرل کېږي، چې د اقلیم له بدلونه یې دير زیان لیدلی دی.
د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام د وروستي راپور پر بنسټ افغانستان د نړۍ پر کچه د اقلیم د بدلون له کبله د نړۍ شپږم ترټولو زیان منونکی هېواد پر ګوته شوی دی.
ویل کيږي، چې دا کنفرانس د لړم پر یوویشتمه د ملګرو ملتونو پر کوربتوب د آذربایجان په باکو ښار کي پیل او د ییندۍ تر دوهیمې پوري دوام وکړي.
