Connect with us

د هوا حالاتو بدلونونه

د آذربایجان د اقلیم د بدلون په غونډه کې د اسلامي امارت پلاوي ګډون کوي

دغه غونډه، چې سبا ( دوشنبه د لړم یوویشتمه ) په باکو کې جوړېږي؛ د بېلابېلو هېوادونو او نړیوالو ټولنو استازي به په کې ګډون وکړي.

خپور شوی

د

د هېواد د چاپېريال ساتنې ملي ادارې مشر د ملګرو ملتونو د اقليمي بدلون په نهه‌ویشتم کنفرانس کې د ګډون په موخه نن سهار( د لړم شلمه ) د يوه پلاوي پر مشرۍ آذربايجان ته ولاړ.

دغه غونډه، چې سبا ( دوشنبه د لړم یوویشتمه ) په باکو کې جوړېږي؛ د بېلابېلو هېوادونو او نړیوالو ټولنو استازي به په کې ګډون وکړي.

د اسلامي امارت له واک ته رسېدو وروسته دا لومړی ځل دی، چې د اسلامي امارت پلاوي ته د ملګرو ملتونو د اقلیم د بدلون په غونډه کې د ګډون اجازه ورکول کېږي.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مشر دغه ناسته په افغانستان کې د اقلیم د بدلون له کبله رامنځته شوې ستونزې د نړۍ د پام رااړولو لپاره یو ښه فرصت ګڼي.

د چاپېریال ساتنې د ملي ادارې مشر مطیع الحق خالص ويلي، چې په دې غونډه کې به د افغانستان د اقلیم د بدلون له کبله رامنځته شوې ټولې ستونزې له نړیوالو سره شریکې کړي.

د سلامی امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت هیله من دی، چې افغانستان به د اقلیم له بدلون سره د مبارزې په برخه کې نړیوالو مالي میکانیزمونو ته لاسرسی ومومي.

د چاپېریال ساتنې هڅاند سید محمد سلیمان‌خېل ویلي، چې په دې نړیوالو غونډو کې د افغانستان ګډون د اقلیم د بدلون له منفي اغېزو سره د مبارزې په برخه کې د نړیوالې ټولنې د ملاتړ د ترلاسه کولو لپاره ښه فرصت کېدی شي.

که څه هم افغانستان د اقلیم د بدلون په برخه کې کوچنی رول لوبوي؛ خو د نړۍ یو له هغو هېوادونو څخه شمېرل کېږي، چې د اقلیم له بدلونه یې دير زیان لیدلی دی.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام د وروستي راپور پر بنسټ افغانستان د نړۍ پر کچه د اقلیم د بدلون له کبله د نړۍ  شپږم ترټولو زیان منونکی هېواد پر ګوته شوی دی.

ویل کيږي، چې دا کنفرانس د لړم پر یوویشتمه د ملګرو ملتونو پر کوربتوب د آذربایجان په باکو ښار کي پیل او د ییندۍ تر دوه‌یمې پوري دوام وکړي.

د هوا حالاتو بدلونونه

افغانستان به په سږنی ژمي کې د ‌واورې او باران له کمښت سره مخ وي – ملګري ملتونه

د دې بنسټ د موسمي راپور له مخې؛ سږنی موسم د ۲۰۲۵ له ډسمبر څخه د ۲۰۲۶ تر فبرورۍ پورې د بارانونو له کمښت سره پیل شوی او د خاورې د لندبل کموالی اوس هم روان دی.

Published

on

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې (FAO) خبرداری ورکړی، چې افغانستان به په روان ژمي کې له عادي حالت څخه د لږ ورښت، لوړې تودوخې او د واورو له سخت کمښت سره مخ وي؛ دا وضعیت کولی شي کرنه، د اوبو سرچینې او د خوړو خوندیتوب ډېر اغېزمن کړي.

د دې بنسټ د موسمي راپور له مخې؛ سږنی موسم د ۲۰۲۵ له ډسمبر څخه د ۲۰۲۶ تر فبرورۍ پورې د بارانونو له کمښت سره پیل شوی او د خاورې د لندبل کموالی اوس هم روان دی.

د راپور له مخې؛ له تېرو ۲۵ کلونو راپدېخوا په غرنیو سیمو کې د واورو زېرمې هم تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلي، چې دې چارې د راتلونکي کال په پسرلي کې په ځانګړي توګه د غنمو د کرکېلې لپاره د اوبو د کمښت په اړه اندېښنې راپارولې دي.

په راپور کې خبرداری ورکړ شوی، چې د وچکالۍ دوام کولی شي د للمي غنمو کرنه وځنډوي، د کرنیزو حاصلاتو کچه راټیټه کړي، څړځایونه کمزوري کړي او مالدارۍ ته زیان ورسوي. همدارنګه میلیونونه کسان ښايي د خوړو له ناامنۍ سره مخ شي.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې د اقلیمي وضعیت د دقیق څار غوښتنه کړې او د دې کړکېچ د پایلو د کمولو لپاره یې د بېړنیو مرستندویو اقداماتو پر اړتیا ټینګار کړی دی.

Continue Reading

د هوا حالاتو بدلونونه

په ایران کې د اوبو د بحران له کبله د تهران نلونه وچ شول

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان خبرداری ورکړی، چې که د ډسمبر تر میاشتې باران ونشي؛ نو حکومت به اړ شي، چې په تهران کې د اوبو پر کارولو محدودیتونه ولګوي.

Published

on

ایران په تېرو څو لسیزو کې د اوبو له ډېر بد ناورین سره مخ دی؛ چارواکو ویلي؛ که وچکالي دوام وکړي، نو د تهران ۱۰ میلیوني ښار به ډېر ژر له خلکو تش شي.

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان خبرداری ورکړی، چې که د ډسمبر تر میاشتې باران ونشي؛ نو حکومت به اړ شي، چې په تهران کې د اوبو پر کارولو محدودیتونه ولګوي.

هغه د دې ناورین پړه د تېرو حکومتونو پر ناسمو پالیسیو، اقلیمي بدلون او ډېرې کارونې اچولې ده.

کارپوهانو ويلي، چې د کلونو ناسم مدیریت، غیرقانوني څاه کېندنې او د بندونو بې پاملرنې جوړولو د اوبو په رسولو کې چټک کمښت رامنځته کړی دی. په داسې حال کې، چې تر اوسه د خلکو د لاریونونو کومه نښه نه‌لیدل کیږي؛ خو د اوبو کمښت پر کورنیو او د ایران زیانمن شوي اقتصاد پوره فشار راوړی دی.

د حکومتي چارواکو د څرګندونو له مخې؛ د تهران په پېنځه بنسټیزو بندونو کې د اوبو کچه تقریبا نیمایي شوې او د امیر کبیر بند یوازې ۸ سلنه ډک دی. په ټول هېواد کې ۱۹ لوی بندونه بشپړ وچ شوي دي.

په لویو ښارونو لکه مشهد او اصفهان کې اوسیدونکي د اوبو له ټیټ فشار، پرله پسې بندېدا او اغېزمن مدیریت نشتوالي څخه اندېښمن شوي؛ خو چارواکي وايي، چې اقلیمي بدلون او د تودوخې لوړوالی د اوبو د تبخیر علت دی.

د دغه ناورین د حل لپاره حکومت د اوبو د فشار کمولو، له نورو بندونو څخه د اکمالاتو لېږدولو او د شخصي زیرمو کارولو ته د خلکو هڅول پیل کړي دي؛ خو ډېری ښاریان وايي، چې دا اقدامات کافي ندي.

Continue Reading

د هوا حالاتو بدلونونه

افغانستان په برازیل کې د اقلیمي بدلون کنفرانس ته ونه‌بلل شو

د یادې ادارې په خبرپاڼه کې راغلي؛ افغان پلاوي د همغږۍ میکانیزم له رامنځته کولو او لارې نقشې چمتو کولو سره په دې کنفرانس کې د ګډون لپاره بشپړ چمتوالی لري.

Published

on

Last Updated on: لړم ۱۹, ۱۴۰۴

د اسلامي امارت د چاپېریال ساتنې ملي ادارې اندېښنه څرګنده کړې: سره له دې، چې افغانستان د اقلیمي بدلون یو له زیان‌منونکو هېوادونو څخه دی؛ خو د اقلیمي بدلون نړیوال کنفرانس ته ونه‌بلل شو، چې ټاکل شوې دوشنبه په برازیل کې پیل شي.

د یادې ادارې په خبرپاڼه کې راغلي؛ افغان پلاوي د همغږۍ میکانیزم له رامنځته کولو او لارې نقشې چمتو کولو سره په دې کنفرانس کې د ګډون لپاره بشپړ چمتوالی لري.

دې ادارې نړیوال اقلیمي بدلون کنفرانس ته په نغوته کې ویلي، چې افغانستان له نړیوالو اړوند صندوقونو مالي او تخنیکي مرسته نده ترلاسه کړې او له ملګرو ملتونو یې وغوښتل، چې د افغانستان مشروع حقونه وپېژني او د افغان پلاوي لپاره په داسې غونډو کې د ګډون زمینه برابره کړي.

په اعلامیه کې راغلي: “دې کنفرانس او ​​نورو غونډو ته د افغان پلاوي نه‌بلل دا ثابتوي، چې ملګري ملتونه د اقلیم بدلون په اړه د افغانانو د حقونو په ډاډمنولو کې نړیوال عدالت نه مراعتوي. د افغانستان خلک حق لري، چې پخپل ګډون له خپلو اړوند حقونو دفاع وکړي.”

د یادونې ده، چې افغانستان تېر کال په آذربایجان کې د اقلیمي بدلون په سرمشریزه کې ګډون کړی و.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!